No-IMG

د بدو ملگرو د ملگرتيا انجام؛ د عبرت او ريښتينی کيسه

شاکر مموزی

 

د سعودي یو عالم وایي زما یو ملګری جلاد و چې د قصاص پرحکم محکومو خلکو څخه به یې سرونه غوڅول یوه ورځ مې پوښتنه ځینې وکړه چې په دې دومره وخت کې چې د خلکو سرونه غوڅوې کومه یوه ناشنا پېښه درباندې تېره شوې ده که راته بیان یې کړې؟

هغۀ راته وویل تر څلورو سوو مې تقریبا زیات سرونه غوڅ کړي دي چې  څنګه به مې یې سر غوڅ کړ نو څم به لوست بیا به مو غسل او کفن ورکړل تدفین به مو کړ خو یوه ورځ یې یو ځوان د قصاص میدان ته راوړ ما له سر غوڅولو مخکې ورته وویل پاڅه دوه رکعته لمونځ وکړه او الله ته توبه وکاږه وايي ځوان ماته وکتل چې ځه ځه خپل کار دې کوه  !!

زه حیران شوم چې دې سړي ته وس ګوره د ژوند اخیري شېبې یې دي د دوه رکعته لمونځ مې ورته وویل خو ده انکار وکړ !!؟؟

جلاد وایي زه یې د سر غوڅولو ته برابر شوم ،د ځوان غړۍ ته چې ځير شوم غړۍ یې بیخي شخه شوه،رګونه یې بیخي له شخ والي سم د باندې را ووتل رنګ یې تک تور شو ما له ځان سره وویل شاید ذهن مې ګډوډ شوی وي او تېروتلی یم چې څه ګورم ؟نو په څنګ کې راسره ولاړ عسکر ته مې وویل ته ګوره دا د سړي غړۍ شخه ،رګونه یې پړسېدلي او رنګ یې تور نه شول ؟؟

هغه وویل هو بالکل همداسې دي ، وایي په زړه کې مې وویل ښایي په دې غړۍ دا توره د غوڅولو کار ونه کړي ، حکم ته منتظروم  چې د سر وهلو اشاره راته وشوه کله مې چې سر ځینې غوڅ کړ وړاندې ترې ولوېده خو یو لاس یې  تکیه کړ تنه یې همهغسې شخه پر خپل ځای په ګونډو ناسته پاتې شوه هیڅ ړنګه نه شوه نږدې تر دوو ساعتونو پورې همداسې پاتې وه ، نوموړی جلاد چې اوس هم د ریاض په ښار کې دی قسم خوري چې په الله قسم چې له سر غوڅولو وروسته له نومړي څخه یوه پیاله وینه هم توی نه شوه او په الله قسم چې په ټول عمر مې دغسې بد بویي نه ده ترسپږموشوې  لکه ددغه سړي څخه چې پورته شوه ، بیخي ډېره بد بویي وه ..

وایي شرعي طبیب هم راغی  کله مو چې غوښتل چې تنه یې برابره کړو د تکفین او تدفین لپاره نو بدن یې هیڅ نه سمېدلو پر پنځو شپږو تنو مو زور پرې وکړ چې لاسونه او پښې یې برابر کړو خو هیڅ ونه شول حیران شوو چې ښه اوس به یې خښوو څنګه ؟؟

وایي یوۀ عالم ته مو ټلیفون وکړ چې  داسې کیسه ده  څۀ چل ورسره وکړو  وایي هغۀ عالم راته وویل چې نرمې اوبه پرې واچوئ او نور تدابیر یې راته وښودل خو ونه شوه اخیر کې هغۀ عالم راته وویل چې ددې سړي دوسیه اوجرم څه ؤ؟

جلاد وایي د عالم دې پوښتنې لکه له خوبه چې راوېښ کړم چې رښتیا ددې سړي قضیه او جرم به څۀ ؤ ؟

شيخ ته مې وویل دوسیه یې نه ده راته معلومه خو پوښتنه به یې وکړم ، کله چې راغلم نو د قضیې پوښتنه مې وکړه نو وایي دا یو ډېر سم ځوان ؤ دڅو خوېندو یواځنی ورور ؤ چې نور وروڼه یې نه درلودل خوېندې یې ټولې وادۀ شوې وې یواځې دی او سپین سرې موريې  په کور کې سره اوسېدل ، مور یې د شکر او زړه ناروغي درلودله چې ټول خدمت یې نوموړي زوی په ډېر اخلاص او خپل وخت سره کاوه ، سهارنۍ ناشته ،د غرمې ،ماښام ډوډۍ او د رنځ درمل یې پخپل  خپل وخت ورکول ، هر غږ ته یې لبیک او لاس پر نامه ولاړ و ، روغتون ته به یې بیوله د ملاستي ځای به یې ورته برابراوه ، جامې به یې ورته وینځلې او ور په تن کولې .

مور به یې د خپلې مهرباني او خواخوږي له امله تل  ورته ویل چې ګوره زویه له بدو خلکو لرې ګرزه چې ملتیا یې ونه کړي دبدوخلکو ملګرتيا او دوستي د دنيا او اخرت شرمندګي او ناکامي ده  خو ده به هر وخت ورته ویل چې بې غمه اوسه مورې زما ټول ملګري ډېر نېکان خلک دي ..

مور عاجزه يې ددۀ پۀ ډاډ ډاډمنه وه هيڅ يې پۀزوی  دروغو اوپلمې جوړولو ګمان نه کېدۀ.

ناګهانه سړی د شپې ناوخته کېدۀ چې ورو ورو به له معتاد وخت څخه ناوخته کورته راستنېدۀ ، په دې کار یې مور ډېره ځورېده چې خدای مه کړه زوی یې بې لارې نۀ شي یا څه ستونځه او تکلیف ورته ونه رسیږي او د مور خدمت هم ځینې ناوخته شو په خپل وخت غذاء او درمل نه ورته رسېدل طبیعي خبره ده چې دشکر ناروغ وخت په وخت خوراک او درملو ته اړتیا لري ...

یوه شپه ډېر زیات ناوخته شو مور يې بيخي ناتوانه او رنځ سخته ځپلې وه ,تنهائي ,رنځ او د زوی ناوخته کېدلو سخته اندېښمنه کړې وه دانتظار پۀ دې اوږده دوران کې  د شپې درۍ بجې وې چې کورته د مور خواته په ډېر بدحالت کې راغی کاشکې نه وی راغلی  ،نېشې زنګاوه له بدن څخه یې بدبویي لټېدله ،مور یې د رنځ او لوږې له لاسه ډېره ناتوانه شوې وه خو بیا هم د زوی غم اخیستې وه او په سوي زړه یې پوښتنه ځینې وکړه چې زویه ولې ناوخته شوې خیر خو  و؟چېرې وې ؟ څه ستونځه خو به نه وي درته رسېدلې ؟

زوی یې بې له ځواب څخه د نږدې المارۍ څخه څيټک راواخیست او سپین سرې مور یې په دې سر پرې ووهله یودم د وینو شوړ شو مور یې بیا هم په سوي اواز غږ پرې وکړ فلانیه زویه زۀ يم  مور دې یم....

د مور له همدې غږ سره ظالم بې رحمه دڅيټک يو بل ګذار بیاپر سر پرې وکړ او مور یې د تل لپاره له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، دا و د بدعملو ملګرو د ملګرتیا پایله او انجام .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک