No-IMG

آیا د حیرانتیا خبره نه ده ؟

عمر عماد

 

پدی کی کله هم دوه عاقل انسانان اختلاف نه کوی چه په وحدت کی قوت دی، د یو نه دوه قوی دی او ددوو نه دری او د سلو نه زر ...

خو مونږ چه د ټول امت د یووالی خبره وکړو نو سیکولر او نشنلیانو یارانو باندی دنیا تپه تیاره شی ، او دمنطق او تعقل په غیاب کی به درته :

 وایی چه : ته لیونی یی چه په یویشتمه پیړئ کی د واحد امت غږ  پورته کوی !

چه ورته وایی : په همدی یویشتمه پیړئ کی د بیلابیلو قومونو او ملیتونو د یووالی ژوندی مثالونه شته دی ، نو د مسلمانانو وحدت درته ولی ناشونی ښکاری ؟

وایی چه : هغوی خپلوګټو سره یوځای کړی دی .

نو چه ورته ووایی : مونږ به هم په وحدت کی له یوی خوا خپلی ګټی تر لاسه کړو ، او له بلی خوا به د اسلام یو شعار عملی کړی وی ، او د شریعت یو حکم ته به مو غاړه ایښی وی .

نو درته به وایی چه دا کار ناشونی دی ، ځکه چه د اسلام په نوم څوک نشی راټولیدلی !

چه ورته وایی : دا پیړئ پیړئ څنګه راټول شوی وه ؟

نو یو به درته به وایی چه : هغه وخت نور تیر شوی دی .

او بل به درته وایی چه : هغه وخت هم عدالت قائم نه وو ، بلکه هر قوم خپلی ګټی پاللی .

خو چه هغه یو ته ووایی چه : وخت نه دی تیر شوی ، بلکه فکرونه بدل شوی دی ، او باید فکرونه بیرته خپل اصلی حالت ته راوګرځول شی .

او چه هغه بل ته ووایی : چه هغه وخت چه کومه غلطی شوی وه هغه د اسلام د روحیی او اوصولو سره مخالف چلند وو ، نو هوښیار به اوسو چه سوچه اسلام ته راستانه شو اوهغه سلبیات بیا تکرار نشی .

نو دلته به دواړه خپل غږونه سره غبرګ کړی او درته به په یو غږ وایی چه : ته هوا ګزوی !

نو چه ورته ووایی : تا ته به هوا ګزول ښکاری ، خو ما ته د الله تعالی د امر پر ځای کول ، ځما تصور د اسلامی لارښوونو سره برابر دی ، او ستا ورسره اړخ نه لګوی .

نو یو به درته وایی چه زه ستا نه ښه مسلمان یم ، او هغه بل به درته وایی چه اسلام د هر چا خپل کار دی !

زه خو دی ګوډ منطق ته بیخی حیران شم چه وایی : غیر مسلمانان سره یوځای کیدلای شی ، خو مسلمانان نه !

دغه  یاران فکری یرغل ، او نننی  خواشینوونکی واقعیت دومره ځپلی دی چه حتی د امت د وحدت مجرد تصور هم ورته ستونزمن ښکاری او ذهنا یی  نشی منلی ،  ته به وایی چه سبا به رښتیا هم دا ټوټه ټوټه امت بیرته سره یوځای کیږی او دده سره به په یوه ډوډئ کی دوه دری کسان شریک کیږی !

حسبنا الله ونعم الوکیل .

..........

پورته کرښی ځما د تش په نامه ملت پالو سره د تاودو بحثونو پایله ده .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک