No-IMG

حکمتیار: د دوحې مذاكراتو كي داسي طرح د مذاكراتو پر مېز اېښودل شوې چي غير عملي ده

د دغو مذاكراتو ځيني اساسي ستونزي دا دي:

الف- دوحه كي يوازي دوه لوري؛ د كابل حكومت او طالبان؛ په مذاكراتو بوخت دي؛ د كابل هيئت يوازي د ارگ اسازيتوب كولى شي؛ نه د نورو اغېزمنو لوريو؛ د حكومت سياسي اپوزيسيون هم په كي شريك نه دئ او په حكومت كي شامل ځيني سياسي گوندونه هم؛ هيئت يوازي د اشرف غني په خوښه جوړ شوى او مديريت ئې په بشپړه توگه د ده په لاس كي دئ. نه د هيئت د تركيب په اړه سياسي اجماع رامنځته شوې او نه د سولي د طرحي او د مديريت د څرنگوالي په اړه؛ داكتر اشرف غني نه غواړي د سولي په ارتباط بل لورى له ځان سره په تصميم او مديريت كي شريك كړي؛ دا ځكه چي هغه يوازي د خپل اقتدار دوام غواړي او داسي سوله قطعاً نه خوښوی چي د ده د اقتدار دوام وگواښي.

ب- بله اساسي ستونزه دا ده چي د دوحې مذاكراتو كي داسي طرح د مذاكراتو پر مېز اېښودل شوې چي غير عملي ده؛ د دې طرحي بنسټ پر داسي موقت حكومت اېښودل شوى چي د دوو لوريو تر منځ د اقتدار د وېش غوښتنه كوي!! چي د همدې حكومت وزارتونه به د هغو ډلو ترمنځ وېشل كېږي چي نږدې څلور لسيزي يو د بل خلاف جنگېدلې؛ ډېرى ئې په هغو بهرنيو رقيبو استخباراتي شبكو پوري تړلې دي چي د افغانستان نيابتي جگړه ئې پيل كړې او ترننه پرې پانگونه كوي!! قطعاً محال ده چي دا متخاصمي ډلي وكولى شي تر يوه سقف لاندي؛ كار وكړي او متحد يولاسى حكومت جوړ كړى شي. عجيبه لا دا چي همدا حكومت به هم د اساسي قانون د تسويد او تصويب دنده ترسره كوي او هم به د راتلونكي نظام د څرنگوالي په اړه وروستى تصميم نيسي؛ يعني چي هر څه به د وېش پر بنسټ مخكي درومي!! چي دا يقيناً له نه حل كېدونكو شخړو ډکه او پېچلې طرحه ده!! دې ته هم اعتناء نه ده شوې چي د اساسي قانون په څېر مهم ملي مسائل؛ او نور ستر ستر كارونه؛ له يوې خوا داسي مرجع ايجابوي چي د ټول ملت د استازيتوب وړتيا ولري؛ نه د دوو جنگي ډلو تر منځ د معاملې پر بنسټ جوړه شوې اداره!! له بلي خوا اوږده موده او اوږده بحثونه ايجابوي؛ د ضعيف موقت حكومت په دوام منتج كېږي؛ ضعيف، غيرمنتخب، د ولس له تأييد محروم حكومت نشي كولى دا ستر ستر كارونه؛ هغه هم په لنډه موده كي او د افغانستان په څېر لانجمنو شرائطو كي ترسره كړي؛ له بلي خوا قطعاً د منلو نه دئ چي داسي مهم ملي مسائل د هغه كمزوري حكومت رحم و كرم ته پرېښودل شي چي د يوې اضطراري معاملې په نتيجه كي؛ يوازي د دوو لوريو ترمنځ؛ له هېواد بهر؛ او د ولس رأيي ته له مراجعې پرته جوړېږي!!! 

ج- د افغانستان ډېرى سياسي لوري په دې نظر دي چي د دوحې مذاكراتو كي تر بحث لاندي طرح؛ د ستونزو د حل او كمولو پر ځاى مزيد ستونزي زېږوي. مناسبه او عملي حل لاره دا گڼي چي:

•             يو داسي غيرائتلافي موقت حكومت رامنځته شي چي جمهور رئيس او د كابينې غړي ئې بي طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي؛ په تېرو جنگونو كي ښكېل شوي نه وي، په كوم سياسي گوند او كوم بهرني هېواد پوري تړلي نه وي، په راتلونكو انتخاباتو كي هم كانديد نشي او د كوم انتخاباتي ټيم حمايت او ملگرتيا ونه كړي.

•             د دې حكومت تر څنگ بايد داسي د تصميم عالي مرجع رامنځته شي چي د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو مشران احتواء كړي. د موقت حكومت مشر به هم د دې شورى غړى وي، د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه د پرېكړو وروستۍ مرجع به همدا شورى وي او حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي.

•             د موقت حكومت اساسي دندي بايد دا وي: د انتخاباتو نوى قانون تسويد او تصويبول، د انتخاباتو نوى كميسيون جوړول، د همدې قانون مطابق انتخابات ترسره كول، د دې انتخاباتو په نتيجه كي به هم منتخب جمهور رئيس ټاكل كېږي، هم د ولسې جرگې غړي، هم د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شوراگانى غړي. موږ يو ځلي او هممهاله انتخاباتو ته ضرورت لرو؛ داسي انتخابات چي هر افغان د نړۍ په هر گوټ كي؛ د مهاجرينو او بې ځاى شوو په شمول؛ وكولى شي په هغه كي شركت وكړي او هيڅ واجد شرائط افغان؛ د رأى كارولو له مسلم حق محروم نكړى شي. او په همدې يوې رأى سره هم د خپلي خوښي جمهور رئيس انتخاب كړى شي او هم د پارلمان او نورو شورى گانو منتخب غړي.

•             په دې توگه به د هغي لويي جرگې جوړېدو ته  لار آواره شي چي د اوسني قانون له مخي د اساسي قانون د تعديل، تسويد او تصويب صلاحيت لري؛ او د ملت په استازيتوب؛ د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط وروستۍ عالي مرجع گڼل كېږي

3.            د دوحې د لانجمنو مذاكراتو د شته ستونزو د حل لپاره؛ دې ته هم اړتيا شته چي په تركيب كي ئې تبديلي راشي؛ د جنگ غوښتونكو له انحصار وايستل شي، هغه لوري په كي شامل شي چي سوله غواړي او د هيڅ جنگي لوري او جنگي طرحي حمايت نه كوي. په مذاكراتو كه د دوى مستقل او ځواكمن حضور؛ مذاكرات مثبت لوري ته سوقوي او نه پرېږدي چي جنگ غوښتونكي ئې په خپل يرغمل كي وساتي.

د حزب اسلامي هيله او هوډ دا ده چي دا افتخار ئې هم په برخه شي چي په خپل نوښت سره د سولي په وړاندي ټول خنډونه له منځه يوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک