حکمتيار: إن شاء الله ډېر ژر به د كابل واټونه زموږ د پرتمينو تظاهراتو شاهد وي
موږ اعلان كړى چي إن شاء الله ډېر ژر به د كابل واټونه زموږ د پرتمينو تظاهراتو شاهد وي. د ارگ سيكولر ټيم ته به وښيو چي له خپل مؤمن او مظلوم ملت او له خپلو حزبى وړونو د دفاع توان لرو. ډېره حوصله مو وكړه؛ د دروغجنو واكمنو بې مروتي، بدعهدي، د حزب اسلامي د غړو نيول او ځورول، له دندو منفكول، په كورونو ئې چاپې او په نيمه شپه ئې له كوره لاس تړلي ايستل، په كابل ښار او د دولت تر واك لاندي سيمو كي د هغوى ترور، د مهاجرينو د راستنېدو په وړاندي خنډونه او د دوى د اسكان په اړه خپلي ژمني نه عملي كول، ... دا هر څه مو د دې لپاره وزغمل چي غوښتل مو په صبر او زغم سره هېواد له روان دردوونكي بحران وباسو او په داسي كار لاس پوري نه كړو چي شريرو كړيو ته د فتنو رامنځته كولو مجال په لاس ورشي؛ اما د دوى شرارتونه هغه پړاو ته ورسېدل چي نور نو مزيد صبر او زغم د دوى د مزيد جسارتونو او شرارتونو باعث كېږي. دوى د سولي په وړاندي خنډ دي، په رواني جگړي بسنه نه كوي او د بلي جگړي لپاره تيارى نيسي، مليشې جوړوې، وسلې وېشي، له هغو مفسدينو، جنايتكارانو او اجيرو جنگياليو نوي جنگي قطعات جوړوي چي پرون ئې د پرديو په وينا او د هغوى لپاره قومي جنگونه پيل كړل، د پښتون او غيرپښتون جنگولو شعارونه ئې وركول، تر همدې نامه لاندي د حزب اسلامي په خلاف وجنگېدل، په سلگونو ستر ستر نوميالي جهادي شخصيتونه ئې په ټول هېواد؛ مخصوصاً په كابل او شمال كي ترور كړل، تمويل او تجهيز ئې د هغو هېوادونو له لوري وو چي د شوروي اتحاد او كمونستانو حمايت او ملگرتيا او د مجاهدينو مخالفت ئې كولو.
زموږ تظاهرات به سوله ايز وي، موږ د سولي لار غوره كړې، څلور نيم كاله مو د مفسدينو او سيكولرانو د ټولو فسادونو او شرارتونو په وړاندي صبر وكړ؛ دوى ته مو ويل چي موږ جدي عكس العمل ته مه مجبوروئ، زموږ صبر او زغم؛ شرافت او اغماض په ضعف او ناتونۍ مه حمل كوئ، دومره مو مه تنگوئ چي سړكونو ته راووځو؛ خو دوى به د خپلو سپكو ښكنځلمارو په گنده خوله راته ويل: نه مو سړكونو ته د راوتلو پروا لرو او نه بېرته غرونو ته د ختلو!!
اوس هم دوى ته وايو: كه نه غواړئ خبره خرابه شي، له پر له پسې تظاهراتو سره مخامخ شئ، د كابل رابطه له ټول هېواد سره قطع شي، نو زموږ بنديان فوراً خوشي كړئ، داسي ئې خوشي كړئ لكه چي د طالبانو بنديان مو خوشي كړل.
ماشومانه گواښونه مه كوئ، د سوله ايزو تظاهراتو په وړاندي د زور ځواك او امنيتي ځواكونو د كارولو اخطارونه مه وركوئ!! امنيتي ځواكونه دومره هم كمعقله نه دي چي د مفسدو او وطنپلورونكو واكمنو د اقتدار لپاره به د ملت خلاف جنگېږي، هيڅ شريف افغان به دې ته چمتو نشي او دا سفاهت به ونه كړي چي خپل برخه ليك د داسي جنايتكارانو له تور برخليك سره غوټه كړي چي له ټول ملت منزوي شوي، بهرني بادرانو ئې هم ترې لاس اخيستى او په نوي حكومت ئې د بدلولو پرېكړه كړې؛ إن شاء الله د دوى د سپېره او خونړي اقتدار وروستۍ شېبې دي.
د نومياليو شخصيتونو، علماوو، مجاهدينو، سياستوالو، ليكوالو ترورونه په شدت سره روان دي، پرون سهار د دلو 30 هم د شرعياتو پوهنځي دوه مؤمن استادان؛ استاد مبشر مسلمیار او استاد معروف راسخ؛ ترور شول، شهيد استاد مبشر ئې له داعش سره د تړاو په نامه اوږده موده زندانى كړ او له آزادولو وروسته ئې ترور كړ؛ خو د ده د ترور اتهام ئې داعش ته منسوب كړ!! په 26 دلو؛ د هرات نوميالي وكيل؛ شاه پور پوپل پر موټر د سړك د يوې پوستې د سرتېرو له لوري ډزي وشوې او شهيد ممنون ئې په شهادت ورسولو، د وكيل صاحب پوپل موټر ئې ودرولو؛ له كتلو وروسته ئې اجازه وركړه چي حركت وكړي؛ لا څو متره نه وو لري شوي چي له شا ئې پرې ډزي وكړې او شهيد ممنون ئې په نښه كړ، څرگنده ده ممنون ئې عمداً شهيد كړى؛ دا ځكه چي هغه د حزب اسلامي يو فعال او نوميالى غړى وو. شهيد استاد محمد عاطف؛ د جمعيت اصلاح مشر؛ همداسي او په كابل كي ترور شو.
