No-IMG

د افغانستان بانک عواید ۹۷ فيصده راټيټ شوي دي

د افغانستان بانک عواید په بې مخینې توګه راټيټ شوي دي. ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې سره له دې چې ددې بانک رییس اجمل احمدي حضور نه درلود خو ددغه بانک مسوولان وایي چې په عوایدو کې یې ۲۸ میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی. د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۸ کال ددوی عواید ۲۹ میلیارده افغانۍ وو خو روان کال یې یوازې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل. دا شمېره پوره ۹۷ سلنه کموالی ښيي. د مرکزي بانک مسوولانو د اسعارو د زېرمو په اړه هم د معلوماتو له ورکولو ډده کړې ده خو وایي چې د عوایدو د کمېدو لامل یې هم د کرونا ویروس پراختیا ده. بلخوا د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي چې د مرکزي بانک د رییس په توګه د اجمل احمدي د کار دوام غیر قانوني دی او باید په دې اړه ولسمشر اقدام وکړي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د مرکزي بانک عواید په بې مخینې توګه یعنې ۹۷ سلنه راکمېږي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ددغه بانک د رییس له کمزوري مدیریت او سلیقوي چلند تر دې مخکې هم شکایتونه شوي دي. هغه د ولسي جرګې د باور رایه هم نه ده ترلاسه کړې او د وکیلانو په خبره په غیر قانوني توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.

سپوږمی راډيو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک