د اسلامي نهضت ځلانده ستوری الحاج محمد جميل ځدران د اجل داعي ته لبيک وويل
انا لله و انا الیه راجعون
په ډير خواشينی سره مو خبر تر لاسه کړه چې د اسلامي نهضت یو بل ځلانده ستوري هم د افق له مداره پریوت، حاجي صاحب جمیل ځدران د اجل داعي ته لبيک وويل، الحاج محمد جمیل (ځدراڼ) د تېر جهاد یو پیاوړی قوماندان او د اوسني جهاد یوه فعاله متحرک مجاهد شخصیت وو چې د ژوند تر وروستۍ شیبې یې له هراړ خیزې، عسکري، سیا سي، مد ني مبارزې لاس نه وو اخيستی چې نور زمونږ په مینځ کې وجود نلري، الحاج جمیل ځدراڼ د لویې پکتیا خصوصاً د ځدراڼو د زړور، مجاهد قوم او قبیل سره تړاو لاره چې د تیر او اوسني جهاد په صفونو کې مخکښتوب لاره، الله تعالی دی مرحوم محمد جميل ځدران صاحب ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې صبر جميل او اجر ورکړي، روح يې ښاد او يادونه يې تلپاتې.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
