حافظ ابن حجر رحمه الله چې د ښار قاضي القضات وو
حافظ ابن حجر رحمه الله چې د ښار قاضي القضات وو، ښکلې جامې په تن پر آس سپور په ښار کې تیریده...
یوه یهودی چې غوړي یې پلورل، په بد حال کې وو. غوړې پړې او خیرنې جامې یې وې... د قاضي پر لور ورمنډه کړه، د اس جلو یې ترې ونیو او ورته ویې ویل: قاضي صاحب! تاسو دا وایاست چې پیغمبر مو فرمایلي: دنیا د مومن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت ده...!
مګر دا څنګه دوزخ ده چې ته پکې ژوند کوي؟؟
او دا لا څنګه جنت دی چې زه پکې شپې سبا کوم؟؟
ابن حجر رحمه الله ځواب ورکړ: کوم نعمتونه چې ماته الله تعالی په جنت کې تیار کړي دي د هغو په نسبت دا ژوند لکه د زندان داسي بریښي...
او کوم عذابونه چې ستاسو کفارو لپاره هلته تیار کړل شوي دي نو په نسبت یې ددې دنیا ژوند ستاسو لپاره که څه هم له کړاونو ډک وي د جنت په څیر دی.
په همدې استدلال یهودي اسلام ومانه.
سرچینه: فیض القدیر
