اسدالله هارون یوازينې افغان چې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی
اسدالله هارون اوس یوازينې افغان دی چې د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی، د نصرت مينې شمشتو کمپ کې د هغه مور پلار د خپل زوی له پاره د عدالت غوښتنه کوي او هیله لري چې حد اقل یو وار خپل زوی خپلې غیږې ته نږدې کړي، لوی ظلم او بې غوری د کابل حکومت د چارواکو لخوا د هارون او د هارون محترمی کورنی باندی روان دی، باید د محترم هارون او کورنۍ سره همدردی او خواخوږی غږ پورته شي، تر څو دیر ژر د گوانتانامو زندان څخه بې گناه اسدالله هارون أزاد، او د خپلې کورنۍ سره یو ځای شي او خپلی ناروغی مور دیدن وکړي.
بلخوا د اسد الله هارون ورور رومان شيرزاد وايي چې زما د مظلوم اسیر ورور اسدالله هارون گوانتانامو زندان کې ۱۴ کاله پوه شول
اسد الله(شیرزاد) د ګوانتانامو وحشي زندان کې د بندي کېدو ۱۴ کاله پوره شول.
اسد الله(شیرزاد) هارون امریکایي، صلیبي، اشغالګرو ځواکونو د ۱۳۸۵هـ ش کال د دلوې د میاشتې په ۱۱ چې د۲۰۰۷ کال د جنوري د ۳۰ سره سمون خوري د شپې تقریباً ۱۲ بجې د ننګرهار کانال په ۱۱ یوولسمه ویاله کې د مرحوم مأمور عبد الحی په کور کې کیلمه وه ونیولو، په همدې شپه یې د جلال اباد هوایي میدان ته، او بیا یې په همدې شپه سهار ته نږدې وخت کې د ننګرهار ملي امنیت ته انتقال کړ، د دلوې د میاشتې په ۱۴ ماښام یې د ننګرهار د ملي امنیت نه کابل کې د ملي امنیت ۱۷ ریاست ته انتقال کړ چې د شپې په ۹ بجو یاد ریاست ته ورسید، په ۱۷ ریاست کې تر څو ساعته پاتې کیدو وروسته یې په همدې شپه بګرام ته انتقال کړ، بګرام کې تقریباً تر۴ میاشتو تیرولو وروسته یې ګوانتنامو ته انتقال کړ، چې لا تر اوسه هم په ګوانتنامو زندان کې د بندترخې شپې او ورځې تیروي.
راځۍ! ټول افغان ملسلمان ولسخپل رب ته لاسونه پورته کړو او د هارون د راخوشې کیدو لپاره د اخلاص نه ډکه دعا وکړو اوه پرافغان چارواکوکه هغه حکومت دی یا طالبان اخلاقي فشارواچووچې دغه افغان بندي دګوانتاناموله ظالم زندان څخه راخوشي کړي اوخپل ملي او اسلامي مسئولیت اداکړي اودا ډول د قطرد صلحې د مرکچیانو پلاووپردواړوطرفونودولت اوطالبانو خپل اسلامي،انسانی غږکووچې له مونږسره په دغه المیه اوستونزه کې له هرډول مرستې دریغ ونکړي اوپرامریکایې لورې ټینګاروکړې چې د صلحې د خبروپه جریان کې اسدالله (شیرزاد) راخوشي کړي چې دابه هم د صلحې لپاره یوګام وي اود ملت زړونوکې به امیدونه راوټوکوي.
