کله چې موږ یو أمت، یو موټی او یو وجود و!
رفيع الله
د ۱۹۳۴م کال د حاجیانو قافله چې د المغرب څخه را روانه او د الجزایر د حاجیانو سره یو ځای کېږي، همداسې د تونس، لیبیا او بیا د مصر د حاجیانو له قافلې سره ټول یو ځای کېږي او بیا په یو ځای او شریکه مکې ته ځي.
انځور فرانسوي انځور اخستونکي اخستی، د غه وخت حاجیان د حجاز د جحفه له یو کلي تېرېږي، دا د سایکس او بیکو له حدودو مخکنۍ خبره ده.
هغه وخت نه پاسپورټونه وو، نه ویزې وې، او نه هویت کارتونه، پیژند پاڼې وې، هغه وخت مسلمان حر، ازاد و
حج هر چا کولای شو، که شتمن و او که غریب، هغه وخت فرضي کرښې نه وې، چې چا پوښتنه کړې وای، نه تفرقه وه، نه د قومیت بوینه کلمه او نه د وطنیت بوت و، نه د عربي او عجمي توپیر و مګر په تقوا.
"إِنَّ هذِهِ أُمَّتكم أُمَّة واحِدَة وَأَنا رَبُّكم فاعبدُون"
مهربان ربه! اسلامي نړۍ ستا په عظیم کتاب قرآن سره په یوه ټغر راټوله کړه! آمین
القرآن الکريم
