مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: پولیس کابل تأیید میکند که پس از چاشت امروز یک انفجار در منطقۀ قلعه عبدالعلی ولسوالی پغمان ولایت کابل رخ دادهاست.
بهگفتۀ پولیس، در این رویداد یک کودک بهگونۀ سطحی زخم برداشتهاست.
✒: د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر: له خپلو نړیوالو همکارانو سره مو د سولې د خبرو بیا پیل او کړیو ژمنو ته د طالبانو اړ کولو باندې خبرې وکړې.
زموږ نړیوالو همکارانو له موږ سره ناستو کې د افغانانو مېړانه وستایله، دا چې افغانان د تاوتریخوالي زیاتوالي سره سره د سولې خبرو ته ژمن دي.
زموږ سیمه ییز او نړیوال همکاران زموږ د تېرو شلو کالو له لاسته راوړنو ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي له طالبانو د سلامي حکومت په اړه روڼتیا غوښتې ده، ځکه زموږ نظام په ټوله مانا اسلامي دی، او اوس اړینه ده چې طالبان یې هم په تړاو مالومات ورکړي.
✒: ولسمشر، غني نن له خپل تاجکستاني سیال، امام علي رحمان سره دوو اړخیزو اړیکو پراختیا، د سولې بهیر او سیمه ییزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلي رحمان سیمه ییز اتصال په اړه د افغان حکومت له لیدلوري او د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کړی.
✒: د ملي مصالحي د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله د یادې شورا د سیاسي ګوندونو کمېسیون پرانیستو غونډه کې: د طالبانو دریځ سخت دی چې دا د سولې بهیر سره مرسته نه کوي، خو کار لا هم دوام لري.
د سولې خبرو لپاره لا هم د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی دوحه کې مېشت دی، پیغامونه بدلیږي رابدلیږي او د سیمې او نړۍ په کچه هڅې روانې دي، هیله ده چې دا بندون مؤقت ووسي.
✒: د ملي مصالحې دعالي شورا سیاسي مرستیال، اسدالله سعادتي د دغې شورا د سیاسي ګوندونو کمېسیون پرانیستلو په موخه جوړې شوې غونډې کې د سولې په بهیر کې د سیاسي ګوندونه ونډه مهمه بولي.
✒: وحید مجروح د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر: د کرونا واکسین به هېواد کې په لومړي سر کې روغتیايي پرسونل او رسنیو هغه کارکوونکي چې د کرونا ویروس په تړاو راپور ورکوي، تطبیق شي او درېیم او څلور وار به د بوډا او هغو کسانو وي چې مزمنې ناروغۍ لري.
د کرونا واکسین به لومړي پړاو کې د هېواد ۲۰ فیصده وګړو ته تطبیق شي او په کې به یوازې له ۱۸ کلونو ډېر عمرلرونکي کسان شامل وي.
مجروح وايي هېواد کې د ۴۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین تطبیق پړاو کې به ښوونکي او زده کوونکي شامل شي.
مجروح زیاتوي چي هېواد کې د هغو ګنګوسو په ځواب کې چې ګڼې د کرونا واکسین د روغتیا نړیوال بنسټ لخوا نه تایید شوی وايي چې دغه واکسین یې له یاد بنسټ سره شریک کړی او وروسته له تاییده به یې د تطبیق پړاو پیل کړي.
✒: محمدحنیف رضایی، سخنگوی قول اردوی ۲۰۹ شاهین میگوید که در یک حملۀ هوایی عصر روز چهارشنبه بر قرارگاه طالبان در روستای آقتپه ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ، ۳۱ طالب کشته شدند.
✒: د مالیې سرپرست وزیر، محمد خالد پاینده: د ۱۴۰۰ کال بودجې په تړاو د ولسي جرګې معقولې غوښتنې په پام کې نیول شوې دي او په پام کې ده چې د ښوونکو او د دولت ښکته رتبه مامورینو معاشونه به لوړ شي.
✒: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي نن سهار د کامې ولسوالۍ په دارګلۍ کلي کې د الماس په نامه د یوه ملکي کس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې پایله کې یې نوموړي ژوند بایللی او ورسره یو تن ټپي دی.
ننګرهار کې دوهمه چاودنه؛ سیمه ییز چارواکي وايي د بهسودو ولسوالۍ رینګ روډ سیمه کې په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله یوه ملکي کس ژوند بایللی او څلور نور ټپيان شوي دي.
✒: لوګر کې امنیتي سرچینې وايي تېر مازدیګر د دغه ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د برېښنا یوې پایې کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله دوو ملکي کسانو ژوند بایللی او د پوځ درېیو سرتېرو په ګډون ۱۸ نور تپیان شوي دي.
✒: د ولسمشر لومړي مرستیال په کابل ښار کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنې په تړاو ویلي، ښایي له ټکسي چلووونکو وغواړي چې خپله سپرلي تالاشي کړي. امرالله صالح په خپاره کړي پیغام کې ویلي، ترهګر له ټکسي موټرونو په استفادې ځانونه خپلو موخو ته رسوي چې له امله یې حکومت غواړي ځینې تدابیر ولري.
✒: د ولسي جرګې پر رییس میر رحمان رحماني د موټر بم برید مخنیوی شوی دی. میر رحمان رحماني ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار درې بریدګر چې غوښتل یې د میر رحمان رحماني پر کور ډله ییز او موټر بم برید وکړي نیول شوي دي.
✒: طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت د تاسیس په لټه کې دي. لانګ ور ژورنال په یوه تحلیل کې لیکي چې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او په خبره یې دغه ډله د خپل حکومت د تاسیس او واک ته رسېدو لپاره جګړه کوي.
✒: گفتگوی وزیران خارجه آمریکا و عربستان درباره تقویت سیستم دفاعی ریاض.
✒: خلوصی آکار: همه باید توجه کنند اگر ترکیه قدرت خود در منطقه را به نمایش نگذاشته بود، موج مهاجرت پناهجویان به اروپا چه عواقبی خواهد داشت.
آماده هستیم با به اشتراک گذاشتن دانش و تجربیاتمان در مورد ناتو٬ نقش خود را در راستای تقویت بیشتر نیروهای مسلح عراق انجام دهیم.
کریدور تروریستی در شمال سوریه را از بین بردیم و همه خوب متوجه باشند که پس از این نیز اجازه ایجاد دوباره این کریدور را نخواهیم داد.
"چه در مورد قبرس، اژه یا مدیترانه، انتظار ما از کشورهای ثالث این است که در چارچوب منطق و عقل سلیم این مشکلات را ارزیابی کنند.
✒: روحانی: از دولت جدید آمریکا حسننیتی ندیدیم.
✒: د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان وایي ایران د هوکړې پرخلاف فلزي یورانیم غني کړي دي. دغه سازمان په یوه محرمانه راپور کې د ملګرو ملتونو له عمومي سازمان غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي، ځکه دا یو خطرناک اقدام دی او له هوکړو ښکاره سرغړونه ده.
✒: د اذربایجاني رسنیو د راپورونو له مخې د درېیواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د درې اړخیزو سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراختیا سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې د لاجوردو لاره پراخېږي او په سوداګرۍ کې به شته ستونزې له منځه وړل کېږي.
✒: په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، امینیان زیاته کړې، چې تهران طالبانو ته په زغرده ویلي، چې دوی له هغه حکومت سره کلک مخالف دي چې د زور او تاوتریخوالي له لارې واک ته رسېږي.
✒: د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا اخته ۳۱۹ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۴۷۱ زره او ۴۲۲ ته رسېدلی دی.
✒: د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې د عراق په شمال کې د پ.کې.کې ترهګرو په یو برید کې شپږو ترکي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد وزارت په خبره، دا پېښه د عراق په شمال کې په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
✒: روزنامۀ واشنگتن تایمز گزارش کردهاست که رییسجمهور امریکا در اولین دیدارش از وزارت دفاع این کشور، گفتهاست که او میتواند مهلت خروج نیروهای امریکایی از افغانستان در ماه می سال روان میلادی را، کنار بگذارد.
او بر دیپلماسی بهعنوان اولین ابزار کشورداری امریکا، تأکید کردهاست.
