مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: در پی آتشسوزی در گمرک اسلام قلعه دهها تانکر گاز و مواد نفتی انفجار کردهاند.
سید وحید قتالی، والی هرات میگوید که این آتشسوزی گسترده، هنوز جریان دارد و برای مهار آن از ایران کمک خواسته شدهاست.
بهگفتۀ قتالی، برای مهار این آتشسوزی امکانات کافی در هرات وجود ندارد.
✒: د کابل ځينې برخې په تېرو دوو شپو او ورځو کې د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو شاهد وې.
په یوې دغې جنایي پېښه کې د کابل په چنداول سیمه کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د جمعې پر ورځ یې ناپيژانده وسله والو ځوان زوی په ډزو سره وواژه د دې کورنۍ په وینا په دې پېښه کې یو بل کس هم ټپي شوی دی.
د مرتضی پلار عبدالله وايي:«داسې اولاد و چې له چا سره یې راکړه ورکړه نه لرله، غریب کاره هلک و سهار ته او ماښام راته.»
د مرتضی مور شهناز هم وویل:«قاتل څوک دی او ولې یې وواهه؟ باید وڅېړل شي.»
✒: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې طالبان د مذاکرې واک نه لري او تراوسه یې سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې.
ښاغلي محب چې نن له غرمې وروسته د ملي امنیت له رییس او د دفاع وزارت له مرستیال سره ګډې خبري ناسته کې وینا کوله، ټینګار وکړ چې طالبان غواړي په مطلقه او بشپړه توګه واک ترلاسه کړي.
ښاغلي محب زیاته کړه:«د هغوی مشران (طالبانو) په بشپړه توګه واک غواړي او باداران یې د افغانستان ویجاړول غواړي او د دغو دوو په منځ کې موږ د یوې لارې د پيدا کولو په هڅه کې یوو چې سولې ته ورسېږو.»
✒: د اسلام کلا بندر کمیسار مهراالله بلوچ وايي چې په دغه بندر کې د نننۍ اورلګېدنې په لړ کې ۵۰۰ د تېلو او ګازو ټانګرونه سوځېدلي دي.
د هغه په وینا، اورلګېدنه مړه شوې نه ده.
✒: د پژواک خبري اژانس څېړنه د دې ښودنه کوي چې د افغانستان ۵۲ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده؛ خو ۵۹ سلنه خلک د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي.
پژواک خبري آژانس وایي چې دا موندنې یې د روان کال د لیندۍ میاشتې له لسمې د سلواغې میاشتې تر پنځه لسمې تر لاسه کړې دي.
د پژواک خبري اژانس همدارنګه وايي چې دولت او طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو د سلنې په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.
✒: ادارۀ تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) اعلام کردهاست که پس از این وارد کنندهگان تلفنهای همراه مکلف اند تا از این اداره جواز بگیرند.
ادارۀ اترا گفتهاست که بهمنظور جلوگیری از دزدی شدن تلفنهای همراه و جرایم امنیتی اقدام به این کار کردهاست.
✒: شرکت برشنا میگوید که در پی آتشسوزی در «بندر اسلام قلعه» برق وارداتی ایران به ولایت هرات قطع شدهاست.
✒: در حمله افراد مسلح ناشناس در بلخ، یک بزرگ قومی جان باخت.
عادلشاه عادل، سخنگوی پولیس بلخ، میگوید این رویداد صبح امروز شنبه در ناحیه دهم شهر مزارشریف رخ داد.
✒: یک انفجار موتر حامل نیروهای پولیس را در ولسوالی چپه دره ولایت کنر آماج قرار داد.
دین محمد، عضو شورای ولایتی کنر به رسانه ها تأیید می کند که در این انفجار، پنج پولیس به شمول یک فرمانده آنان به نام فیروز، جان باختند.
مسوولیت این انفجار را تاکنون هیچ گروهی نپذیرفته است.
✒: داعش ډله چې په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو، امریکایي نظامیانو او طالبانو تر سختو بریدونو او فشارونو لاندې په بشپړه توګه د له منځه تلو راپورونه ورکړل شول، اوس تازه د امریکا نظامي او اطلاعاتي چارواکو ویلي چې دا ډله پراخو بریدونو ته د چمتوالي په حال کې دي.
✒: د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هر هغه روغتون چې د ټپي او د هغه د پایوازانو د هویت له ثبت څخه پرته د ټپي درملنه وکړي د جرم شریک او مجرم دی.
✒: د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند کوهک غونډۍ سره پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی او وروسته جګړه پيل شوې. ويل کيږي چاودنه دومره زوروره وه، چې د ښار ځينو برخو کې یې هم غږ اورېدل شوی.
✒: د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د يو شان کېدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.
✒: په لومړي ځل د خوست د غلام خان له لارې ټرانزیټي محموله تر سره او د ولسونو لخوا یې تود هر کلی وشو. په دې مراسمو کې د خوست ولسونو د هغو باروړونکو موټرو تود هرکلی وکړ، چې په ترانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسېدل.
✒: پولیس کندهار در یک خبرنامه می گوید که صبح امروز در یک انفجار موتر بم گذاری شده بر یک پوسته نیروهای امنیتی در ولسوالی ارغنداب ولایت کندهار، هفت تن از نیروهای پولیس زخم برداشته اند.
✒: لانګ وار نشریه وايي، طالبان په افغانستان کې یوځل بیا د اسلامي امارت د بیا احیا کېدو هڅې کوي. یاده نشریه په جهاد غږ ویبپاڼه کې د طالبانو د خپرې شوې اعلامیې په حواله وايي چې طالبان د ملا هېبت الله اخوند په مشرۍ د اسلامي بیا حاکمېدل غواړي.
✒: ایران په افغانستان کې د پراخ نفوذ په لټه کې دی. د نړیوال امنیت د ارزونې او تحلیل مرکز یا سوفان یوه څېړونکي په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې ایران په افغانستان کې د پراخ نفوذ او په روانو تحولاتو کې ځان ته د مهم ځای د پیدا کولو په لټه کې دی.
✒: امریکا د ګوانتنامو زندان د تړلو پرېکړه کړې ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي چې بایډن د ګوانتنامو د تړلو پلوی دی. بلخوا د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم ویلي چې پنټاګون ددغه زندان د تړلو ملاتړ کوي.
✒: طالبانو یوازې د امریکایي سرتېرو د وتلو او خپلو زندانیانو د خوشي کولو لپاره له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې. امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي.
✒: د المان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سرتېري به یې تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي څو پورې چې بین الافغاني مذاکرات یوې مثبتې پایلې ته رسېدلې نه وي. هایکو ماس زیاته کړې، مخکې تر دې چې په افغانستان کې یې د سرتېرو ماموریت پای ته ورسېږي باید تمدید شي.
✒: ملګرو ملتونو د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اسراییل د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له پیله تر اوسه په اشغالي سیمو کې له ۱۷۸ کورونو څخه استوګن په زور ایستلي او کورونه یې نړولي دي. اوچا په خپل راپور کې لیکلي، چې د اسراییل دا کار د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون د ۲۵۹ کسانو د بې کوره کېدو سبب شوی دی.
✒: د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره پام وړ مرسته کوي. نوموړي زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه ناټو سره مشوره وکړي.
