No-IMG

روان بې عدالتۍ به يو ځل بيا موږ ټول د ذلالت کومې ته لېږدوي

ټامــيانو ,جــوشي او لاشعوري وطنپالو او د کولمو سوخت لرونکو کمونستانو ته وايؤ

هغوی چې وچ په بدماشۍ حکومت او قدرت (50) سلو نه په مينځ نيمه وي

د ارګ په ديوالونو او دولــتي تــاسيساتو عـملآ يرغل کوي

وزارتـونه , ولايـتونه او سفـارتونه دخـپل پلار مــلکيت او  مېراث بولي

کال کې يو ځل دکابل ښار ټولو واټونو کې له اسلحو سره

د خپل غرور او مستۍ نمايشات وړاندې کوي

ولايتونو کې مستقلې امپراطورۍ اعلانوي ,

د دولت ولســـوالۍ ســقــوطـــوي,

دوستم ته د ايشچي د غوولو په بدل کې د مارشالۍ رتبه ډالۍ کيږي

عليپور دې له عام وژنو برسېره د ارګ عاليقدر وي

اختلاس , زرۍ موټرونه د ګـمرکاتو او خزانو چور او تالان دې په شمار مـافيايي حلقــو جيبــونو تــه روان وي

ملي اردو , پوليس , عـلماء او ولسي خلک دې د بې پايـلې جګړې قرباني کيږي

برعکس

(حزب اسلامي) دې هيڅ نه وايي او نه غواړي , ځکـه چې

د نظام تشه رامينځ ته کيږي او حـالت د 90 لسيزو لــور ته

ځي والله چې عجيب بې عقلتوب خو وي

نوټ :

روانې ړندې او ښکرورې بې عدالتۍ به يو ځل بيا موږ ټول  د ذلالت کومې ته لېږدوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک