No-IMG

هغه کوچۍ چی پیغمبرعلیه السلام یی هم وخنداوه اوهم یی وژړاوه

زلمی زابلی

 

کله ناکله ساده توب هم ښه وي :

هغه کوچۍ چی پیغمبرعلیه السلام یی هم وخنداوه اوهم یی وژړاوه

يوه ورځ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم

طواف کاوه ديوه کوچي اواز يي واوريد

ويل يي :ياکريم

رسول الله ص هم وويل : ياکريم

کوچی دميزاب په لورشو بيايي وويل : ياکريم

رسول الله ص ورپسي وويل : ياکريم

کوچي درسول الله صلی الله عليه وسلم پسي مخ راوګرځاوه ویی ویل  :اي دښکلي نوراني مخ ،اودمتوازن ښکلي قدلرونکيه ځوانه ،

په ماملنډی وهي ؟

والله ج که ته ددي ښکلي مخ ااوښايسته قددرلودونکي نه وای ، خپل ګران پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته به مي ستاشکايت کړاي واي

رسول الله ص په خندا شو اوپه مسکا مسکاتري وپوښتل  : اي زماعرب وروره ته دي خپل  پيغمبرپيژنی ؟

کوچي وويل : نه

رسول الله ص وویل  :  نوڅنګه ايمان پري لري ؟

کوچي : په پيغمبري يي ايمان لرم ،دنبوت تصديق يي کوم خوليدلاي مي نه دي

رسول الله ص : اي کوچيه نو پوه شه چي په دنياکي دي نبي او په اخرت کي شفيع زه يم

کوچي دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دلاسونوپه ښکولوشروع کړه

رسول الله ص  :اي عرب وروره

له ماسره داسي مه کوه لکه څنګه چي عجم دخپلو پاچاهانو سره کوي ( لاسونه ښکولول)

الله تعالی دتکبر( غرور) او زورواکۍ لپاره نه يم مبعوث کړي زه يي په حق سره زيری ورکونکي ( دجنتونو) اوډارونکي (  له دوزخونو) لپاره پيغمبرکړي يم

داوخت جبريل عليه السلام راغي اورسول الله ص ته يي  وويل : الله تعالی درباندی سلام کوي په تحياتواکرام دی لمانځي اوفرمايي ،اعرابي ( کوچي) ته ووايه :

چي زموږپه نرمي اومهربانی غره ( بي غمه ) نه شي دقيامت په ورځ به دکوچني ،لوي ،فتيل ( دخرمادزړي سوری )اوقطمير( دخرمادزړي د پوستکي)په اندازه دښو اوبدو حساب ورسره کوو

کوچي وويل : اياپروردګاربه راسره داسي حساب کوي

رسول الله ص : هوکه وغواړي ( إن شاء)

کوچي وويل : قسم دالله په عزت اوجلال که حساب يي راسره وکړو زه هم ورسره حساب کوم

رسول الله ص : دالله سره به دڅه شي حساب کوي

کوچي : که الله ج راسره دګناهونوحساب کاوه زه به ورسره دمغفرت حساب کوم ،

که دسرغړوني حساب يي راسره کاوه زه به ورسره دعفوحساب کوم،

که زمادبخل ( بخيلي) يي راسره کاوه زه ورسره د( دکرم) حساب کوم

رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژړاشو دومره يي وژړل چي ګيره مبارکه يي لمده شوه

جبريل عليه السلام راغي ويويل : اي رسول الله صلی الله عليه وسلم الله سبحانه وتعالی درباندی سلام وايي اوفرمايي ژړادي بنده کړه....

او کوچي ملګري ته دي ووايه چي زموږسره دي حساب نه کوي موږ هم ورسره حساب نه کوو او په جنت کي به ستا ملګري وي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک