فارن پالیسي: امریکا دې دولسمشر غني مخه ونیسي څو د سولې پروسې له تخریب لاس واخلي
دغې امریکایي نشریې په یوه مقاله کې ویلي دامریکا نوی ولسمشر جوبایډن که غواړي له افغانستان څخه سرتيري وباسي نو لومړی دې د غني ستونزه حل کړي او هغه دې نه پریږدي څو د سولې پروسه تخریب کړي.
په مقاله کې راغلي، سره له دې چې افغانستان د امريکا په لومړيتوبونو کې نه دی خو د ځواکونو د وتلو مهالوېش د پای نېټې ته په کتو او د ولسمشر بایډن دا ژمنه چې نورو هیوادونو کې بې پایه جګړې پای ته رسوي ولسمشر بایډن مجبور دی څو خپل تصميم ونيسي.
دغه نشریه وایي، چې دا مهال امریکا په افغانستان کې له دوو منفورو جریانونو سره مخ ده، چې یو لوري ته طالبان دي او بل لور ته د ولسمشر غني بدنامه حکومت دی.
فارن پالیسي ویلي ډیری لویدیځ چارواکي په دې باور دي، چې د طالبانو د جګړې یو لوی علت د ولسمشر غني بده رهبري او سولې ته په رسېدلو کې د هغه نه لیوالتیا ده چې نتیجه به یې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت پای ته رسیدل وي.
