د اسد الله هارون د آزادۍ لپاره د ورور حکمتيار او د حزب مشرانو هڅې
یقینا د حزب اسلامي ټول مشران او مجاهدین د حزب اسلامی بندی اسدالله هارون باندې سخت خفه دي په گوانتانامو کې یوازینی افغان بندي دی. او محترمه کورنۍ يې هم سخت پریشانه او زوریږی.
نن دوه ژورنالیستانو ماسره تماس نیولی وو هغوی وویل حزب اسلامی په تیرو څلورنیم کالو کی د هارون په اړه کوم کوششونه کړی دی ؟
مونږ تراوسه داسدالله هارون په اړه څومره چې ممکنه وه قانوني کوشش کړی دی.
- لسگونه ځلې د کابل حکومت ته عریضې وړاندې او غوښتنی کړی .
- گډ کمیسون مشرانو ته خپلواک او نورو ته
- شورای امنیت د وخت مشر اتمر ته
- وزیر خارجه صلاح الدین ته.
- څو ځله رئیس جمهور ته.
- یوناما مشرانو ته.
- اتحاديه اروپا مسئولینو ته.
- د امریکا سفارت.
- خلیلزاد ته.
- وزیر خارجه اتمر ته
- شوری امنیت محب ته.
- گډ کمیسون مشر ضیاءالحق امرخیل ته
- امریکا کې دوه وکیلانو ته
- لندن کې یوه اجتماعي مدني فعالې ته.
- تلویزونو ته مرکې او گزارشونه
- ننگرهار کې احتجاج.
- دوحه او پاکستان کې طالبانو مشرانو ته.
پدی اړه محترم حکمتیار صاحب.
او نورو د حزب مشرانو هر یو په خپل وار کوشش کړی دی. او د اسدالله هارون ازادیدلو غوښتنه کړی ده.
اسدالله هارون زما نږدی ملگری هم وو
دوه کاله مخکی ما ورسره تیلفونی خبری گوانتانامو کی د سره صلیب د لاری کړی وی.
الله پاک دې ژر او په خیرازاد کړي
تولو وروڼو ته دی الله پاک عظیم اجرورکړي چې د هارون په اړه کوشش او دعاگانې کوي.
