No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان.

 

: ‏یوې سرچینې ویلي چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي پنځه غړي امین احمدي، رسول طالب، کلیم الله نقیبي، متین بیک او حبیبه سرابي له دوحې څخه بېرته کابل ته راغلي دي. سرچینه وایي چې د امین احمدي راتګ اجباري و ځکه چې نوموړي د موقت حکومت جوړېدو غوندې محرم مسائل رسنیز کړي دي.

: جاپان از حکومت  می خواهد که در هزینه  شدن کمک‌های مالی این کشور به افغانستان در سال ۲۰۲۱ به گونه شفاف عمل کند.

سفیر جاپان در کابل به طلوع‌نیوز می‌گوید که حکومت افغانستان  در مبارزه با فساد اداری باید جدی عمل کند تا کمک‌های این کشور بتواند زنده‌گی مردم را بهبود بخشند.

او همچنان سطح بلند خشونت‌ها را  در افغانستان نگران کننده میداند و می‌گوید که برای دست یافتن به صلح باید به خشونت‌ها کاهش یابند.

: رییس شورای عالی مصالحه می گوید که حکومت عبوری یا موقت راه حل به پایان جنگ ورسیدن به صلح درکشور نیست.

عبدالله عبدالله در مراسم ایجاد کمیسیون رسانه های شورای عالی مصالحه، بر آغاز دوباره مذاکرات میان نماینده گان  طالبان  و جمهوریت دردوحه تاکید می ورزد.

آقای عبدالله می افزاید که کشور های اثرگذار در روند صلح باید طالبان را بر میز مذاکره برگردانند.

رییس شورای عالی مصاله ملی درمراسم گشایش  کمیسیون رسانه های این شورا می گوید که حکومت عبوری  راه حل حل بحران کشور نیست.

: رییس‌جمهور غنی هشدار می‌دهد که اگر فرصت کنونی صلح درست درک نشود و افغانستان با آینده ناروشن روبه رو گردد، پیامد آن به منطقه و جهان وخیم خواهد بود.

آقای غنی بی گرفتن نام پاکستان می‌گوید که جهان باید از کشورهای دخیل در روند صلح افغانستان بخواهد تا به حاکمیت ملی افغانستان حرمت بگذارند، به هراس افگنان پناه ندهند وازمداخله در امور همسایه‌هایش خود داری نمایند.

: ‏بعد از نشر گزارشها در رسانه های تصویری، صوتي و رسانه های اجتماعی در باره خرید و فروش گرده در بازار سیاه در شهر هرات و دست داشتن برخی از شفاخانه های خصوصی در این زمینه، وحید قتالی والی هرات می‌گوید که مسوولان این شفاخانه‌ها به ارگان‌های عدلی و قضایی معرفی می‌شوند.

‏والی هرات می‌گوید که یک هیئت مشترک از سارنوالی، امنیت ملی، ریاست امور مهاجران و شورای طبی تشکیل شده است و این موضوع را بررسی می‌کند.

: ‏په بادغیس کې د امنیتي ځواکونو څلور تنه وژل شوي دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په پایله کې، څلور تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

: ‏د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله د دغې شورا د رسنیو کمېسیون جوړېدو په تړاو غونډه کې: مقابل لوري(طالبانو) مذاکره نه ده پرې کړې، خو ناستې هم نه ترسره کیږي، هیله ده چې له دې حالته ووځوو.

: ‏د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي نن د کابل ۱۶مې حوزې مکروریانو سیمه کې چاودنه د دغه وزارت پر موټر شوې او پایله کې یې موټر چلوونکي ژوند بایللی دی.

دغه چاودنه نن سهار وشوه او پولیسو مخکې له دې ویلي و چې پېښه کې یو کس ټپي شوی دی.

: ‏د یما سیاوش پلار، داوود سیاوش کابل کې یوې خبرې غونډې کې پر یما سیاوش د برید څرنګوالی "ناسم" بولي او وايي چې مرکزي بانک له پېښې اتلس ورځې وروسته د امنیتي کمرو ویډیوګانې امنیتي بنسټونو ته واستول شوې.

‏پدر یما سیاوش در یک نشست خبری می گوید که از این که حکومت در باره حمله بر یما سیاوش بررسی درست انجام نداده است و در این باره معلومات یکسان ارائه نکرده است، آنان این قضیه را به شورای امنیت سازمان ملل راجع کردند، اما به دادخواهی آنان رسیده گی نشد.

: ‏افغانستان او هند په انلاین ډول جوړې شوې ګډې غونډې کې د للندر شاتونو بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

: د هدفي وژنو په دوام کابل کې نن(سې شنبې د سلواغې په ۲۱مه نېټه) ورځ له امنیت ضد پېښو سره پیل شوه او په ترڅ کې یې د کلیو پراختیا وزارت څلورو کارکوونکو ژوند بایلود او یو کس ټپي شو.

د کابل پولیس وايي چې د کابل پنځمې امنیتي حوزې باغ داوود سیمه کې وسله والو د کلیو پراختیا وزارت د کارکوونکو پر موتر برید کړی چې پایله کې یې د محمدحبیب، فریدالله، ریاض احمد او بریالي په نومونو د کلیو پراختیا وزارت کارکوونکو ژوند بایللی دی.

: ‏هرات کې د عامه ساتنې پولیسو پر موټر چاودنې د څلورو سرتېرو ژوند واخیست او بل یې ټپي کړ.

د هرات والي، سیدوحید قتالي، وايي پېښه نن سهار د هرات ـ اسلام کلا پر لویه لار د طالبانو لخوا د ځای پر خای شوي ماین چاودنې له کبله شوې ده.

: ‏یوه امنیتي سرچینه د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکو د قومندان، غلام عباس له وژل کېدو خبر ورکوي.

یاده سرچینه وايي دغه برید کې پنځه تنه پاڅونکوونکي ټپیان شوي دي.

: ‏معاون نخست و شماری از اعضای ولسی جرگه می‌گویند که در مسودۀ سوم بودجۀ سال ۱۴۰۰ اصلاحاتی را که آنان می‌خواهند، آورده نشده‌اند.

اما شمار دیگر از اعضای این مجلس، از تغییرات به‌میان آمده در این مسوده استقبال می‌کنند و همکاران شان را به‌خواست‌های شخصی متهم می‌‌سازند.

: ‏د کډوالو چارو وزارت ویلي چې روان ۱۳۹۹ کال کې ۸۵۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د کډوالۍ تر ټولو ستر لامل طالبان دي.

: ‏امریکا وایي طالبانو تاوتریخوالی او هدفي بریدونه ډېر کړي دي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مک کینزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او د افغانستان په هره برخه کې هدفي بریدونه ترسره کوي.

: ‏د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې دوی نور په سوریه کې د نفتي څاګانو د ساتنې مسوولیت نه لري. یاد وزارت ویلي چې دوی به له دې وروسته په دغه هېواد کې له داعش ډلې سره د مبارزې مسوولیت پر غاړه ولري او نور نه شي کولی د سوریې د نفتي څاګانو ساتنه وکړي.

: ‏د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر جو بایډن اړیکې ته بې صبرانه منتظر دی. نتانیاهو ویلي، تمه لري چې بایډن هر څه ژر ورسره اړیکه ونیسي او مخکې تر دې چې له نوموړي سره پر ډېرو حساسو مسائلو له نږدې خبرې وکړي ورسره پر ټلفون خبرې اترې ولري.

: ‏د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې امریکا د سیمې او خپلو شریکانو امنیت خوندیتابه ته ژمنه ده. د پنټاګون ویاند جان کربي زیاته کړې ده چې دوی د هند-اقیانوسیه او ټوله سیمه کې د خپلو هم‌ګټو هېوادونو امنیت او سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې به ور له غاړې مسوولیت په ګډه ادا کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک