روان کال کې سلګونه خلکو خپلې ګردې ليلام کړي
عبد الولي ايوبي
روان کال کې سلګونه خلکوخپلې ګردې ليلام کړي تر څو د ژوند آذوقه برابره کړي او حد اقل له مرګ نه وژغورل شي د غولواکۍ رژيم حاکم ده، بعضې د يو څو روپيو معاش لپاره خپل وجدان ته ملامت دي په داسې حال کې چې معاش يې حق او لکه څرنګه چې د وطن د آبادۍ مسٶليت لري د بې عدالتيو او د وطن د بنيادونو د حفظ او ساتلو مسٶليت هم لري، ځينې دومره اوږده لکۍ لري چې که دې د جمهوريت په بې روحه کالبد د سپرو پوچ مغزو پسې زونګه وکړه هم د بېرونيو استخباراتو د مزدور ټاپه در باندې سريښوي خو دا يې هير کړي چې په ارګ کې د دنيا د استخباراتو نانزکې ناستې دي او ددې لپاره چې اعتبار يې لا پوخ او ډاډه خپلو موخو ته ورسېږي څنګ کې يې بيزو رولا او بيزو شاډولا ورټومبلي، د ارګ نشينانو کورنۍ يې برمته کړي او د دوى رګ رګ کې يې خپل زهر ترزيق کړي حتى ټاکنيز ټيکټونه يې له بهره غوره کېږي، که د هند پيسې او امکانات نه واى صالح به چېرته مظاهرو کې د عبدالله لاسونه جګول، که د ايران د تومانو بستې اوبنډلونه نه واى بواسيرو والا به چېرته د شيعه ګانو لپاره له فاضلابو ټيکلي سازول، که د امريکې او دنيا امکانات نه واى د رولا خاوند به چېرته اسکليټ نندارې ته وړاندې کولو، او که همدا شيطانتونه نه واى محب به له لرې سيلفيان اخيستل او شرمونه به يې زېږول هغه بيزوګۍ به هم ترې بېزاره وه ، او که دامريکې رذالتونه نه واى قطر کې به د علماوو خېټې دومره نه پړسېدې او په ملت يې ممکن د ترحم غوټه ښورېدلې واى، بدبختانه چې په موږ دنيکتايي او لونګۍ دواړه ظلم کوي نه مو وينه ورته ارزښت لري او نه سرونه بس د دوى د خواهشاتو او فرمايشونو لپاره سريالونه په ژوندۍ بڼه خپريږي وطنه مور يې د دوى او ګور يې زموږ.
