No-IMG

جمهوريت څه دى؟

صفت الله ځواک

 

ملت پکې د ولږې له امله خپل د بدن غړي پلوري، خو دوي په ۱۸ رقمه خوراکونو نه مړيږي.

افغان او افغانستان پکې پريمانه وژل کيږي او خاوره يې پلورل کيږي خو يوه لبنانۍ رولا او لبنانى احمدي پکې د افغانستان بانک خزانې لوټوي، د پرموټ په نامه ميليونونه پيسې وهي او ددې ملت هر زخم باندې مالګې دوړوي.

هو!

د ماليي وزير دروغ ويل، سياسيون دروغ وايي، د ارګ ځينې مامورين په مجالسو کې دروغ وايي، شته د فساد ضد بنسټونه، رسنۍ او د ولسي جرګې غړي دروغ وايي خو يوازې د ارګ پردي راغلي بې واکه واکداران چې د خپلو غلاوو لپاره ناست دي رښتيا وايي.

دا مې د ملت حال دى چې د جمهوريت په درواغجن خيال يې د وينې تويدنې وروسته خپل د وجود غړي هم وپلورل.

مونږ به جګړه له دې لا نور ذليله کړي، له دې به مو نور مختاج او بې دره کړي، په سوله کې ددوي چوکيو سره سره ګټې هم ځي نو بنا پر دې دوي نه چوکۍ له لاسه ورکوي او نه خپلې شخصي ګټې.

ملت د يوې پټ سترګې او بې ضميره ډلې په خوله خاموش دى، که يې غږ پورته کړ نو حتمن يې يا وژني يا يې لا نور د مجبوريو په دسترخوان کينوي.

خو!

نور ددې خلکو د ماتې وخت دى، دوي بايد له شړلو سره سره ددې ملت سپي ته هم حساب ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک