مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د مشورتي جلسو په دوام نن په سلګونو قومي، مخورو او جهادي مشرانو د لوی مشرقي ولسونو په استازيتوب خپل ملاتړ د حزب اسلامي افغانستان د لاریونونو څخه د يوې پرتمینې غونډې په ترڅ کي اعلان کړ.
✒: ولسمشر غني نن شنبې کابل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې د افغانستان خلک په تېرو څلورو لسیزو کې له بنسټيز حق څخه یې چې سوله ده بې برخې ساتل شوي او ټينګار یې وکړ چې افغانان دایمي او پایداره سوله غواړي او دا سوله راتلوونکې ده.
ښاغلي غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او وې ویل چې دغو ځواکونو له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان د امنیت په ټینګښت او د نړۍ په وړاندې د ترهګرۍ د ګواښ کمښت کې فعاله ونډه لرلې ده.
✒: محمد حنیف اتمر، وزیر خارجه کشور میگوید که روسیه از برگشت نظام امارت در افغانستان پشتیبانی نمیکند و خواستار صلح پایدار در کشور است.
آقای اتمر در سفرش به مسکو تأکید میورزد که برداشتن تحریمهای سازمان ملل متحد که روسیه از آن پشتیبانی میکند؛ به عملی شدن تعهدات طالبان از جمله کاهش خشونتها بستگی دارد.
او در این باره افزود: «صلح پایدار در افغانستان به اساس نظام جمهوری اسلامی افغانستان ممکن است وبس. همین نظام است که تروریزم بینالمللی را اجازه نخواهد داد. این به نفع روسیه است.»
✒: شورای عالی دولت که نزدیک به بیست رهبر سیاسی کشور عضویت آن را دارند امروز شنبه نخستین نشستاش را برگزار کرد.
رییسجمهور غنی رهبری نخستین نشست شورای عالی دولت را داشت.
ریاستجمهوری میگوید که برای شرکت در این شورا از همه رهبران سیاسی دعوت شدهاست اما از این میان نزدیک به بیست تن آنان حضور را در این شورا پذیرفته اند.
محمد شاکر کارگر، رییس دفتر رییسجمهور بیان داشت: «هدف از ایجاد شورا آوردن صلح در افغانستان است.»
✒: پولیس کابل میگوید که در یک انفجار در ولسوالی بگرامی یک تن جان باخت و دو تن دیگر زخمی شدهاند.
بهگفتۀ پولیس، این رویداد صبح امروز هنگامی رخ داد که ماین جاسازی شده، یک موتر نوع کرولا را هدف قرار داد.
✒: ثبت هفت رویداد تازه ویروس کرونا در افغانستان.
✒: مقام های محلی در ننگرهار می گویند که امروز در انفجاری در شهر جلال آباد عبدالقهار قدیر عضو شورای ولایتی ننگرهار زخم برداشته است.
مقام های محلی در ننگرهار می گویند که در انفجاری بر موتر عبدالقهار قدیر، عضو شورای ولایتی این ولایت، یک غیرنظامی جان باخت.
✒: د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د یوه پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی. راپورونه وایي چې نوموړی به په دې درې ورځني سفر کې د تاجکستان د ولسمشر په ګډون له نورو چارواکو سره پر اقتصادي مرستو، امنیتي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
✒: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر د سرتېري د ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر سرښندنه به هیڅ وخت څوک سترګې پټې نه کړي. هغه ویلي همدا سرتېري دي چې په افغانستان کې به تلپاتې سوله ممکنه کړي.
✒: د ملي مصالحي عالي شورا رییس عبدالله عبدالله که څه هم په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ډلو ترمنځ د ناستو هرکلی کړی دی خو ټینګار کوي چې دا پرمختګ بسنه نه کوي. عبدالله دغه راز یو ځل بیا د اوربند ټينګښت لومړیتوب بللی او ټینګار یې کړی دی چې طالبان باید خبرو اترو ته حاضر شي.
✒: کام ایر هوایي شرکت ویلي چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یوې افغان پیلوټې بوینک الوتکه الوځولې ده. د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د محدثه میرزایي په نوم یوې افغانې پیلوټې د یاد هوایي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ته له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړې ده.
✒: کابل ښار کې ماین چاودنې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، نن مخکې له غرمې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند ولایتیو سیمه کې پر یو کرونا ډوله موټر باندې ماین چاودنه شوې ده. عیني شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
✒: د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال وایي افغان ځواکونه پیاوړي دي او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري. نوموړي نن د کب د نهمې د سرتېري ورځې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان سرتېري پیاوړي دي او ولس دې اندېښنه نه کوي.
✒: ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه با انتشار پیامی در حساب کاربری خود در اینستاگرام، دهمین سالگرد درگذشت نجم الدین اربکان، نخستوزیر اسبق کشور را گرامی داشت.
اردوغان در این باره نوشت: از پروفسور نجم الدین اربکان، یکی از سیاستمداران ممتاز که زندگی خود را وقف مبارزه، تدریس و خدمترسانی کرد، در دهمین سالگرد درگذشت وی با رحمت و احترام یاد میکنیم.
رئیسجمهور ترکیه در این پیام همچنین عکس نجم الدین اربکان را نیز منتشر کرد.
✒: اردوغان: آنهایی که مبارزهمان در منطقه را بازی تاکتیکی معمولی میدانند، نه تنها از کشورمان بلکه از حقایق دنیا نیز بیخبرند.
✒: وزرای خارجه ایران و عراق در تهران دیدار کردند.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستان سره په سرحد کې د دوو ایرانیانو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي. راپورونه وايي دغو دوو ایرانیانو غوښتل له ایران څخه سون توکي پاکستان ته ولیږدوي چې په سرحد کې وژل شوي دي.
✒: روسیه وايي، د افغانستان د سولې خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.
✒: د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او پوره دقت د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د سولې هوکړې بیا کتنې پروسه چټکه شي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې په سوریه کې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه ایران ته خبرداری و. هغه ویلي چې که چېرته ایران د امریکا د ګټو د مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي نو د خپلو کړنو له بدو پایلو سره به مخ شي.
✒: سپینه ماڼۍ وایي ښایي د امریکا حکومت راتلونکو څو اوونیو کې پر روسیه ځینې تازه بندیزونه وضع کړي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د سولې خبرو پرمختګ لپاره اړتیا ده چې د طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وایستل شي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سرګي لاوروف له قوله ویلي چې دوی واک ته د طالبانو د بیا رسېدو سره موافق نه دي.
✒: د امریکا په نیویارک ایالت کې یو کس د چاړه په واسطه درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نیویارک پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د دغه ایالت په یو غیر قانوني ځای (قمارخونه) کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او دوه نور سخت ټپيان دي.
✒: امریکا ولیعهد عربستان سعودی را در قتل جمال خاشقجی دخیل میداند.
وزارت خارجه عربستان در اعلامیه یی، این گزارش امریکا را رد می کند و آن را منفی، نادرست و غیرقابل پذیرش می داند.
✒: د برېټانیې لومړي وزیر ویلي دي چې دغه هېواد د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جګړې ملاتړ کوي.
د برېټانیې لومړي وزیر بوریس جانسون تېره ورځ ماښام له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلېفوني خبرې اترې لرلې دي.
د برېټانیا د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې بوریس جانسون د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له جګړې پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.
