No-IMG

د سلواغې ۲۶ مه؛ د ښکېلاک د ماتولو سوبه اما په ښکېلاک پورې د ځان تړلتیا څخه د خلاصون بېوسي!

محمد خالد عمر

 

پدې کې هیڅ شک نشته چې پخواني شوروي اتحاد د یو نړۍ وال یا لږ تر لږه ختیځ هژمون په توګه په ګران هېواد لوڅ او څرګند یرغل وکړ او د دې یرغل په وړاندي افغان مقاومت هم یو شرعي مکلفیت او سپیڅلی جهاد وو؛ اما پدې کې هم شک مه ګڼۍ چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پیل او فکر قطعاً د متضادو او متقابلو سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو څخه بې اغیزې نه وو لکه څرنګه چې همدغسې اغیزې پر افغان جهاد باندي هم د انکار وړ نه دي. همدا راز دا هم د انکار وړ نه ده چې افغان مجاهدینو د وخت نه ماتیدونکی ځواک په تتۍ کړ او د هغه طوفان مخه یې ونیوله چې نه یې پر خپل مسیر انحناء منله او نه انکسار او دا د افغانستان د اشغال او ملي مقاومت له تراژیدۍ څخه راوتلې هغه خوږه ثمره وه چې د شوروي او کمونیزم له ډاره یې د سیمې او نړۍ د خولې او حلق تریخوالی پای ته ورساوه اما د افغان ملت خوله لاهم له وینو او حلق له غریو ډکه پاتي شوه او لاهم پاتي ده.

ستونزه څه وه او ولې؟

د پورته ذکر شوو انکار نه کېدونکو واقعیتونو د پاسه یو بل مسلم واقعیت داوو چې افغان ملت او  سیاسي او جهادي قیادتونو د اشغال او جهاد پر مهال قطعاً سیمه ییز او نړیوال سیاستونه، تضادونه او ټکرونه له پامه غورځولي وو او له قضیې سره له هر راز سیاسي تعامل پرته یې وچ کلک عقیدتي چلند کاوه؛ د دوه ښکیلو سیاسي او ایدیولوژیکو قطبونو ترمنځ یې له سیاسي محاسبې پرته نا انډوله تعامل اختیار کړی وو او تر ټولو بده داچې په دې جګړه کې یې عمداً یا سهواً خپله راتلونکې د لوبې په دوهم اړخ پورې تړلې وه؛ ځکه خو د شوروي ماتې او خروج او په تعقیب یې د ملي وفاق او سیاسي قیادت بحران  کابل عملاً د یو بل بیروني مداخله ګر متغیر لپاره ساز او چمتو ګرځولی وو او دا چمتو والی د بیرونیو لپاره یو عادي فرصت نه بلکه یوه لازمي غوښتنه ګرځيدلې وه چې بیا همداسې یو څه  وشول او لا هم ادامه لري او اوس موږ د سلواغې ۲۶ مه په داسې حال کې نمانځو چې نه له بیروني اشغاله په امن یو او نه هم له بیرون سره له تمام عیارې تړلتیا. او اوس بویه چې د سلواغې ۲۶ مه په هغه حد کې و نمانځو چې موږ یې له شوروي اشغاله خلاص کړي یو او په هغه حد کې یې وغندو چې تر شوروي یې په ځواکمن اشغال پورې تړلي یو او په دې سره به ایله د لوبې هغه بیلانس مرعی شي کوم چې موږ  د جهاد پر مهال د ختیځ او لویدیځ ترمنځ نه وو رعایت کړی.

اما؛

اما موضوع باید په پورته کرښو کې د ماضي تر تنقیده پورې لنډه پاتې نشي؛ بلکه اوس چې اټکلونه دادي چې موږ د یوې بلې سلواغې او یوې بلې شپږ ویشتمې د تجربې په درشل کې یو؛ له تیر څخه په پند اخیستلو سره یوازې یو، ډير ساده او آسانه درس او عبرت واخلو، داچې:

د راتلونکې سلواغې او شپږویشتمې د نمانځلو په خوښۍ کې ملت او هیواد د کوم بل ښکیلاک غیږې ته وانه چوو او په یو بل نیواک پورې یې ونه تړو.

همدا د جهاد او سیاست تر ټولو غوره پایله ده او تر بل هر څه زیات دې پر همدې نقطې تمرکز وشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک