د ارګ د اوسنیو او د شورای نظار د پخوانیو ماشومانو په ځواب کې!
عبد الولي ایوبي
د وطن حالات نازک دي او ټول بايد په ګډه زخمونه ورغوو، دنويو دښمنيو او جبهو پرانيستل دهېچا په ګټه ندي اما يوڅه بايد روښانه شي چې حکمتيار صيب ته دې هغه کسان نصيحت نه کوي چې ښه مخينه نلري تر ټولو مهمه داچې صالح هم د حکمتيار خبرې په سياسي ټوکو تعبير کړي اما دا يې هېر دي چې پرون يې تجارانو ته د ناموسي ښکنځلو معادل الفاظ کارولي او د اووه سوه ميليون ډالرو تاوان برسېره يې په زخمونو مالګې دوړوي او وايي چې سر مو شته خولۍ به ورته پيداشي، صالح ځکه دسر خبره کوي چې په پښتنو کې يې د سر سړى نده پريښى او د ډېرو سرونه يې خوندي کړي يواځې خولۍ يې پاته دي د شينډنډ پېښه يې کره ثبوت ده؛
صالح چې دامنيت رئيس وو له پښتنو يې زندانونه ډک کړي وو او د هغوى له مزيد زورېدو يې خوند اخيست.
صالح که دحکمتيار خبرې ټوکې بولي بيانو دوى تر ټولو ستر ټوکماران دي د ټاکنو په مهال به يې په کږه خوله دا نعره کوله ما ارګ را تسخير مېکنيم و حکومت فاشيستى هېچګاه قابل قبول نيست او د عبدالله مړوند به يې محکم کړ او زورونه به يې وهل؛ اوس ولې دنورو خلکو ورته غږ ناروا او مسخرې بولي؟؟
صالح ملامت نده د ارګ مزه يې وليده او پوره سل ورځې يې دسهار شپږنيمې ټوکې او مسخرې وکړې د پلازمېنې امنيت يې دغه حال ته راوستلو اوڅوک ترې دپوښتنې حق نه لري.
نن عبدالله هم ورته خبره کړې؛ ويلي يې دي چې ځينو سياسونو ته ميکرافون په لاس ورشي بيا هرڅه وايي که يو څوک ترې وپوښتي تا چې کورت خوله کې ژوولو او ويل به دې قطعه قطعه شوم حکومت تقلبي نمې پذيريم، براى يک ثانيه او ټوله نړۍ کې د ګل مرجان په نامه مشهور شوې، سوګند دې وکړ اما همغه قرآن ته دې اعتنا ونه کړه او د همغه غني تر امر لاندې دې کار شروع کړ؛ چې تا دنړۍ لمړى درجه متقلب بللو او له ډېره جوشه دې ګړنګ و وتل په کاغذي دستمال پسې دې سترګې ووتې، کوم تغير راغلى چې دوه ځله 180 درجې واووښتې؟؟ ګيله ځکه نده پکار چې تا په قرآن هم بريک ونه نيولو او هغه دې دڅوکۍ لپاره وسيله کړ.
راځم ځينو ډرتکيانو ته چې په وړه خوله لويې خبرې کوي او نظام نظام نعرې وهي اول خو موږ ټول دنظام د بقا او پايښت ملاتړي يو خو نظام د فاسدو چارواکو ګروي او بووګرى نده چې شلغم پکښې کري او يا مولۍ.
حکمتيار دکوم اسلامي خلافت د نسکورېدو خبره نده کړې چې په کاشغر او اصفهان به اسلامي بيرغ ورپوي بلکې د نظام دتقويې او د پايښت لپاره یې د مفسدو حکامو د عزل خبره کړې او بايد داسې مشر ولرو چې د نظام د بقا لپاره بنسټونه تقويه کړي، د خپلې بقاء لپاره سياسي رشوتونه ورنه کړي او د نظام يو عسکر ته څوک کاږه ونشي کتلى، له دې جنابانو څو پوښتنې لرم
عليپور دنظام عسکر بېنډۍ او قورمه کړل ولې يې غني نه ګټي؟؟؟
محقق يې داجرائيه رياست څخه ګوښه کړ چې 5کاله يې قانوني حق وو اما نن يې دکوم مصلحت په بنياد بيا ارګ ته دننه کړ؟؟؟
دوستم يې خپلې څوکۍ ته نه پرېښوده اوس يې د قرآن حفظ وکړ او که دبخاري شريف دوره چې مارشال او ښامار شو؟؟؟
دڅوکيو خريد او فروش باندې نه يۍ خبر؟؟؟
دقيصاري نيولو کې يې ولې دنظام عسکر و وژل اوس ولې امتيازات ورکوي؟؟؟
که زره قدرې وجدان لرۍ واچوۍ ځواب عطا نور باندې ځانګړې ليکنه لرم هغه کې ډير کار شته.
