حکمتيار: واقعي فاتحين هغه مؤمن مجاهدين دي چي د الله په لار كي او د آزادۍ لپاره ئې خپل سرونه نذرانه كړل
الله تعالى فرمايي: كومو ملتونو او هېوادونو چي د ظلم لار غوره كړې؛ موږ تباه كړي او د هر يوه د زوال او تباهي لپاره مو خاصه نېټه ټاكلې؛ مهلت وركړى شوى او د مهلت په پاى كي ئې د هغوى د ظلم ټغر ټول كړى او له غرور او مستي ئې اچولى. الله تعالى مهلت وركوي خو له ظالمانو د مظلوم انتقام نه هېروي!! په افغانستان كه د يوې پېړۍ په موده كي د دريو سترو سترو زبرځواكونو؛ بريتانيا، شوروي اتحاد او ناټو ماته او زوال د همدې الهي سنت مصداق دئ.
الله تعالى هغو سترو سترو تاريخي ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي په ترڅ كي ئې د زمانې ستر ظالم، بدمست او مغرور ځواكونه په زوال محكوم شوي؛ فرمايي: إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٖ ٣١ : يقيناً چي په دې كي هر صبر كوونكى مجاهد او شكر كوونكي انسان ته ډېري نښي او لارښووني دي.
د شوروي اتحاد ماته او زوال د بشرى تاريخ تر ټولو ستره واقعه ده، په عامه توگه د ټول انساني تاريخ او په خاصه توگه د افغانستان د تاريخ؛ نظير ئې په بشري تاريخ كي نشو موندلى؛ د فرعون تر زوال هم ستره او د بريتانيا تر زوال هم ستره.
د خپل مهربان رب د پراخو پېرزوينو ممنون يو چي زموږ مجاهد ملت ته ئې په دې ستر تاريخي جنگ كي بريا ورپه برخه كړه؛ په دې بريا او افتخار كي د حزب اسلامي د مجاهدينو ځلانده ونډه وه؛ دا جهاد هم له فكري پلوه حزب اسلامي پيل كړ او هم له نظامي پلوه؛ د جهاد له پيل تر پايه؛ حزب اسلامي د مقاومت د ملا تير وو.
شوروي ځواكونو دا آرمان له ځان سره گور ته يووړ چي د حزب اسلامي يو عادي قومندان وپېري، تسليمېدو يا د اوربند منلو ته ئې چمتو كړي.
د دلو 26 زموږ د تاريخ تر ټولو ستره ورځ ده، په تاريخ كي ئې بېلگه نه مومو.
په همدې ورځ د شوروي ځواكونه وروستى افسر د افغانستان له خاوري د حيرتان پل له لاري ترمذ ته تېر شو، د دوى قومندان جنرال گراموف؛ له پولي د تېرېدو په وخت كي وويل: پر افغانستان تېرى يوه غلطي وه او روسان به داسي غلطي بيا تكرار نه كړي!! دا غلطي يوازي داسي نه وه چي دوى ئې په يوه ناكام جنگ كي ښكيل او له تاريخي ماتي سره ئې مخامخ كړل، بلكي د شوروي اتحاد په متلاشي كېدو او زوال منتج شوه.
الله تعالى افغانانو ته د دې توفيق وركړ چي خپل هېواد د شوروى له سلطې آزاد كړي، د آزادۍ په هغه اوږد او نابرابر جنگ كي ئې دوى ته لوړ همت او صبر ورپه برخه كړ، د خپل كور كلي ورانېدل ئې ومنل خو د خپل بام پر سر ئې د پرديو د بيرغ رپېدل ونه زغمل، سترو سترو قربانيو ته چمتو شول خو د پرديو په وړاندي ئې سر ټيټ نه كړ. الله تعالى د دغه جهاد، همت او صبر په وجه دوى ته دا ستره او تاريخي بريا ورپه برخه كړه.
يو نيم مليون شهيدان،
6 مليون مهاجرين
يو مليون دوه سوه زره كورونه ورانېدل
دا هر څه ئې د آزدۍ لپاره قبول كړل، خو غلامي ئې ونه منله.
د شوروي ځواكونو د ماتي په افتخار كي ډېر ځان شريك گڼي او خپل سر او سينې ته گوته نيسي؛ د مړه شامار په وينو ډېرو خپلي چړې سرې كړې دي!!
امريكا او غرب په مجموع كي هم ځان د دې جنگ فاتح گڼي؛ ځيني ئې د سټينگر فتح گڼي!! زموږ گاونډيان هم، حتى هغه هم چي له روسانو سره ئې اوربندونه كړي وو او د مجاهدينو په خلاف ئې له شوروي ځواكونو سره د گډو عملياتو معاهدې درلودې؛ او د همدې معاهدو له مخي ئې د شوروي ځواكونو د قطارونو امنيت ساتلو او پر دوى به ئې د مجاهدينو د بريدونو مخنيوى كولو.
خو واقعي فاتحين هغه مؤمن مجاهدين دي چي د الله په لار كي او د آزادۍ لپاره ئې خپل سرونه نذرانه كړل؛ هغه چي د خپل سر غوڅېدل ئې ومنل خو د دښمن په وړاندي ئې سر ټيټول ونه منل. هغه چي هر اشغالگر راغلى نو دوى ئې د مقاومت په لومړۍ كرښي كي موندلي؛ او د اشغالگرانو د وروستي سرتېري تر ايستلو ئې خپله وسله پر زمكه نه ده اېښې.
