حکمتيار: ارگ به تر هغه محاصره كوو چي د مفسدينو سپېره واكمني پاى ته ورسېږي او ملت د دوى له شر وژغورل شي
وروڼو خوېندو!
در ارگ سيكولر ټيم؛ له حزب اسلامي سره په خاصه توگه او له ټولو مجاهدينو سره په عامه توگه د نه پخلا كېدونكي خصومت او دښمنۍ لار خپله كړې؛ له حزب اسلامي سره معاهدې بند بند ئې تر پښو لاندي كړ، د حزب اسلامي د زندانيانو له خوشي كولو ئې ډډه وكړه، نږدې درې زره بنديان ئې لا تراوسه ساتلي، په سلگونو نور ئې له معاهدې وروسته نيولى، د دوى پر كورونو د شپې په تياره كي يرغلونه كوي؛ نيسي ئې او زندان ته ئې لېږدوى، د حزب اسلامي منسوبين له حكومتي دندو باسي، له توظيف ئې ممانعت كوي، د حزب په لسگونو مهم شخصيتونه په همدې موده كي او د دولت تر واك او سلطې لاندي سيمو كي ترور شوي، در ارگ ټيم له حزب اسلامي سره همغه څه كوي چي د دوى پرچمي ملگرو د خپل مخكني اقتدار په دوران كي له حزب اسلامي سره كول؛ موږ مجبوروي چي له دوى سره همغه څه وكړو چي له پرچميانو سره مو وكړل.
نن موږ مجبور يو چي د ارگ ټيم ته ووايو: له خپل حق دفاع كوو؛ د حزب اسلامي له حيثيت دفاع كوو؛
شغالان خو پرېږده؛ د زمري په سترگو كي هم د گوتو منډلو ته چمتو يو؛ چا چي له شوروي او ناټو سره ډغري وهلې وي؛ د دوى سپېرو او ذليلو مزدورانو كږې خولې هم په سوك سمولى شي؛
آيا چمتو يئ؛ ارگ ته عملاً وښيو چي له نن وروسته له ځان او له خپل حق دفاع كوو؟ كه موافق يئ لاسونه اوچت كړى.
ډېر ژر او په څو راتلونكو ورځو كي به كابل ښار زموږ د پرتمينو تظاهراتو شاهد وي، تر ارگ پوري به ځو؛ د ارگ په وړاندي به د پرديو مزدورانو ته ښيو چي كه زموږ ټول بنديان فوراً خوشي نشي، مامورين، مجاهدين، افسران مو مدغم نشي، مهاجرين مو په ښارگوټو كي ځاى په ځاى نشي او د معاهدې نور بندونه تطبيق نشي.... ارگ به تر هغه محاصره كوو چي د مفسدينو سپېره واكمني پاى ته ورسېږي او ملت د دوى له شر وژغورل شي.
(د دې مطلب درې ترجمه هم وړاندي شوه او يو ځل بيا له ټول تعهد واخيستل شو.)
