د حکمتيار په اړه د ځينو ځوانانو دا خم چشمي او کوتاه فکري سخته ځورونکې ده
جلال جبارخيل
حکمتیار خو ټولو نقد کړ او حتی پریمانه توهین یې هم ځینو وکړ زه یې هم وروستۍ څرګندونې مناسبې نه بولم خو زه حیران هغو ته یم چې حکمتیار ته وچ ناست دي خو د ډاکټر عبدالله په زور او بغاوت ته چې اساسي قانون یې نقض او مکمل واک یې نیم کړ پکې خوشحال دي.
د حکمتیار بندیانو سره مشکل لري خو د امرالله صالح د هدفي وژنو اړوند یې خولې تړلې او غاړې ځوړند نیولي.
حکمتیار د واک تږی بولي خو مګر وینۍ چې د واک ته د رسیدو لپاره چا ملي خزانه چور کړه چا ورباندې کمپاین وکړ او څوک ورباندې اقتدار ته ورسیدل .
حکمتیار فقط اخطار د محاصرې ورکړی د ارګ نیولو یې ندي ذکر کړي خو ومو لیدل ایزدیار او ډله یې د ارګ په دیوالونو ور وختل خو هیچا بد یاد نکړ.
حکمتیار پداسې حال کې د نظام لپاره خطر ګڼي چې وسله یې فقط د فساد افشا کول دي مګر د علیپور خلاف چې وسله وال بغاوت کوي د خولې یې حرف نه وځي.
حکمتیار په سیاست ناپوه ګڼي خو خپله بیا خبریالان والسوالان ټاکي.
حکمتیار ملي خاین ګڼي خو تاسې ګورۍ د بۍ ته قاچاقي ډالر د همدې ارګ نه ووتل او هره اوونۍ د ګمرکونو ریسان سره د عملې یې د فساد په تور نیول شوي وي.
که د جمهوریت په درواغجنو چغو ستوني وچ نکړو او حکمتیار ته د بیان د ازادۍ حق ورکړو هم یو څه به مو د جمهوریت تمثیل کړی وي.
پښتون چې حق وغواړي ماشه پلاس یې بل پښتون په ستوني پښه کیږدي لږ شعوري او خپلواک مخکې لاړ شئ
د ملي ګټو مدافع او ملت ځان مسول احساس کړئ
قضاوت باید د عقدو پر ځای په حالاتو او حقیقتونو په نظر کې نیولو سره وشي
