عمرو بن العاص راهب ته: لاړ شه او مونږ ته داسې یو بل لښکر راوړه
سلمان افغان
په مصر کې د نصاراو یو راهب مسلمانانو ته د جزیه ورکولو څخه انکار وکړ، روم ته وتښتېد او له هغې ځای څخه یې ځان سره یو لوی لښکر راوړ تر څو د مسلمانانو مقابله وکړي
رومي لښکر چې کله د مسلمانانو سره مخ شو نو ډېره بده او حیرانوونکې ماته او شکست یې وخوړ
راهب یې ژوندی ونیولو او عمرو بن العاص رضي الله عنه ته یې راوړ
عمرو بن العاص رضي الله عنه ته خلکو مشوره ورکړه چې راهب ووژني
عمرو بن العاص رضي الله امر وکړ چې ماته یې راوړئ:
عمرو بن العاص رضي الله عنه راهب ته بنګړي، تاج او سور رنګې ارجواني چپن واغوسته، خلکو په حیرانتیا ورته کتل
بیا عمرو بن العاص رضي الله عنه راهب ته په لاس اشاره وکړه او ورته یې وویل:
لاړ شه او مونږ ته داسې یو بل لښکر راوړه.
المواعظ والإعتبار ـ المقريزي
