No-IMG

اسد الله هارون: د ګوانتانامو په زندان کې د کرونا ویروس پر وړاندې ډ ېر یوازې یم

ګوانتنا مو تقريبا له نړۍ ورک دی، د دې ځای زند ا نيان د نړۍ له سترګو پناه شوي. موږ بې نومه او بې څېرې او فقط سيريل نمبرونو ته راټيټ شوي يو، لکه موږ چې نور انسا نا ن نه يو او يوازې هارډ وييرونه پا تې يو.

 نوم انسان ته شناخت ورکوي. سيريل نمبرونه يوازې بې روحه پديدې دي.

 زه 3148 نمبر/شمېره يم. دا اسا نه ده چې له 3148 شمېرې سره نا وړه چلند وشي؛ ځکه چې شمېره هېڅ وقار نلري.

زما نوم اسد الله هارون دی، د افغا نستا ن د ننګرهار ولايت يم.

 زما مېرمن هر کال انتظار کوي چې خا وند به يې بېرته کور ته راشي.

 زما د څو ميا شتو کوچنۍ مريم اوس لويه شوې ده.

موږ د لته 23 "کسان نه، شمېرې" پا تې يو. يوازې زه پکې افغا ن يم، نور د لته څوک نشته چې پښتو يا دری خبرې وکړي او زه د خپلې ژبې د له لاسه ورکولو وېره لرم. لږ تر لږه 1094 شمېره "سيف الله پراچه" پا کستا نی و او موږ به له يو بل سره اردو خبرې کولې، خو هغه د سختو شکنجو له امله دې ته ترجيح ورکړې چې په يوه بل زندان کې يوازې په خپلو غمونو کې ډوب واوسي.

د لته يو وخت 760 "NVDs" يا هغه زندا نيا ن و، چې خطرنا ک نه و او د دوی له ډ لې ډ ېر شمېر"219" افغا نان و.

 د کلونو نا وړه ګټه اخیستنې وروسته د 219 تنو څخه 218 خوشې شوي؛ ځکه چې د وی هیچا ته خطر نه و، که څه هم شک نشته چې ځینې يې اوس د سختو تجربو له امله ژور خفګان سره مخ دي. خو يوازې زه د لته پا تې يم.

ځينې خلک به فکر کوي زه به ګناهکار يم چې له 13 کلونو بندي يم، خو زه د لته له تور او محا کمې پرته راوستل شوی يم.

ما ولید ل چې نور خلک کور ته ځي. که څه هم زه دوی او د کورنیوو لپاره يې خوښ یم، خو دا یوازې زما تیاره لا ژوره کوي.

 زه د ځا ن بوخت سا تلو هڅه کوم چې لېونی نشم.

ځینې وخت حیرا نېږم چې آیا زما حکومت زه په بشپړ ډول هېر کړی يم؟!

 تر اوسه د افغا ن پارلمان يوه غړي هم زما پوښتنه نده کړې!!

 زه اند ېښمن یم چې زما هېوا دوال زما پروا نلري.

 زه هیڅوک نه یم - زه دا منم. زه ډ ېر کلونه مخکې له خپل هېواد څخه دې ویروونکي ځای ته راوستل شوی او هېر شوی يم.

د ګوا نتا نا مو په زندان کې د کرونا ویروس پر وړاندې ډ ېر یوازې یم، د دې لپاره نه وایم چې ځان ته مې خوا بد يږي، خو ډ ېر لېوال وم چې د مها جرو په کمپ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای وای؛.

په اروپا کې خلګ د ژوند ټول امکا نا ت لري، خو په ا فغا نستا ن کې خلک له بد بختیوو سره مخ دي، په روا نه بد مرغه جګړه کې ځا ن خوندي نشي سا تلی، دوی له دې ا فت پرته کا في اندازه نورې ستونزې لري.

د لته ډا کټران راته وا یي چې دا ویروس به د میلیونونو انسا نا نو ژوند واخلي.

 د افغا نستا ن په شا ن هېوا دونو کې چې خلک يې روغتيا يي اسا نتیا وو ته لاسرسی لري، ډ ېره مړينه به ولري.

  خلک به ونه توانیږي چې کور ته خوراکي توکي راوړي او د ولت به ونشي کولی چې دوی ته د میا شتې زرګونه ډالر ورکړي.

 دا ډ ېر جدي د ښمن دی.

دا ناروغي یوه نړیوا له معضله او آفت دی، اوس دا ویروس ګوا نتا نا مو زندان ته هم راورسېد او د لومړي ځل لپاره یې د زندان یو سا تونکی ونیو.

 موږ د ورځې لخوا په دې موضوع وروسته خبر شو، خو چا دا را ته ونه ویل چې تر دې وړا ندې دا سا تونکی پنجرو ته دا خل شوی او په قلفونو یې لاس لګېد لی و، که نه؟.

 موږ په دې ويريږو چې څنګه د زندا ن له سا تونکوځان لرې وساتو.

زندا نونه په دې مشهور دي چې وا یرېسونه پکې ډ ېر ژر خپريږي ما تېره ورځ له یوه سا تونکي سره ټوکه هم کوله چې زه نور تا ته لاس نه د رکوم، که څه هم دوی موږ ته کله هم لاس نه راکوي، خو فقط په زور او بد ما شۍ سره مو کشوي، په شکنجو او ظلم سره مو په زولنو کې اچوي.

زه پر خپل ځان نه ډارېږم، په دې خا طر چې نه غواړم پنجرې ته د دې ویروس د انتقال لامل او سبب واوسم.

دا منلی او زغملی شم چې ډا کتر ونه ګورم او روغتیا یی خد متونو ته لاسرسی ونلرم، خو دا نشم زغملی چي زه دا سې یو څه را ا نتقا ل کړم چې نه وربا ندې پوهېږم او نه یې کنټرولولی شم.

که د وی دا فکر کوي چې زه ډ ېر ژر له دې نړۍ ولاړ شم، نو زه ا خبا ر لولم په دې خبر یم چې تر یو میلیون کسا ن تیار دا مرض لري.

 که امریکا نه غواړي ما له زندان څخه ازاد کړي او ما زندا ن کې سا تي، خو دا د ومره کلونه دوی زه په زندان کې سا تلی یم او یو ځل هم ندي توانید لي چې پر ما کوم جرم ثبوت کړي یا مې محکمې ته حا ضر کړي.

دوی با ید زما د کورنۍ په اړه فکر وکړي، زه په دې پوهېږم چې بې ګنا ه او کوم جرم مې ندی کړی، خو زما کورنۍ د ټولو نړیوا لو د سترګو پر وړاندې معصو مه او بې وسه ده او زه فقط دا غواړم چې بېرته خپلې کورنۍ ته ورشم او مرسته ور سره وکړم.

مېرمن مې نږدې ورځو کې عملیا ت کړي، اوس هم په روغتون کې ده هغه د ویټا مین D د کمي ستونزه لري، د دې اوسني ویروس خلا ف ده او دا نوره هم په خطر کې اچوي. نه پوهېږم د دې لپا ره درمل خوري او که نه؟.

 ارمان کوم کا ش ورسره وای!!

 زه نه غواړم هغه ډ ېره روغتون ته ولاړه شي؛ ځکه چې هلته په دې ویروس هم اخته کېد لی شي، هلته خلک د دې ویروس په اړه ډ ېر کم معلوما ت لري.

د پلا ر او مور مې عمرونه تر شپېته کلونو زیا ت دي، د واړو ډ ېرې نا روغۍ لرلې، کله چې بندي شوم په مور مې د زړه حمله هم راغلې وه او پلار مې د شکرې ناروغي لري، ټول دا سې خطرونه دي چې د ویروس خلا ف مقا بله کمزورې کوي او زه په دې اړه ډ ېر ويريږم. ما ته په دې کوټه قلفي کې کېنا ستل ډ ېر سخت دي چې له خپلې کورنۍ سره هېڅ مرسته نشم کولی.

کاش د وی سبا زه محا کمه کړی وای، آن که ما ته له وړاندې هېڅ وخت یا احوا ل هم را نکړي، فکر کوم ډ ېر په اسا نۍ به ازاد شم، حتی که را با ندې جرم هم ثا بتیږي که د روغ هم وي لږ تر لږه زما سرنوشت خو به معلوم شي، خو د لته زه یوازې سا تل شوی یم او هېڅ نشم کولی.

که زما په کورنۍ کې څوک مړه شي د وی هېڅ نه پوهيږي چې زما عکس العمل او غم به څه وي؟ کرونا ویروس داسې نا روغي ده چې خلک وارخطا کيږي په ځا نګړې توګه د هغه چا لپاره چې وربا ندې ګران او ورته نږدې وي.

افغا ن حکومت له طا لبا نو همکاري غواړي، زه امید لرم چې طا لبان به يې وومني او خلک به متعهد شي او زموږ د ګډ ا نسا ني د ښمن خلا ف به وجنګیږي، دا ویروس حدود او سرحد ونه نه پېژني او هر څوک وژني.

 د لته زه هېڅ ډاډ او باور نه لرم چې زما کورنۍ به له دې خطرنا کې نا روغي څخه خوندي وي.

د سولې تړون له لارې افغان دولت هره ورځ بند يا ن خوشي کوي او ځينې يې د کرونا ويروس بحران کې له کورنۍ سره د مرستې په خا طر پرېږدي، زه هره ورځ د ورته پوښتنې تصور کوم:

 آیا زه به وکولی شم چې بیا خپله مېرمن او لور ووينم؟

 که زه کور ته لاړ شم آیا زما محترم پلار او زما ګرانه مور به لا هم ژوندي وي؟

په پای کې په دې خا طر چې زه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکولی شم، نو د دې لپاره ولسمشر ټرمپ با ید د ولسمشر اشرف غني خبره واوري او څنګه له افغان د ولت څخه دا غوښتنه لري چې زرګونو بند یا ن ازاد کړي، خو ا مریکا یوازینی او وروستی ا فغا ن زندا ني نشي پرېښودلی.

زه فکر نکوم چې د امریکا ولس به زما له ازادۍ او کورنۍ سره مې د یو ځای کېدو په اړه څه ستونزه ولري.

که حکومتونه يې ونلري، خلک به له ما سره په زړه کې رحم ولري.  

اسدالله - شیرزاد

کیوبا  ګوانتانامو  زندان.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک