د اسلام کلا بندر د اورلګېدنې د پیښې په تړاو
خالد عمر
۱ـ اور لګېدنه د حکومت د یوه قراردادي شرکت د بې غورۍ له کبله رامنځته شوې؛ داسې چې یاد قراردادي شرکت د معاینې په نوم په یوه غیر تخنیکي او نا محاسبه شوي چلند سره ګازو ته اور ورته کوي او پېښه رامنځته کیږي.
۲ـ د نفتو، ګازو او نورو اور اخېستونکو موادو د ټرانزیټ په تړاو ملي او نړیوال تخنیکي او حقوقي شرایط مشخص دي. اساساً د ګازو او نفتو محمولې باید فوراً او د کومې ستونزې په شتون کې حد اکثر تر شپږو یا دوولسو ساعتونو پورې ترخیص شي؛ اما د اسلام کلا په ګمرک کې د ګازو او تیلو شا اوخوا ۳۵۰ بار موټرونه تر ۲۷ ورځو پورې په داسې حال کې په ګمرک کې ځنډول شوي چې مالیه او ګمرکي مکلفیتونه یې ټول ادا کړي او د ترخیص ټکټونه په لاس کې لري.
۳ـ د اور لګېدنې مخکې او وروسته د بندر پولیسو ډزې کړي، ګډوډې یې جوړه کړې او د پیښې د تشدید یو عمده لامل جوړ شوی.
۴ـ د موټرو تمځای د هر ډول مسلکي ، تخنیکي او حقوقي معیار پرته جر ـ جر شوی؛ په داسې توګه چې هر موټر یا څو موټرونه د جرونو/ چریو پواسطه محدود شوي او تړل شوي؛ ځکه خو د پیښې پر مهال د ۲۰۰۰ جریبه پراخې ساحې د شتون باوجود هیڅ موټر د کیندل شوو جرونو له امله د تیښتې مجال نه دی ترلاسه کړی.
۵- له اور لګیدنې وروسته یو لوی شمیر موټرونو د تیښتې په پار بیرته د ایران لور ته مخه کړې او ایراني اړخ ورته ( احتمالاً د اضطرار د نړیوالو حقوقي رژیم پر بنسټ) خپله دروازه خلاصه کړې؛ اما افغاني پولیسو موټرونو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ایران لور ته فرار وکړي.
۶- که پېښه په لومړنیو ساعتونو کې مهار شوې وای؛ نو د اوس په پرتله به تلفات لس برابره کم وای.
۷- د سوځیدلو موټرو سربیره شااوخوا سل موټرونه تری تم دي او هیڅ پته یې نه لګیږي.
۸-حکومت تر دې مهال د موضوع سره دومره سربیرن چلند کړی چې یوازي د یوه معین په مشرۍ یې یو پلاوی ټاکلي دی.
۹ـ د سوځیدنې د پیښې د پاسه شااوخوا یو نیم سل موټرونه چې خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې بار وو د هرات ښار د متمدنو ښاریانو له لوري چور شوي.
پایله:
الف ـ د لومړۍ څخه تر اتمې شماري پوري ذکر شوي دلایل ټول د حکومت په بې غورۍ، بې کفایتۍ او فساد باندي دلالت کوي او پېښه د همدغه عواملو له کبله منځته راغلي او له حقوقي لحاظه حکومت پکې مسوول او ځواب ویونکی دی.
ب ـ د پیښې په نتیجه کې په مستقیم ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه ډالر افغانستان ته/ خصوصي سکتور ته زیان اوښتي اما غیر مستقیم زیانونه لکه د نرخونو لوړوالی، د پانګوني تضعیف، د پانګو فرار، بې اعتمادي او .... د میلیاردونو ډالرو په اندازه افغانستان ته زیان رسوي.
ج- په نهمه شماره کې د ذکر شوي مورد په اړه باید ژور خپګان او اندیښنه څرګنده شي، باید ومنل شي چې موږ لا څومره له سړیتوب او مدنیت نه لري یو او څومره له اسلام سره په تضاد کې ژوند کوو؟
سرچینې: د خان جان الکوزي او ورسره مل پلاوي موندنې او څرګندونې، د رسنیو راپورونه او د پیښې له ځای څخه اخیستل شوي تصویرونه او ویډیو ګانې
