مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن شنبې (د سلواغې په ۱۸مه)په سلګونه تنه افغان زده کړیالانو، کابل کې د پاکستان د تحصیلي بورسونو په ازموینه کې ګډون کړی و.
د پاکستان سفارت وايي چې د دغه هېواد د «۱۰۰۰» بورسونو لپاره د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه ۲۲زره زده کوونکو نوم لیکنه کړي وه.
په دغه بورسونو کي به د انجینری، نیمه طبي زده کړو، سوداګرۍ، اقتصاد او ټیکنالوژۍ په برخو کې د زر تنه نارینه وو په ګډونه به سل نجوني په ځانګړې توګه په پاکستان کې د لوړو زده کړو چانس تر لاسه کړي.
✒: طالبان د افغانستان د مطالعې د ډلې د رپوت په غبرګون کې ګواښ کوي چې له امریکا سره د دغې ډلې د هوکړې تر پښو لاندې کول به په افغانستان کې د سترې جګړې لامل شي چې د دغې ډلې په وینا، مسوولیت به یې بیا د واشنګټن په غاړه وي.
د افغانستان د مطالعې ډلې دوه ورځې مخکې خپل رپوت د امریکا د کانګرس په لارښونه چمتو کړی و، خپور کړ چې په دغه رپوټ کې له افغانستانه په بیړه وتلو په تړاو ګواښ شوی دی.
بلخوا طالبان هم ګواښ کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د یوې لویې جګړې زمینه برابروي.
طالبانو د افغانستان د مطالعې ډلې غړو په تېره بیا جوزف ډنفورډ ته د افغانستان په ماموریت کې د ناکام جنرال خطاب کوي او وایي چې هغه په عقده یي او احساساتي ډول وړانیزونه مطرح کړي دي.
✒: کمیسیون مالی و بودجۀ ولسی جرگه امروز شنبه نخستین نشست را دربارۀ پیشنویس سوم بودجه سال مالی ۱۴۰۰با وزارت مالیه برگزار کرد.
پیشنویس سوم بودجه روز گذشته به ولسی جرگه فرستاده شد. تاکنون دوبار پیشنویس بودجه از سوی ولسی جرگه رد شدهاست.
ولسی جرگه هشدار دادهاند که اگر تعدیلاتی را که آنان میخواهند در پیشنویس سوم بودجه درنظر گرفته نشده باشد، بودجه برای بار سوم نیز رد خواهد شد.
✒: وزارت داخله میگوید که هیئت بررسی کنندۀ رویداد بهسود میدان وردک، یافتههایش را با این وزارت شریک ساختهاست.
در خبرنامۀ وزارت داخله آمدهاست که چگونگی وارد شدن تلفات به غیرنظامیان در بهسود بهگونۀ جدی بررسی میشود و نیز قوماندان امنیه وردک به کابل فراخوانده شدهاست.
✒: لویه څارنوالۍ وايي هغه درې تنه سناټوران چې د ۴۰ زره ډالرو د بډو د اخیستو په تور نیول شوي وو، له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له لوري هر یو په ۱۰ کلونو او یوې میاشتې بند او د ۴۰ زره ډالرو په ورکړې محکوم شوي دي.
✒: کابل ښار نن سهار (شنبې د سلواغې په ۱۸مه) یوځل بیا له دوه ساعتونو په کمه موده کې د درې چاودنو شاهد وو. په دغو چاودنو کې، دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوي دي او پنځه تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
لومړنۍ چاودنه د ۰۹:۱۴ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د لومړۍ حوزې په باغ قاضي سیمه کې په یوې هټۍ کې وشوه.
د کابل پولیس په لومړي سره کې وویل چې په دغې چاودنه کې د درې اهل هنود هېوادوالو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.
پولیس وايي چې دویمه چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې خلک د لومړۍ چاودنې ټپیانو ته په مرسته بوخت وو.
د پولیسو په وینا، په دویمه چاودنه کې د یوه اهل هنود په ګډون دوه تنه هېوادوال وژل شوي دي. په دغو دوو چاودنو چې په ډېر کم زماني واټن کې رامنځته شوې، پنځه تنه ټپیان شوي دي چې یو اهل هنود هم په کې شامل دی.
درېیمه چاودنه هم د کابل ښار په شمال کې د خیرخانې په ګولايي حصه اول سیمه کې شاوخوا ۱۰:۴۰ دقیقې پر یوه رنجر موټر وشوه.
د کابل پولیس وايي چې په دغې چاودنه کې د پولیسو یو سرتېری وژل شی دی.
✒: حمدالله محب: موږ سولې ته ژمن یوو او زموږ پلاوی په دوحه کې حضور لري، خو دا طالبان دي چې سوله نه غواړي او مذاکره نه کوي.
طالبان واک غواړي او د حکومت نړول غواړي، که چېرې دا غوښتنه د افغانستان له تباهۍ سره هم مل وي دوی یوازې واک ته رسېدل غواړي.
✒: در یک رویداد ترافیکی در ولسوالی کامه ولایت ننگرهار سه تن جان باختند و دو تن دیگر زخمی شدهاند.
✒: د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې ماین چاودنې درې تنه سرتېري ټپيان کړي دي.
د ننګرهار دولایت امنیه قومندانۍ وايي چې دغه چاودنه نن شاوخوا ۱۱ بجې د جلال اباد ښار د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې د دغې قومندانۍ په یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه او درې سرتېري یې ټپيان کړل.
✒: محمد نعیم، سخنگوی طالبان میگوید که یک هیات این گروه به سرپرستی ملا برادر ، معاون سیاسی طالبان، به ترکمنستان رفتهاست.
✒: سخنگوی لوی څارنوالي: قرار است فردا یک شنبه(۱۹ دلو)۱۳۹۹،ساعت ۸:۳۰ صبح،جلسهٔ علنی محکمه ابتدائیه شاروال اسبق ولایت بلخ همراه با یک تن دیگر به اتهام (حیفومیل) دارایی عامه؛در تالار مرکز عدلی و قضائی مبارزه با جرایم سنگین فساد اداری واقع سرک حوزه ۱۵ پولیس، عقب معینیت مبارزه علیه مواد مخدر ،برگزار گردد.
✒: د دفاع وزیر اسدالله خالد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته تمایل نه لري او په خبره یې، افغان ځواکونه اوس په یوازې ځان د خپلې خاورې د ساتلو وړتیا لري او کولی شي د دښمن پر وړاندې له بهرنیو ځواکونو پرته پیاوړې مبارزه وکړي.
✒: بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نړۍ د مسلمانو عالمانو د ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی دی چې په افغانستان کې یې روانه جګړه غندلې او دا جګړه یې د ټولو اسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف بللې ده.
✒: وزارت امور خارجه ترکیه: از تصمیم محکمه بینالمللی کیفری مبنی بر صلاحیت قضایی در سرزمینهای اشغال شده فلسطین توسط اسرائیل استقبال میکنیم.
✒: اردوغان: برای اینکه کشورمان را به یکی از 10 اقتصاد برتر جهان تبدیل کنیم، پروژههای بزرگتر و سرمایهگذاریهای بزرگتری انجام دادیم.
دیگر ترکیهای وجود دارد که چشم به فضا، فنآوری بالا و هوش مصنوعی و استقبال از آینده دارد.
رجب طیب اردوغان، رئيسجمهور ترکیه انتخاب محمد المنفی به عنوان رئیس شورای ریاستی و عبدالحمید دبیبه به عنوان نخست وزیر لیبی را تبریک گفت.
✒: امریکا د یمن د حوثي یاغیانو نوم له تور لېست وباسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکلن تازه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته ویلي چې د حوثي یاغیانو ډله به ډېر ژر له تور لېست و ایستل شي. دده په وینا امریکا نه غواړي دغه ډله د ترهګرو په لېست کې پاتې شي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه مرکه کې د ټرمپ د پلویانو له لوري پر کانګرس ماڼۍ برید ته په اشارې ویلي چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید محرمو اطلاعاتو ته لاسرسی ونه لري.
✒: د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې هم ترکیې ته د ایس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پر سر ګواښ کړی دی. د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې ترکیه نباید S-400 سیستم ته لاسرسی ولري. جان کربي زیاته کړې ده چې له دوی سره په دې تصمیم کې د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه هم همغږي دي.
✒: نخستوزیر پاکستان برای حل معضل کشمیر خواهان برگزاری همهپرسی شد.
✒: د امریکا د ملي پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې له بدلون مخکې، باید د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک عملي شي.
جنرال جوزف ډنفورډ له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان راتلوونکی باید د اساسي قانون له اوسنیو ارزښتونو سره او د دوه وروستیو لسیزو له پرمختګونو سره په ټکر کې نه وي.
ډنفورډ اوس د افغانستان د مطالعې ډلې یو له رییسانو دی او دغه ډله د امریکا کانګرس ته د افغانستان په هکله رپوټ چمتو کړی دی.
