No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې حکومت دې د علي پور د قضیې په تړاو جدي اقدامات وکړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ځینو وکیلانو وویل چې علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی او حکومت مکلف دی چې ددې کس او وسله والو فعالیتونو په اړه یې جدي او قانوني اقدامات ترسره کړي.

: ‏ولسي جرګې نن د حکومت له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د ور استول شوې بودجې پر مسودې بحث کړی دی. د دغې جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي چې په بودجه کې نه یوازې څرګند بدلونونه نه تر سترګو کېږي بلکې ډېرې جدي ستونزې هم لري.

: کابل کې نن سهار (چهارشنبې د سلواغې په ۲۱مه نېټه) ورځ په چاودنو پیل شوه او درې بېلابیلو برخو کې چاودنې وشوې چې پایله کې یې د پنځمې امنیتي حوزې امر په ګدون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.

سرچینې وايي چې د کابل څلورمې حوزې سیمه کې چاودنې د پنځمې امنیتي حوزې امر، محمدزي کوچي او دوو ساتونکو یې ژوند بایللی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د کابل پنځمې امنیتي حوزې امر، محمدزي کوچي وژلو کې د طالبانو ډله ګرمه بللې او او پر خپلې فسبوک پاڼې یې لیکلي"موږ یې نه هېرو او غچ به واخلو"

لومړۍ چاودنه؛ د پغمان ولایت اړوندې عبدالعلي کلا سیمه کې شوې، چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

دوهمه چاودنه ـ سرچینې وايي چې پېښه د کابل دوهمې حوزې قوای مرکز سیمه کې شوې او پایله کې یې څلور تنه تپيان شوي دي.

د سرچینې په حواله دغه چاودنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر موتر شوې ده.

څلورمه چاودنه هم نن له غرمې وروسته د څلور نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د فروشګاه په سیمه کې رامنځه شوه؛ پولیس وايي چې دغه پېښه مرګ ژوبله نه لري.

: د نیمروز ولایتي شورا غړی، نعمت‌الله صدیقي د دغه ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د پوځ پر پوستې د طالبانو برید پایله کې د نهو سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

نوموړی وايي تېره شپه(چهارشنبه د سلواغې په ۲۱مه نېټه) لسګونو طالب وسله والو له د درېیو ټانکونو په مرسته خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې پایله کې یې پنځه سرتېري ټپیان هم شول.

ښاغلی صدیقي همدراز څرګندوي چې طالبانو درې تنه افغان سرتېري له ځانه سره بېولي دي.

د ولایتي شورا دا غړی نښته کې د یوه طالب له وژل کېدو او د ۹ له ټپي کېدو هم وايي.

: ‏در یک سال گذشته هیچ سرباز امریکایی در نبردها در افغانستان کشته نشده‌است.

: ‏د کابل پولیس وايي چې نن له غرمې وروسته د ۴:۱۵ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یوه کرولا موټر چاودنه شوې ده، خو دغه پېښه کومه مرګ ژوبله نه لري.

: ‏د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند کابل کمپ سیمه کې پر کرولا ډوله موټر له چاودنې خبر ورکوي چې پایله کې یې دوه تنه ملکي کسان ټپیان دي.

د مالوماتو له مخې پېښه نن شاوخوا یوه بجه شوې ده.

: ‏يوه امنيتي سرچينه وايي د کندهار پنځلسمې حوزې سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو برید له کبله یوه کس ژوند بایللی او دوو نور ټپيان دي.

د سرچینې په حواله وژل شوی کس د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او ټپيان یې ساتونکي دي.

: ‏یک صراف در ولایت فاریاب از سوی آدم‌ربایان کشته شد.

عبدالکریم یورش، سخن‌گوی پولیس فاریاب می‌گوید که شخصی به نام یحیی ۲۳ ساله که ۱۶ روز پیش ربوده شده بود، پیکرش روز گذشته از روستای جمشیدی ولسوالی پشتونکوت پیدا شد.

او افزود که سه تن در پیوند به این رویداد، بازداشت شده‌اند.

: ‏ادامۀ اعتراض‌‌ها از سرنوشت ناروشن کودک ربوده شدۀ بلخی.

خانوادۀ عبدالروف، کودک ربوده شده در ولایت بلخ، از رییس‌‌جمهور غنی و نیز معاون نخست‌‌اش می‌‌خواهد تا به وعده‌هایی که برای رهایی عبدالروف از بند رباینده‌گان داده‌‌اند، عمل کنند.

: ‏ولسمشر غني له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایف سره ټلفوني خبرې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې په دې ټلفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دوه اړخیزه اړیکو، د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې اترې کړې دي.

: ‏د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا- طالبانو هوکړه نیمګرې بللې او زیاته کړې یې ده چې پر یاده هوکړه باید پوره غور وشي.دانش په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې له رییس سره په لیدنه کې ویلي، که چېرته پر یاده هوکړه پوره غور ونه شي نو د سولې پروسه به له لا ډېرو جدي ننګونو سره مخ شي.

: ‏د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد په تېره په کابل کې وروستۍ امنیتي پېښې او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ بللي دي. د ولسي جرګې غړو پر امنیتي ادارو په تېره د ولسمشر پر لومړي مرستیال چې د کابل د امنیت مسوول دی نیوکه کړې چې د خلکو د امنیت په تامین کې ناکام دی.

: ‏برېټانیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او هدفي بریدونو اندېښنه ښودلې ده. په کابل کې د برېتانیا سفیرې الیسون بلېک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دي.

: ‏مصطفی وارانک: آژانس فضایی ترکیه برنامه‌ای را تدارک دیده است که باعث ارتقا سطح توانمندی و ظرفیت‌های موجود کشور در زمینه اقتصاد فضایی خواهد شد.

خواسته رئیس جمهورمان اعزام یک فضانورد زن به فضا است. اطمینان دارم یک شهروند مناسب این ماموریت را انجام خواهد داد.

‏هم با فناوری‌هایی که می‌سازیم تاریخ فضایی خواهیم نوشت و نیز به یک نیروی قدرتمند و مهم در عرصه اقتصاد فضایی تبدیل خواهیم شد.

: ‏اردوغان: در قبرس چاره‌ای جز راه‌حل دو کشوری وجود ندارد.

: ‏دوره‌ آموزشی مشترک نیروی دریایی ترکیه و آمریکا در دریای‌سیاه برگزار شد.

: ‏مشاور ارشد وزیر خارجه ایران با بشار اسد دیدار کرد.

: ‏رئیس جمهوری تُرک قبرس شمالی: در مسئله قبرس در هماهنگی کامل با ترکیه هستیم.

: ‏جو بایډن باید د افغانستان په اړه سخته او چټکه پرېکړه وکړي. واشنګټن پوسټ په خپله یوه مقاله کې په افغانستان کې روانو خونړیو پېښو او ډېرېدونکو ګواښونو ته کتنه کړې ده. دغه ورځپاڼې ویلي د بایډن ادارې ته په کار د چې ژر تر ژره د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

: ‏دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې تل د افغانستان په اړه خیالي او له واقعیتونو لرې پرېکړې کړې دي نو له همدې امله نه یوازې دا چې دغه جګړه ختمه نه شوه بلکې ورځ تر بلې ډېرېږي او لا ډېر خلک پکې وژل کېږي.

: ‏د امریکا سنا ویلي چې دوی د قانون پر بنسټ د ټرمپ د استیضاح واک لري او نوموړی محکمې ته معرفي کولی شي. له اوږدو ناندریو وروسته د امریکا سنا پرېکړه کړې ده چې سبا به جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان شپاړس ساعته وخت لري چې د ټرمپ په اړه خپل دلایل وړاندې کړي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلنکین وویل چې امریکا به د فلسطین د اشغالي سیمې په اړه د ټرمپ اقدام تایید نه کړي؛دې مسئلې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو غوسه راپارولې ده.نتانیاهو ویلي،د جولان لوړې سیمې د دوی دي او تر ابده به د اسراییل برخه پاتې کېږي.

: ‏ایترتاس اژانس په امریکا کې د روسیې د سفیر اناتولي انتونوف له قوله ویلي چې روسیه باید د بایډن له ادارې د ښو مناسباتو تمه ونه لري. هغه زیاته کړې، داسې نښې نښانې نه شته چې د دې دوو سترو قدرتونو ترمنځ دې مناسبات ښه شي.

: ‏د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، په فرانسه کې د یوې پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې پنځه فرانسوي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. فرانسوي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن د دغه هېواد په غرنۍ سیمه کورشویل کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک