د افغانستان اسلامي ګوند: زمونږ ولس د هېواد د ملي شتمنیو ساتل غواړي
د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند را روانه جمعه /د کب ۱۵مه/ په کابل کې د یوه غټ لاریون د اېستلو غږ کړی دی.
اسلامي ګوند وايي، افغان ولس د هېواد د ملي شتمنیو ساتل غواړي.
دغه ګوند ویلي، په افغانستان کې د علماوو او ملي شخصیتونو په ترور کې د حکومت سیکولرې او بې دینه کړۍ لاس لري او غږ یې کړی چې حکومت دې د ترورونو لړۍ ژر تر ژره بنده کړي.
اسلامي ګوند له ارګ څخه غوښتي چې له دغه ګوند سره د لاسلیک شوې معاهدې مطابق د ګوند ټول بندیان ازاد کړي او د مهاجرینو د راستنېدلو او استوګنې لپاره دې لازم شرایط ورته برابر کړي.
اسلامي ګوند په حکومت باندې د مخورو شخصیتونو د ترور تور په داسې حال کې پورې کوي چې پدې وروستو کې ګڼ شمېر دیني علماء، ملي شخصیتونه، ژورنالستان او د مدني ټولنې مخکښ فعالان په کابل او ولایتونو کې د نامعلومو اشخاصو له لورې ترور سويدي.
