ميراثي افکار پالنه
هره هغه عقيده، فکر، نظر پلؤې توب چې بي له ژؤر استدلال، علمي پلټنو پراخو څېړنو څخه نيؤل کيږي ړوند ميراثي پلؤې توب دى چې ددغه ړانده پلؤيتوب ستر زيان دا ؤي چي پلؤې ژؤر کره سهې له واقعاتو او حقايقو د خپل پلؤيتوب په اړؤند دلايل، منطق، وجوهات، اسناد شواهد نلري نو هغه به يوه ورځ د BBC رکه مرضي او غرضي رسنيو ډؤل ته ګنګس شؤى وي، بله ورځ د کوم مرضي غرضي هوسباز منافقانه شعارونو او تقريرونو ته، بله ورځ به د کوم کمونست يا غربپال نفس او هؤس پرست جعلي سياسي خبرو ته او که به داسي وي چې د چا پلؤې کؤي کوم موقف ئې نيؤلى وي نو په دې به خبر نه وي چې ما ولي دغه دريځ دغه موقف نيؤلى? زه له خپل رهبر خپل مشر خپل ګؤند څخه کوم کوم توقعات کؤلى شم? کوم کوم توقعات ددي ګؤند يا دې حزب له شان سره نه ښايې، کوم کوم ډؤل نېؤکي کؤلى شم? د نيؤکو اصول څنګه دي? کچيري کومه مشوره خپل مشر يا رهبر لپاره لرم نو زما د فکر او مشوري د سمتوب او ناسم توب مقياس او تول څه دى? څنګه او له کومي لياري مشؤره ورکؤل شم?
کله کله بيا داسي وي چې ناخبره ړوند باوره پلؤي داسي فکر کؤي چي دغه ګؤند يا حزب کوم هوټل دى چې د خپل هؤسون، جيب او خيټې ارمانونه پکي وکاږم، سياسي دلالي وکړم د ملي ارمانونو دلالي کولى شم بلکه دا احمقانه کړني خپل حق بولي فکر کؤي چون زه ددي ګؤند پلؤي يا پلؤۍ يم او ستر خدمت به دا يادؤې
چې له دې ګؤنده په دفاع مي ډير خفه کړې ډېر مي شکنځلي ډېر مي بي عزته کړي دي
حال دا چې دغه ډؤل احمقانه کار نه خدمت دى نه د کوم ښه ګؤند سياست او پاليسي ده نه د ګؤند غؤښتنه وه نه ده بلکه دا ستا خپل ايغويې يا نفسي کړني وي
#خو_الحمدالله
خالق تعالى د هر راز سياسي، اقتصادي، جاسوسي، نظامي، علمي او ټولنيزو موضوعاتو د پلټلو او څېړلو بي ساري امکانات راکړي دي چي يو ځل يوې موضوع پسي څرک واخلو هغه که د پنتاګون په مخفي دفاترو کي پټ رازونه وي يا د کرملن په ددفاترو د ميزونو په جيبونو کي يا د هغوى د مغزو په خونو کي مخفي پلانونه نو نشي راڅخه پټيداى
د خپلؤ ټولو امکاناتو، څيړنو او د تيرو 150 کلونو ټولي پيښې يوه يوه په ډير دقت سره ارزؤلو ورسته، او دخپل نفس، تعصب، ايګو، هؤس په مخالفت، دملي او اسلامي ارزښتونو سره په پرتله کؤلو دې پايلي ته رسيدلې يم چې
چې په اوس روان وخت کې (دحزب اسلامي) په څير له هره اړخه اهل ګؤند مو ونه موند او ددغه حزب د بنسټيز سياست بېلګه مې په هيواد نه بلکه په اسيا کي ونه موندله.
لکه څومره چې دا حزب ستر بنسټپال دى تر هغه څو پرتلي زيات له هره اړخه يو اهل امير لري چې هغه محترم حکمتيار صاحب دى.
خو دا يوه طبعي خبره ده چې عموما انسانان خصوصا ځيني افغانان د شرق او غرب، د هند او ايران پاکستان او د لغړو سينماګانو، د جوګيزم او مزموم انګلیسيزم له وجي نفس پرست ډله پرست ماده پرست او هؤس پرست شؤې دي
دا چي اسلامي حزب يو ژؤر نړۍ وال او داخلي بنسټپال حزب دى ځکه ئې د مخاليفينو (نفس او هؤس پرستانو) شمير هم ډېر زيات دى.
تاسو عملي ازموينه وکړئ هر څوک چې د حکمتيار او حزب اسلامي مخالف وي حتماٌ به لاندي ستونزي لري
1- معلومات به ئې ډېر معمولي سطحي او په عبس جذباتو احساساتو او ډلپرستي خرافاتي پرو پاګند او تبلیغاتو ولاړ وي.
2-که يو له نفس او هؤس څخه به عاري کس وي هېڅ کوم څه به بنسټېز نه تعريف کؤلى شي نه به ئې پيژني
3- حتماٌ به يا د شرق يا غرب يا د مضرو مرضمنو غرصمنو همسايه ګانو په کومه لومه کي نښتى وي او له ځانه به خبر هم نه وي، فکر سوچ به ئې اشغال شؤى وي په دې وجه به ډېر پوچ فاش شکنځل نفرت کرکه ښکارؤي
4- يا به تش په نوم داسي بي خبره حزبيان وې چې دهغوئ تمه توقع به له امير او حزب څخه لکه د دې نورو لنډغرو، کمونستانو، پرچميانو، بي شرمه غربيانو غوندي معامله ګري او چوکۍ پرستي ډالر پرستي وي، حال دا چې بنسټپالنه د هرڅه هر حرکت لپاره يو چوکاټ لري،
چې دا 4 ستونزي ونلري او پراخې نړۍ والي څيړني ولري ژؤر کره سهي اسلامي تاريخي معلومات ولري نو هغه به هېڅکله هم حکمتيار شخصیت او د حزب اسلامي شتون ته په تروش نظر ونه ګوري
همدا وجه وه ما هم ډېر په وياړ 2017 کال کي شعوري مطالعاتي څېړنيز ددي ستر بنسټپال حزب بيعت په خؤښۍ ومانه او تر هغو چې دې حزب اسلامي او ملي ارزښتونو ضد کړني پخپله ماته ثابتي شؤې نه وي هېڅکله به دهيچا په تبلیغاتو خبرو يا خپلو نفسي غؤښتنو يا مالي تقاضاؤ يا د چوکۍ او موقف پخاطر د سرکشي ګستاخي ونکړم. نه يوازي ما بلکه هره ورځ يو ستر څيړندوى يا څيړندويه ميرمن ولو افغانان يا بهرني بنسټپال مسلمانان د حکمتيار صيب بيعت په وياړ قبلؤي.
بلکه ان شاﺀ الله د حالاتو له سمون سره سم به له خپلو عايداتو څخه حتماٌ خامخا لس سلنه د حزب اسلامي تعاوني صندوق يا بيت المال سره مرسته کؤم
زه تمه نلرم ماته به يوه ورځ حزب اسلامي يا حکمتيار کومه چوکۍ راکړي او نه زه هېڅکله کومه دؤلتي دنده کؤم بلکه ددي لپاره چي راته ثابته ده چې دغه ستر حزب او دروند امير ئې اوس مهال په نړۍ کي يوازيني سهي رښتني بنسټپالان دي او زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو پالنه ساتنه کؤي افکار روزي دا خدمت يي ماته کافي او عالي دى.
