حکمتيار: په معاهدې كي چي امريكا څه ترلاسه كړي؛ تر دې زيات نشي ترلاسه كولى
امريكا بايد دا درك كړي چي نه دا جنگ گټلى شي، نه طالبان دې ته اړ كولى شي چي د مې له مياشتي وروسته د امريكايي ځواكونو حضور ومني او نه هم د كابل حكومت په واك كي ساتلى شي!
داسي ښكاري چي جوبايدن غواړي د هغو نظامي كړيو حمايت ترلاسه كړي چي د جنگ دوام او تر مې مياشتي وروسته هم په افغانستان كي د امريكا د نظامي او استخباراتي فعال حضور غوښتونكي دي.
جوبايدن ته په كار دا ده چي د اوباما اشتباهات تكرار نكړي، هغه ته ښه فرصت په لاس ورغلى وو چي د افغانستان جگړه پاى ته ورسوي او د خپلو سرتېرو د مزيد مرگ ژوبلي مخه ونيسي، خو له يوې خوا د خپلو هغو نړۍ والو او سيمه ايزو رقيبانو په لومي كي ونښت چي غوښتل ئې امريكا څه موده نور هم د افغانستان په ناكام جنگ كي ښكېل پاته شي؛ او د شوروي اتحاد د ماتي انتقام ترې واخلي او له بل لوري؛ د هغو جنگ غوښتونكو جنرالانو غوښتنو ته تسليم شو چي جنگ ډېر څه وركول. جوبايدن ته د افغانستان د جنگ ختمولو ښه فرصت په لاس ورغلى؛ كه له طالبانو سره د شوې معاهدې پايلي مثبتي وې؛ دى به ئې په افتخار كي شريك وي او كه ښې نه وې؛ مسئوليت به ئې د ده رقيب؛ ټرامپ او د هغه حكومت ته متوجه وي.
امريكا بايد دا درك كړي چي نه دا جنگ گټلى شي، نه طالبان دې ته اړ كولى شي چي د مې له مياشتي وروسته د امريكايي ځواكونو حضور ومني او نه هم د كابل حكومت په واك كي ساتلى شي. په معاهدې كي چي امريكا څه ترلاسه كړي؛ تر دې زيات نشي ترلاسه كولى.
په قطر كي د طالبانو سياسي مشران؛ حتى تر سختو فشارونو لاندي هم؛ نشي كولى د خپلو جنگياليو او افغان ولس د غوښتنو او رأيي خلاف يا دا ومني چي بهرني ځواكونه او د دوى لاسپوڅي حكومت دي پاته وي او طالب جنگيالي له جگړي لاس واخلي.
