No-IMG

ارګ او حاکم ټیم له حکمتیار صاحب سره زښته ډیره ناځوانه وکړه

جلال امرخيل

 

نه حزبی وم، نه یم، نه به شم، خو سړی که د خدای دپاره خبره کوي، هغه دا ده چې ارګ او حاکم ټیم له حکمتیار صاحب سره زښته ډیره ناځوانه وکړه، لا هم ناځواني ورسره کوي.

یو څوک چې په دې وحشي حالاتو کې وسله په ځمکه ږدي، د مزید وینو تویدو د مخنیوي په پار په سولیز بهیر ورګډیږي، جمهوریت او نظام ته د کاندیدۍ له لارې مشروعیت ورکوي، یو ذره قدر خو یې په کار وي.

په هغه نظام کې چې د علیپور او قیصاري غوندې بدماشان تقدیریږي، په کورني جنجال کې د محقق د وژل شوي زوی فاتحه د لویې جرګې په تالار کې نیول کیږي، بابه مزاري شناسي او مسعود شناسي نږدې د نصاب برخه ګرځي، د جنرال فهیم په نوم پولیسي اکادمیانې رامنځته کیږي، د امریکا په دستور د جګړې د مقابل طرف پنځه زره بندیان ازادیږي، خو د یو لوی حزب د امیر په داسې شکل سپکاوی کیږي، چې د صلحې له معاهدې پس یې بندیان هم نه ازادیږي، چې سولییز ژوند ته ستانه شي، دا په لوی لاس خلک خشونت او جګړې ته هڅول دي. د ملت حساب ورسره په خپل ځای خو حاکم ټیم ته د حکمتیار صاحب په زغم دې افرین وي. د لا زغم دعا او غوښتنه ورته کوم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک