No-IMG

دشرت منجهی د غره سړی

سراج الحق 

 

مېرمن يې ناروغه وه، امبولانس يې راوغوښت، خو امبولانس ژر را ونه رسېد، ځکه د دوی د کلي او ښار تر منځ غر و چې 7 کيلومتره فاصله يې 70 کيلومتره کړې وه، ښځه يې مړه شوه، سړي حکومت ته ډېر وويل چې غر وشکوي او د ده کليوالو ته لار لنډه کړي، حکومت حرکت ونکړ، آخر يې خپله خپل کولنګ او ماتوړ راواخيست او د غر په شکولو يې پيل وکړ، کليوالو يې ويل چې: سړی له ښځې وروسته لېونی شوی دى، چا ورته ويل چې مړ کېږې، ده به ويل چې تر هغو نه مړ کېږم تر څو مې دا کار سرته نه وي رسولی، له 22 کاله نه ستړي کېدونکي کار وروسته وتوانېده چې 70 کيلومتره سړک 7 کيلومترو ته راولي، د 110 مترو په اوږدوالي يې لاره وويسته، چې 9 متره يې پلنوالی او 7 متره يې لوړوالی دی.

دا سړی د هندوستان د يوې لرې پرتې سيمې اوسېدونکی  Dashrath Manjhi دی، خپل کليوال يې  د غره سړی بولي، او يو فلم پرې جوړ شوی.

راشۍ مونږ ته چې په سوال او ځارۍ د نورو په مرستو را ته لارې ګودرې بندونه او ودانۍ جوړې شي، د ګواښونو په وجه په څو چنده قيمت را ته تمامې شي، او بيا زمونږ د څو نا اهلو په لاسونو د ناچيزو پيسو لپاره يا د يوه لېونتوب له مخې ونړول شي.

فواا أسفاااه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک