No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کندز ولایتي شورا غړی، خالدین حکیمي وايي تېره شپه د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې ۷ تنو سیمه ییز پاڅونکوونکو ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان دي.

: ‏در ۴ ماه ۱۱مدافع حقوق بشر و کارمند رسانه‌یی افغان جان باخته‌اند.

: ‏د هرات ولایتي شورا غړی، وکیل احمد کرخي وايي طالبانو تېره ورځ کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ۱۱ کارکوونکي تښتولي چې وروسته یې ۴ ازاد کړي، خو اووه نور یې لا هم د یادې ډلې بند کې دي.

د هرات والي، سید وحید قتالي هم د کارګرو تښتول تاییدوي، خو د شمېر په تړاو یې څه نه دي ویلي.

: زابل او ارزګان ولایتونو دوو جلا پېښو کې پنځو افغان سرتېرو ژوند بایللی او درې نور ټپيان دي.

د زابل امنیه قومندان، حکمت کوچی وايي وسله‌والو تېره شپه(یکشنبې د سلواغې په ۲۶مه نېټه) د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې پایله کې یې څلورو سرتېرو ژوند بایللی دی.

ښاغلی کوچی زیاتوي پېښه د کلات ښار او شهرصفا ولسوالۍ تر منځ لویې لارې پر پل سنگي سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې د وسله والو برید پایله کې شوې ده.

: ‏وحید قتالي: ‏د دې لپاره چې بیا په ګمروکونو کې ګڼه ګونه رامنځته نشي، تابیاوې نیول شوې دي او د مالیې وزارت په همکارۍ به پلي شي.

د اورلګېدو پرمهال د دې پرځای چې د اور مړه کېدو ته پام وشي، خلک د توکو په خوندي کولو بوخت و، او دا د اور پراخېدو لامل شو، خو هر چا چې غفلت کړی وي او بې قانوني یې کړې وي، ورسره قانوني چلند کیږي او موږ یې په تړاو هم اسناد لرو.

اورلګېدو پېښه کې تر اوسه د چا وژل کېدو راپور نه دی ورکړی شوی، خو موږ یې بیا هم په تړاو څېړنه کوو، ځکه چې پېښه ډېره پراخه وه.

: ‏د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي چې که څه هم تر اوسه د هرات اسلام کلا بندر کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله د اوښتو مالي زیانونو کره اندازه نه ده جوته خو د نوموړي په خبره، ممکن په دې پېښه کې تر اووه سوه میلیونه ډالرو پورې زیانونه اوښتي وي.

: ‏پوهنې وزارت وایي چې د هېواد په نسبتاً سړو سیمو کې به راتلونکی ۱۴۰۰ تعلیمي کال د وري میاشتې په درېیمه او په ډېرو سړو سیمو کې به د غویي (ثور) میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي. یاد وزارت دغه راز د ۱۳۹۹ لمریز کال د کلنیو ازموینو نیټې پیل او پای هم په لاندې ډول اعلان کړی دی.

: ‏حج او اوقافو وزارت وایي چې سعودي عربستان ته یې د حاجیانو د لېږدولو لپاره چمتوالی پیل کړی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د اریانا افغان او کام ایر هوايې شرکتونو په راتلونکي لمریز کال کې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدولو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی.

: ‏د هرات په اسلام کلا بندر کې اورلګېدنې سوداګرو ته په میلیونونه ډالر تاوان اړولی دی. شمېر هغو سوداګرو چې په دغه اورلګېدنه کې زیانمن شوي دي رسنیو ته ویلي چې د دولت د څو تنو فاسدو مامورینو له لاسه په میلیونونه ډالرو زیان ور اوښتی دی.

: ‏په کابل کې د ملګري ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما په خپل تازه راپور کې ویلي چې د سولې خبرو له پیله سره هم مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او دغو بریدونو د سولې پر پروسې د خلکو باور زیانمن کړی دی.

: ‏په میدان وردګو ولایت کې د علي پور پر خلاف او ددغه ولایت د امنیه قومندان په ملاتړ لاریون شوی دی. لاریون کوونکي وایي چې علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی چې حکومت یې باید ونیسي.

: ‏واکنش چاووش‌اوغلو به سکوت غرب در برابر شهادت 13 شهروند ترکیه در گارا کشور عراق.

: ‏سخنگوی وزارت امورخارجه ایران: آمریکا همچنان بر رویه غلط دولت قبلی حرکت می‌کند. آنچه که امروز اتفاق می‌افتد با قبل از 20 ژانویه تغییری نکرده است.

‏کشته شدن اتباع غیرنظامی ترکیه در عملیات تروریستی محکوم است.

‏سخنگوی وزارت امورخارجه ایران بازداشت یکی از کارمندان کنسولگری این کشور در ترکیه را تکذیب کرد.

: ‏چاووش‌اوغلو: کشورهایی که به اصطلاح با تروریسم مبارزه می‌کنند در برابر کشتار گروه تروریستی پ.ک.ک سکوت اختیار کرده یا با اما و اگر رفع و رجوع می‌کنند.

: ‏فخرالدین کوجا، وزیر بهداشت ترکیه: امروز بیش از 500 هزار واکسن خواهیم زد. با افزایش تعداد واکسیناسیون، میزان مشکلات سلامتی نیز کاهش خواهد یافت.

: ‏اردوغان: ارتش ما با افتخار به سطحی رسیده که می‌تواند هر عملیاتی را که برای بقای ملت لازم باشد، صرف نظر از محدودیت‌های زمانی و مکانی، با موفقیت انجام دهد.

تا نابودی آخرین تروریست پ.ک.ک که به قاتلین مزدور تبدیل شده‌اند، به مبارزه خود ادامه خواهیم داد.

در زمینه ریشه‌کن کردن گروه‌های تروریستی با دولت مرکزی عراق و اقلیم کردنشین هم‌عقیده هستیم.

: ‏دستگیری 718 نفر به ظن همکاری با گروه تروریستی پ.ک.ک در ترکیه.

: ‏د سي ان ان د راپور له مخې د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپلو مهمو سلاکارانو سره څو ځله پر افغانستان او د سولې پر پروسه خبرې اترې کړې دي. په دغه خبرو کې دوو ګډونوالو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې د بایډن د ملي امنیت سلاکار ډېر تمرکز پر دې دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

‏په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر موټریز کاروان چاودنه کې لږ تر لږه لسو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د واڼه په بایي سړک د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

: ‏د عراقي پارلمان د امنیت او دفاع کمیسیون غړي بدر الزیادي پر امریکا تور پورې کړی دی چې د داعش او نورو ترهګرو په لېږد رالېږد کې لاس لري. هغه زیاته کړې، داسې شواهد لري چې امریکایي چورلکي او الوتکې له یو ځای څخه بل ځای ته د داعش ډلې غړي او نور ترهګر لېږدوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک