مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: حکمتيار: استاد محمد عاطف شهيد به دليل تعهد صادقانه به اسلام و دفاع جرأتمندانه از ارزشهاى دينى؛ مورد خشم دشمنان اسلام قرار گرفت؛ در حالى و با كمال نامردى و رذالت او رابه شهادت رساندند كه ازخانه به دفترمى رفت؛ دفترش سنگربود، سلاحش ايمان وهمسنگرانش مؤمنان خداپرست ومتعهد به اسلام بود.
✒: د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار او په کابل کې د امریکایي سفارت له سرپرست راس ویلسن سره لیدلي دي. دا جلا لیدنې په داسې حال کې کېږي چې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د بودجې او مؤقت حکومت پر سر ناندریو زور اخیستی دی.
✒: د جمعیت اصلاح د رهبري شورا د مشر دوکتور محمد عاطف جنازه نن په کابل کې ترسره شوې ده. نوموړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی و تېره ورځ د کابل په سلیم کاروان سیمه کې د چسپکې ماین چاودنه کې شهید کړل شو.
✒: افغان حکومت پرکونړ ولایت د پاکستان د راکټي بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وایي، چې د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ د پاکستانی پوځیانو هغه راکټي بریدونه، چې له امله یې ملکي خلکو ته مالي زیانونه اوښتي د ملي حاکمیت نقض دی او دوی یې غندي.
بهرنیو چارو وزارت هرڅه ژر ددغو بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې.
✒: فارن پالیسي نشریه وایي امریکا دې دولسمشر غني مخه ونیسي څو د سولې پروسې له تخریب لاس واخلي.
دغې امریکایي نشریې په یوه مقاله کې ویلي دامریکا نوی ولسمشر جوبایډن که غواړي له افغانستان څخه سرتيري وباسي نو لومړی دې د غني ستونزه حل کړي او هغه دې نه پریږدي څو د سولې پروسه تخریب کړي.
په مقاله کې راغلي، سره له دې چې افغانستان د امريکا په لومړيتوبونو کې نه دی خو د ځواکونو د وتلو مهالوېش د پای نېټې ته په کتو او د ولسمشر بایډن دا ژمنه چې نورو هیوادونو کې بې پایه جګړې پای ته رسوي ولسمشر بایډن مجبور دی څو خپل تصميم ونيسي.
دغه نشریه وایي، چې دا مهال امریکا په افغانستان کې له دوو منفورو جریانونو سره مخ ده، چې یو لوري ته طالبان دي او بل لور ته د ولسمشر غني بدنامه حکومت دی.
فارن پالیسي ویلي ډیری لویدیځ چارواکي په دې باور دي، چې د طالبانو د جګړې یو لوی علت د ولسمشر غني بده رهبري او سولې ته په رسېدلو کې د هغه نه لیوالتیا ده چې نتیجه به یې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت پای ته رسیدل وي.
✒: کمال خان بند کې د اوبو راټولېدل پيل شول.
ولسمشر غني د کمال خان بند کې د اوبو راټولېدو له پيل وروسته ويلي"لکه څنګه مې چې له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې کمال خان به ۷۰۰ کاله وروسته یو ځل بیا اوبه زېرمه کوي، نن په خوښۍ د خپلې هغې ژمنې د پوره کېدو شاهد یم."
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا (یوناما) د "شکنجې رپورټ" له مخی، چې نن خپور شوی، د افغانستان په توقیف ځایونو کې د بندیانو د شکنجې کچه لوړه ده او له توقیف شوو کسانو سره د چلند حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي.
یوناما وایي شکنجه کول او ناسم چلند چې دواړه د افغانستان او نړیوالو قوانینو پر بنسټ منع شوي دي، د افغانستان حکومت کې دوام لري، که څه هم یوناما د تیرې نظارت دورې په پرتله په تورونو کې درې سلنه کمښت ثبت کړی.
✒: خواستها برای بررسی عادلانۀ درگیری در بهسود.
علیپور هشدار میدهد که اگر این رویداد بهگونۀ عادلانه بررسی نشود، اجازه نخواهد داد نیروهای ویژه از این ولسوالی بیرون شوند.
✒: کابینه پیشنویس سوم بودجه سال مالی ۱۴۰۰ را نهایی کرد.
✒: یک منبع امنیتی میگوید که نیروهای پولیس توانستند یک ماین مقناطیسی را در یک موتر هایلکس که واسطۀ تعقیبی داوود سلطانزوی، شهردار کابل جاسازی شده بود، کشف و خنثا کنند.
✒: د هلمند امنيه قوماندانۍ وياند، محمدزمان همدرد وايي د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزه کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې چې پایله کې یې دوه تنه تپیان شوي دي.
✒: اسدالله خرم، عضو شورای ولايتی سرپل میگويد در حمله طالبان شب گذشته بر یک پاسگاه ارتش در ولسوالی گوسفندی این ولایت، شش تن از نیروهای امنیتی جان باختند و ۸ تن دیگر، زخم برداشتهاند.
✒: ثبت ۵۷ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در افغانستان.
وزارت صحت میگوید که در ۲۴ ساعت گذشته یک تن در نتیجۀ این بیماری جان باختهاست و ۱۸۴ تن دیگر، بهبود یافتهاند.
✒: د روزګان په مرکز کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی دی. د روزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي چې تېره شپه ناوخته په چینارک سیمه کې د ګډو ځواکونو پر یوه مرکز موټربم برید شوی دی چې له امله یې د ملي اردو دوه تنه، یو ملي پولیس او یو ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
✒: د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې د بدخشان د شورابک بند وسایل او تجهیزات دغه بند ته رسېدلي دي. دغه اداره وایي، دمګړی تخنیکي ټیمونه په شورابک بند کې په کار بوخت دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا د تولید توربینونه او جنراټورونه او نور اړین توکي نصب کړي.
✒: خلوصی آکار: گامهای مشترک جدید در حوزههای دفاعی و امنیتی با آلمان برخواهیم داشت.
✒: روسیه: برقراری روابط اسرائیل با برخی کشورهای عربی نباید باعث غفلت از مسئله فلسطین شود.
✒: اسراییل یو ځل بیا ایران ته د نظامي برید ګواښ کړی دی. یورو نیوز د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا به هیڅکله د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ونه کړي نو پر همدې بنسټ دوی مجبور دي چې دغه هېواد په سیمه کې له ترهګریزو کړنو او د اټومي وسلو له جوړولو را وګرځوي.
✒: هند پرېکړه کړې ده چې په لنډه موده کې له روسیې څخه ۲۱ میګ ۲۹ ډوله پرمختللې جنګي الوتکې وپېري. د سپوټنیک اژانس د خبره له مخې، د روسیې د نظامي او تخنیکي خدماتو مرستیال ولادیمیر دروژوف ویلي چې هند له روسیې څخه د ۲۱ جنګي الوتکو پېرلو لپاره وړاندیز ورکړی دی.
✒: د امریکا دفاع وزارت ویلي چې نوي وزیر لویډ اسټین د سلګونو هغو کسانو د دندو د ځنډولو امر کړی دی چې ټرمپ د خپل واک په وروستیو شیبو کې په دغه وزارت کې په مهمو بستونو ګومارلي وو. د هېل نشریې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي اسټین هڅه کوي پنټاګون د ټرمپ له ملګرو پاک کړي.
✒: یو وسله وال کس د امریکا په فلوریډا ایالت کې د څارګرې ادارې پر سرتېرو برید کړی دی چې په پایله کې یې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ایالت چارواکو ویلي چې دا پېښه د فلوریډا په سنرایز کې رامنځته شوې ده. چارواکي وایي، په دې پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
✒: گزینۀ احتمالی حضور نیروهای امریکایی پس از ماه می در افغانستان یک بار دیگر روی میز وزیر دفاع امریکا قرار گرفتهاست.
پنتاگون یا وزارت دفاع امریکا میگوید که سربازان امریکایی بربنیاد شرایط، از افغانستان بیرون خواهند شد.
جان کربی، سخنگوی پنتاگون گفت: «وزیردفاع هیچ چیزی را تأیید یا رد نمیکند. او مراقب نیازمندیها است. او مراقب تهدیدها است. ما بهگونهپی هم و تقریبآ روزمره این نیازمندیها را ارزیابی میکنیم.»
با این همه، وزیرخارجه آلمان نیز میگوید که نیروهای خارجی نباید پیش از رسیدن به یک توافق صلح، افغانستان را ترک کنند.
اما طالبان حضور نیروهای امریکایی و ناتو را پس از ماه می در افغانستان برخلاف توافق نامۀ دوحه میدانند.
