جليل القدر صحابی حضرت خُبيب رضی الله عنه
په مکه مکرمه کې مسجد تنعیم ته نژدې دا مسجد پر هغه ځای ودان شوی چیرته چي جلیل القدر صحابي خبیب بن عدی رضی الله عنه د مکې د کفارو له خوا په دار کړل شو.
خُبیب رضی الله عنه د اوس قبیلې سره تړاو درلود، د احد او بدر په غزاګانو کې یې ګډون درلود، د المنذر بن عمرو په سریه کې اهل نجد ته ولاړی تر څو دهغوی قوم ته قرانکریم ور زده کړي خو هغوی غدر وکړ او ترې چاپیره شول ډیری صحابه یې شهیدان کړل او خبیب ورسره اسیر شو چې وروسته یې د مکې پر مشرکینو وپلوری(د اهل نجدو د غدر بیلګې موږ اوس هم ولیدې)
عقبه بن حارث چې پلار یې په بدر کې ورته وژلی وو غښتل یې د پلار په کسات کې یې ووژني نو تنعیم ته یې راوست او چي دار یې تیار شو خبیب رضی الله عنه د دوه رکاته لمانځه غوښتنه وکړه، چي اجازه یې ورکړه؛ تر اعدام وړاندې د دو رکاتو لمانځه سنت له خبیب رضی الله عنه څخه راپیل شوی.
د هجرت په څلورم کال یې د مشرکینو په لاس د شهادت جام نوش کړ.
رحمه الله تعالى ورضى عنه .
