طالبان: د دوحې په توافقنامه کې وار د مخه د نوي حکومت په جوړیدو هوکړه شوې
د طالبانو د قطرسياسي دفتر غړي او پخواني وياند سهيل شاهين په تهران کې يوې خبري غونډې پر مهال د موقت حکومت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د طالبانو او امريکا ترمنځ ددوحې توافقنامه کې چې اوس بين الافغاني خبرې د هغې پر اساس روانې دي وار دمخه په دې هوکړه شوې چې يو نوی حکومت به جوړيږي او د کابل اوسنی حکومت به ورته واک سپاري او پدې اړه روسيه او ايران هم ددوی ملاتړ کوي.
د طالبانو د پلاوي بل غړي مولوي خيرالله خيرخواه بيا پر افغان حکومت تور پورې کړ چې افغان حکومت د امريکا په ملاتړ په درزاب ولسوالۍ کې دداعش جنګيالي ددوی له کلابندۍ د الوتکو په وسيله ژغورلي دي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
