مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ تېره ورځ(چهارشنبه د سلواغې په ۲۹مه نېټه) وویل چې له افغانستانه زموږ او زموږ د متحدینو وتو ژمنه "مشروطه ده."
هغه د یوه خبریال پوښتنې په ځواب کې وویل:«تاسې سم وایاست، هوکړه(د طالبانو او امریکا) تېره کال لاسلیک شوه، دوحې کې د هوکړې لاسلیک پرمهال زه کابل کې وم، د هغې له مخې (له افغانستانه د سرتېرو) وتو وخت د مې میاشت دی، خو له افغانستانه د وتل مشروط دي. زموږ شتون افغانستان کې مشروط دی.»
هغه ټینګار کوي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
سټولټنبرګ وړاندې وايي:«هغه څه چې اوس یې ناټو ترسره کوي دا دي چې موږ د سولې بهیر او د هوکړې پلې کېدو لپاره هر کار چې وکولی شو، ترسره کوو یې. موږ به په مناسب وخت کې ووځو.»
✒: روانه اوونۍ کې کابل د سیمې هېوادونو د ملي امنیت رییسانو او د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو د استازي د ناستې کوربه و.
د ملي امنیت رییس، احمد ضیا سراج وايي چې د افغانستان، منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو او د پاکستان د ملي امنیت رییسانو د استخباراتي همکاریو په تړاو دوشنبې او سې شنبې کابل کې سره خبرې وکړي.
د ښاغلي سراج په خبره دغه ناسته کې له ترهګرۍ د سیمو هېوادونو د تعریف په تړاو خبرې شوې دي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همغږۍ په موخه د همغږۍ د یوې برخې په جوړېدو سره هوکړه شوې ده.
د هغه په وینا چې راتلونکې کې به په منظم ډول د یادو هېوادونو ترمنځ ناستې ترسره شي.
✒: نن د کابل درېیمې حوزې سیمه کې پر کرولا موټر د ماین چاودنې په ترڅ کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد، مولوي مبشر مسلمیار په ګډون د دوو کسانو ژوند اخیستی دی.
✒: امنیتي سرچینې ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ فارمې هډې سیمه کې پر یوه موټر نښلول شوي ماين چاودنه کړې او چاته په کې زیان نه دی اوښتی.
✒: قول اردوی عملیات خاص کوماندو در یک خبرنامه میگوید که ۲۴ تن از نیروهای امنیتی و غیرنظامیان شب گذشته در جریان یک عملیات نیروهای کماندو در ولسوالی آقتاش ولایت کندز از یک زندان طالبان، آزاد شدند.
✒: شماری از شرکتهای حمل و نقل در اعتراض به آنچهکه ناامنیها و اخاذیها در برخی از شاهراههای کشور میگویند، فعالیتهای شان را متوقف ساختهاند و بخشهایی از این شاهراهها را بستهاند.
✒: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې افغان ځواکونه اوس په هېواد کې د کېدونکو عملیاتو ډېر مسوولیت پر غاړه لري او په وینا یې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په بشپړه توګه په خپل ځان متکي شي.
✒: ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې تاوتریخوالی او جګړې د حل لار نه ده. ولسمشر غني نن د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغان حکومت د یوې دایمي او رښتینې سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې هڅه کوي.
✒: د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. کورنیو چارو وزارت هم وایي چې د پولیسو پر یوه موټر د کابل ښار د لسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده خو ځاني تلفات نه لري.
✒: امریکايي او افغان لوري د سولې پر روانه پروسه خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
✒: حسن روحانی: امیدواریم آمریکا اشتباهاتش را هر چه سریعتر جبران کند.
✒: گیورگی گاخاریا، نخست وزیر گرجستان در یک مصاحبه مطبوعاتی در پایتخت این کشور اعلام کرد که به دلیل اختلاف نظر با همحزبیهایش در خصوص حکم بازداشت نیکا ملیا، رهبر حزب اصلی مخالف «جنبش اتحاد ملی» از سمت خود استعفا کرد.
وی با انتقاد از حکم بازداشت ملیا گفت: در حال حاضر تنشهای سیاسی زیادی در کشور وجود دارد و این تصمیم تنشهای مذکور را بیشتر میکند.
در این میان وزارت کشور گرجستان اعلام کرد که حکم بازداشت ملیا به دلیل استعفای گاخاریا موقتا به تعویق افتاده است.
✒: گفتوگوی تلفنی اردوغان و پوتین.
اردوغان از احتمال همکاری کارشناسان سه کشور (ترکیه، روسیه و آذربایجان) برای افزایش بهرهوری خطوط حملونقل در قرهباغ کوهستانی خبر داد.
اردوغان در مکالمه تلفنی با پوتین بر اهمیت حل مسئله سوریه تاکید کرده و گفت که فرصت برقراری صلح و ثبات در لیبی نباید از دست برود.
✒: حماس از عربستان سعودی خواست محمد الخضری را آزاد کند.
✒: ناټو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په خبرو کې پایلې لرونکي پرمختګونه ولري. د ناټو عمومي منشي د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.
✒: په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي، تر دې وړاندې به طالبانو د ژمي په موسم کې جګړې کمولې، خو دا ځل یې برعکس د ژمي په موسم کې هم جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر لومړنۍ ټلفوني مکالمې وروسته ویلي چې دواړو لوريو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.
✒: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوزماکس سره په تازه مرکه کې ویلي چې په هیڅ صورت به بیا ټویټر ته راونه ګرځي. هغه یو ځل بیا ځان ته د شخصي ټولنیزې رسنۍ جوړولو خبره کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دا رسنۍ به تر ټولو نورو شبکو اسانه، ارزانه او ډېر مخاطبین ولري.
✒: د ډيپلوماټیک په نامه یو خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یو لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي چې ښایي د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا له ایران سره د اټومي تړون په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
✒: د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې له افغانستان څخه د خپلو پاتې سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دوحه کې د سولې روان مذاکرات په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې راتګ لپاره یو غوره فرصت دی.
✒: د فورس ډاټ نیټ په نامه یوې ویبپاڼې په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو ماموریت په اړه راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې که څه هم بریتانیا په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته رسولی دی خو اوسمهال یې اصلي دنده د امریکایانو لپاره موټرواني ده.
