مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: یک انفجار در منطقۀ برکی شهر کابل رخ دادهاست.
منابع میگویند که در انفجار پس از چاشت امروز در منطقۀ برکی شهر کابل سه تن جان باختهاند و یک تن دیگر زخمی شدهاست.
✒: نن سهار (یکشنبې د کب په ۳مه) د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې چاودنې یو تن وژلی او ۱۴ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د هلمند ځايي چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د یوه تن ژوند واخیست.
ورته مهال، د هلمند ولایت په اېمرجنسي روغتون کې ډاکټران وايی چې تراوسه یو مړی او ۱۴ ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
✒: بیش از ۱۰۰ چاپ انداز در یک رقابت گزینشی در ولایت سمنگان رقابت کردند که از این میان، ۱۴ چاپ انداز برتر به تیم این ولایت، راه یافتند.
قرار است رقابتهای لیگ ملی بزکشی با اشتراک چاپ اندازان برتر ولایتهای کشور در ۱۵ حوت سال روان به میزبانی کابل، برگزار شود.
✒: پولیس کندهار تأیید میکند که خانمحمد، یکی از مَلکان ولسوالی پنجوایی، صبح امروز در مربوطات حوزۀ هفتم شهر کندهار در تیراندازی مردان مسلح ناشناس، جان باخت.
✒: وزارت دفاع در یک خبرنامه میگوید که در عملیات نیروهای ارتش در ولسوالی میوند ولایت کندهار، ۷۶ حلقه ماین که در مسیر جاده عمومی جاسازی شده بود، کشف و خنثی شد.
✒: شماری از موتروانان و سرمایه گذاران در هرات میگویند که در جریان آتشسوزی در گمرک اسلامقلعه، موترها و کالاهای شان از سوی باشندهگان محل غارت شدند و اکنون این غارتکنندهگان در بدل استرداد موترها و اموال شان، از آنان پول میخواهند.
✒: پوهنې وزارت ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو له امله لږ تر لږه زر ښوونځي ویجاړ شوي دي. د یاد وزارت ویاندې نجیبې ارین ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د جګړو او ځینې نورو دلایلو له امله زر ښوونځي وران شوي دي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې په هېواد کې د سولې راتګ ته ژمن دي او په وینا یې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې منتظر دی چې مقابل لوری بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.
✒: د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په یو راپور کې ویلي چې له بهرنیو سلاکارانو پرته افغان هوایي ځواکونه د ګټورو عملیاتو ترسره کولو وړتیا نه لري.
✒: افغان دولت ویلي چې د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړه کې له دوی سره لازمې مشورې ونه شوې او همدا لامل و چې دا تړون نه د سولې برخه کې اغېزمن تمام شوی او نه یې هم جګړه ختمه کړه.
✒: افغان حکومت دې خپلو وګړو د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانان د ژوند مهمو لومړیتوبونو ته باید لاسرسی ولري او د حکومت مسوولیت دی چې دوی ته د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
✒: ولسمشر غني د امریکا له نوي ولسمشر سره د ټلیفوني خبرو غوښتنه کړې، خو د نوموړي دغې غوښتنې ته سپینې ماڼۍ تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
ويسا ورځپاڼې په يوه خپاره کړي مطلب کې ويلي، د «جو بایډن» شرط دا دی چې ولسمشر غني دې لومړی په کور دننه سیاسي اجماع جوړه کړي او بیا دې د سیاسي مشرانو په حضور کې له ده سره ټلیفون خبرې وکړي.
✒: جرمني وایي د اړتیا په صورت کې له ټاکلې نېټې وروسته هم افغانستان کې خپل سرتیري پریږدي.
د جرمني صدراعظمې، انګلا مېرکل د امریکا له لوري طالبانو سره د شوې هوکړې د بیا کتنې له پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي که اړتیا شوه افغانستان کې به یې سرتېري له مې میاشتې وروسته هم پاتې شي.
✒: آمریکای لاتین در محاصره کرونا؛ تنها در برزیل 1212 نفر طی یک روز جان باختند.
✒: کمیسیون ملی ترکیه در یونسکو: 2500 زبان در جهان در معرض خطر نابودی قرار دارد.
✒: ښايي د بلک واټر مشر د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پټ راپور چې رسنیو ته وتلی وایي، چې اریک پرینس په لیبیا کې د وسلو د پلور بندیزونه مات کړي او دغه راز یې د ملک هفتر لپاره خپل ځینې کرايي جنګیالي لېږلي دي.
✒: روسیه وایي دوی د افغان سولې په اړه د سیمې له هېوادونو سره په بحثونو بوخت دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له هندي چارواکو سره کتلي دي. دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
✒: امریکا په افغانستان کې د سرتېرو پرېښودلو ته ډېر دلایل نه لري. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل مېلر په یوه مرکه کې ویلي، ښایي د بایډن اداره د سرتېرو تر پرېښودلو ددوی ایستلو ته لومړیتوب ورکړي، خو ځینې شرایط به لري.
✒: د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمښت پورې تړلی کار دی. نوموړی وايي، اوسمهال د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او بین لافغاني خبرو کې باید پر مختګ وشي.
✒: یوشمېر امریکایي چارواکو په مې میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو اېستل خطرناک بللي دي. جوزف ډانفورډ، کیلي ایوټ او ننسي لیندبورګ خبرداری ورکړی، چې د دوحې توافقنامې پراساس په مې میاشتې کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو اېستل به په افغانستان کې فاجعه رامنځ ته کړي.
✒: پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان او ایران سره پر کرښه د خاردار سیم په لګولو امنیتي تدابیر زیاتوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شیخ رشید احمد ویلي چې له افغانستان او ایران سره پر کرښه د خاردار سیم په لګولو سره امنیتي تدابیرو کې ښه والی او زیاتوالی راولي.
✒: سپینې ماڼۍ ویلي چې واشنګټن تر خبرو اترو مخکې د ایران په اړه د نورو اقداماتو پروګرام نه لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، دوی به بېرته د خبرو مېز ته د ایران د راګرځولو لپاره یو قدم هم مخته وانخلي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکا له ډیپلوماټیکو لارو د مسائلو پر حل باور لري.
✒: د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې له دې وروسته سعودۍ مېرمنې هم کولی شي د پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړي. دفاع وزارت زیاته کړې، د ولیعهد محمد بن سلمان د تازه اقداماتو له مخې ښځې له دې وروسته کولی شي د پوځ په لیکو کې ان په مختلفو پوسټونو دندې هم اجرا کړي.
✒: عباس عراقچی، معاون وزیر خارجه ایران، میگوید که ایران در حال بررسی پیشنهاد اتحادیه اروپا برای برگزاری نشست غیر رسمی میان اعضای فعال توافق هستهای ۲۰۱۵ میان تهران و امریکا است.
او گفته است که تا اکنون به این پیشنهاد، پاسخی نداده است.
ایران و امریکا بر سر این که کدام کشور نخست به احیای توافق هستهای ۲۰۱۵ برگردد، با هم اختلاف نظر دارند.
✒: د پاکستان کرېکټ لیګ: د دغه لیګ لومړنۍ لوبه «کراچي کېنګز» وګټله.
