No-IMG

د عبدالهادي ارغنديوال د خبري کنفرانس مهمې نقطې

۱. د چارو ادارې په قراردادونو کې له ۱۸ ډوله غوښو سره ما مخالفت کړی، له همدې امله د تدارکاتو کمېسیون ونه غوښتل چې زه په کابینه کې پاتې شم.

۲. ارگ کې ځانگړې حلقې زما په کارونو کې لاس وهنه کوله.

۳. ځینو چارواکو زنګ وهلی وو چې ځينې ګمرکونه موږ ته راکړئ، خو زموږ کلک دریځ دا وو، چې موږ له بیت المال سره معامله نه کوو.

۴. موږ د مالیې وزارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په ریزرف کې د ۱۴۰۰ مالي کال چې نوی مالي کال دی ۳۱ مېلیارده افغانۍ لرلې.

۵. زما په مدیریت کې هېڅ غیرقانوني ټاکنه نه ده شوې، د وزارت عادي بودیجه کابو ۹۰ سلنه او پراختیايي بودیجه هم ۸۳ سلنه لګول شوې ده.

۶. حکومت کې د کار کولو لپاره مې دا شرط ایښی وو چې زما په کارو کې به څوک مداخله نه کوي.

۷. د جنوا په کنفرانس کې مو وکولی شول چې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د ۱۳.۴ میلیارده ډالرو مرسته تر لاسه کړو.

۸. زه د ناروغۍ په بستر کې وم خو کله چې وزارت ته راغلم ماته زما د عزل سند په لاس راکړل شو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک