No-IMG

د حق او باطل معرکه ده د باطل د تسلط لاندی ساحه کې

عبد الله تواب

 

۱- دا اواز يواځې د حزب اسلامي افغانستان د غړو او د هغوی پخلاف د ظلمونو په مقابل کې ندی، دا اواز د هر هغی فقير افغان په حق کی دی کوم چی دا شل کلونه يی حق دی لنډغرو او غربپالو خوړلی دی.

۲- دا اواز او لاريون راويستل د افغانستان په تاريخ کی د هغې پخواني سنت را ژوندي کول دي د کوم بنياد چی جوانان مسلمان ايښی وو مگر د وخت استبدادي رژيمونو هغه اواز خفک کړ. دا چی نن يو ځل بيا هغی جسماني زوړ شوي ځوان، خو په عقيده قوي تندرسته او په فکري لحاظ مضبوط ځوان يو ځل بيا د خپلو يارانو د سنت د راژوندي کولو هوډ او تکل کړيدی نو د ټولو ريښتينو با احساسه افغانانو څخه هيله کوم چی پدی لار کی ورسره ملتيا وکړئ که په واقعي توگه تاسی پاک او سپيڅلي ياست نو د خپل مظلوم ملت د حقوقو لپاره آواز پورته کړئ نور فساد، ناامني، اختطاف، هدفي وژنو، د خپلو خويندو ميندو بی حرمتي او د خپلو مقدساتو توهین ته نه وواياست.

۳- که غواړئ الله جل جلاله درباندی ورحميږي او دی بدرنگ حالات ته مو تغير ورکړي همدا مو وخت دی لاس په کار شئ او دی سپيڅلی مشروع مظاهرې کی د الله جل ددين پخاطر او د الهي نظام د تطبيق پخاطر برخه واخلئ خپل الهي، ديني او افغاني مسووليت ادأ کړئ دلته ټول هغه څه غوښتل کيږي چی مونږ او تاسی هر يو يی په انفرادي توگه اصلاح غواړو مگر دا چی په تنها ځان غوښتنه باندی دا دولت هيڅ ځان نه خبروي نو مونږ مجبور. او مکلف يو د لاريون په کولو سره ټول خپل اواز پورته کړو او د اصلاح غوښتنه وکړو پدی لاريون کی د لاريون په لار اچوونکي د ځان لپاره هيڅ نه غواړي مگر ستاسی لپاره هر څه غواړي يواځنی سنگر دی چی تل يی د اسلام او ولس لپاره هر څه غوښتي دي مگر د ځان لپاره يی هيڅ ندي کړي ځکه يې خلک امير ته د کرايی کور پيغور هم ورکوي همدا ددی سنگر د سپيڅلتيا او باور لپاره کافي شافي ده چی تاسی د الله پخاطر ورسره پدی مقدس هدف کی ځانونه شريک کړئ او اجر يی د الله جل جلاله څخه وغواړئ.

۴- ای مؤمنانو ونه غلېږئ پداسی حساسو شرايطو کی د يو څو پلورل شوو يا مرور شوو د نيمه لاری پروني حزبي يارانو، يا د ابن الوقتانو او يا هم د حزب اسلامي افغانستان په زانگو کی د را پيدا شوو او د اصيلو حزبيانو په کورونو کی د لوی شوو پروني نا اهله ماشومانو په خوله، چی د خپل ضد او عقدې په لحاظ بیځايه او د تعصب څخه ډکې څرگندونی کوي تر څو د خلکو توجه ځانته جلب کړي تاسی دی لويدلو ته وخت مه ورکوئ د هغوی مشکل حسد او عقده معلومه ده باور وکړئ دوی خپلی عقدی او حسد دومره بی ضميره کړيدي چی د هری دونياوي معاملي لپاره تيار دي ځينی يی پخپلو مشرانو نيوکی کوي، او ځينی يی حتی پر خپلو والدينو صرفه نه کوي د يو دوه ډالرو پخاطر. هر ځوان که دداسی اشخاصو سره رابطه ساتي يوه خبره ورته کول غواړم ايا يو ځوان چی د خپلی کورنئ او خپل ورور، خور، پلار او مور نشي او هغوی ته د عزت او سرلوړئ مصدر ونه ګرځي نو جامعې ته به څنگه د عزت او سرلوړئ مصدر يا باعث وگرځي لداسی پدر ازار او مادر ازار هم لری او هم غلي ښه ياست نو دداسی لويدلو اشخاصو خبرو ته هيڅ اهميت مه ورکوئ.

نوټ : راتلونکی جمعه ستر افغاني لاريون د ټولو مظلومو افغانانو د حق غوښتلو پخاطر.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک