No-IMG

ترانه در جلسه 26 دلو - لوی عجیب تاریخ لری دنیا کې قهره مان وطن

دا افغانستان وطن دا افغانستان وطن.

زړه کې د آسیا اوسي ګوره هره خوا اوسي.

داسې بې پروا اوسي داسې بې پروا اوسي.

نه یې شي نیوی د هرکافر د زړه آرمان وطن.

دا افغانستان وطن...

څه اتل ځوانان لري واړه قهره مان لری.

ټول په دین قربان لري ټول په دین قربان لري.

دا د اکبرخان او د غازی محمدجانخان وطن.

دا افغانستان وطن....

ورک شو دخلقي نظام آ سیکولری نظام.

بد کمونستي نظام بدکمونستی نظام.

تش په نوم شعار و چې وطن د وی ودان وطن.

دا افغانستان وطن....

دلته چې راغلي دي بیا مو ځغلولي دي.

څومره شرمېدلي دي څومره شرمېدلي دي.

دا د هرطاغوت لپاره جوړ دی قبرستان وطن.

دا افغانستان وطن...

څه شول انګریزان د وخت هغه سره روسان د وخت.

تښتي به غربیان د وخت تښتي به غربیان دوخت.

ګوره یرغلګرو ته دی تندر د آسمان وطن.

دا افغانستان وطن ....

څومره دنګ تاریخ لري لوړ یې تر مریخ لري.

هرمشرک ته تریخ لری هر مشرک ته تریخ لري.

دغه عزتمنه ظالمانو ته طوفان وطن.

دا افغانستان وطن...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک