د دوستم په استقبالیه غونډه کې!
اصالت يار
د صلحې د عالي کمیسیون د مشرعبدالله عبدالله څرګندونو جنګي اومنفي پیغام لاره اودا ډول د محقق او جنرال دوستم خبرو هم د جنګ پیغام له ځانه سره لاره.
اوس خبره داده چې ایا له دې جنګي خبرو وروسته هم باید د صلحې عالي کمیسیون دې د عبدالله عبدالله په مشرۍ کې خبرو ته دوام ورکړي؟
حقیقت دا دی چې د عبدالله عبدالله پر ځای باید یو بل افغان بې طرفه طرف اسلام، وطن ته ژمن طرف ته د صلحې د عالي کمیسیون صلاحیت ور وسپارل شي دا به غوره وي.
که رښتیا هم صلحه غواړو باید له جنګي ادبیاتو نه کلکه ډډه وکړو، ځکه د صلحې موجوده فرصت او چانس باید په هیڅ قیمت له لاسه ورنکړو، افغان چارواکو نه موهیله داده چې دوستم امتحان شوی هغه بیا مه امتحانوئ اویقین ولرئ چې دوستم له هرچاسره چې شخصي مصالح یې ورپوره کوي پرته له درنګ او پرته له هرډول ژمنتیا اواصولو سازش کوي.
تاسو ته معلومه ده چې دوستم د خپل محسن ډاکټر نجیب په برخلیک هم معامله کړې وه هغه ډاکټر نجیب چې اساساً یې دوستم رامینځ ته کړی وه بلکې په افغانستان کې د ملیشو اساس هم ډاکټر نجیب ایښی وه.
همدغه ګیلم ملیشو ډاکټر نجیب له هوایې اډې را وګرځاوه او اعدام رسۍ ته یې برابرکړ،
فلهذا! له دغه ناکام جنرال څخه د خیر طمعه مه کوئ او تیر اشتباهات مه تکراروئ چې بنیاد یې خام او باور یې له مینځه تللی او چا چې هم پرې باور کړی هغه یې کوهي ته اچولی.
