No-IMG

افغان حکومت اوس د مجبوريته د طالبانو راتلونکی بنديانو ليست په انتظار دی

افغان حکومت وايي، د هغو پنځه زره طالب زندانیانو له ډلې چې ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې خوشي شي، نږدې شپږ سوه زندانیان نه خوشې کوي.

دا 600 طالب زندانیان د دولت په قول جنایی جرمونو باندی محکوم دی. یعنی سیاسی او نظامی بندیان ندی.

طالب وایی همدا زمونږ د 5000 لیست بندیان دی باید ازاد شی!! لدی مخکی بین الافغانی مذاکرات نه کوو.

دولت یو وړاندیز طالبانوته مخته کړی.

"چې خپل راتلونکی لیست د طالب د بندیانو ورکړي. "

د نوي لیست  څخه به 1000 تنه طالب بندیان ژر ازاد کړی، پدی سره به د مذاکراتو د پیلیدو د خنډ بهانه ختمه شي.

خو دا چې دولت خپل د مذاکراتو اجنډا، ټیم او اجماع تر اوسه جوړه کړی نده دا بل مشکل دی چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو خنډ دی.

حزب اسلامي وایي تر څو دولت د حزب اسلامي سره د سولې ژمنې عملي نکړي او د سولې عالي شوری کې برخه ورنکړي د حکومت لخوا جوړ شوی د مذاکراتو هئیت کی برخه نه اخلي.

بل طرف د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني هم د مذاکراتو د هئیت ترکیب رد کړی دی.

داسې معلومیږي چې تر دې دمه مسئولیت د جمهور رئیس په غاړه دی.

نه امریکا او نه یې لاس ناستی حکومت د دوحی تعهداتو ته اعتنا کوي.

بل خوا د کابل حکومت نه اولس ته او نه دنیا ته څرگنده د سولې برنامه لري.

جمهور رئیس او د سولې شوری رئیس نه د سولې لپاره واضح اجندا لري، نه د سیاسي احزابو اجماع او نه اراده، او نه هم احساس د مسئولیت .

په احترام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک