No-IMG

د أمت هېر شوی اتلان؛ عبد الرحمٰن الغافقي رحمه الله

سلمان افغان

 

پوره نوم یې عبد الرحمٰن بن عبد الله بن بشر بن الصارم الغافقي العکِّيّ دی، د غافق قبیلې ته منسوب دی، غافق قبیله د عک قبیله چې په یمن کې ده یوه فرعه یې ده

کنیه یې أبو سعید دی، یو له مشهورو بهادرو قایدینو څخه دی، تابعي دی

عبد الرحمٰن الغافقي په یمن کې پیدا شوی، بیا افریقا ته ولاړ، عبد الرحمٰن الغافقي رحمه الله د خایسته اخلاقو څښتن و، ښه اخلاق او انسانیت یې د اسلام له صحیح تربي څخه سرچینه اخلي چې د صحابه کرامو په لاسونو روزل شوی، عبد الرحمٰن الغافقي رحمه الله د خپل رعیت سره د ښه چلند خاوند و

عادل، زاهد او صابر انسان و، خلکو سره به یې پرته له کومې بدلې او لالچه ښېګڼه کوله، اجر او بدله یې یواځې له الله غوښته

امام ذهبي رحمه الله وایي:

عبد الرحمٰن بن عبد الله الغافقي د هشام بن عبد الملک له خوا په أندلس امیر و

حمیدي وایي:

د عمر بن عبد العزیز زوی عبد العزیز د ابن عمر په روایت وايي:

عبد الرحمٰن الغافقي نېک، صالح او د خپل ولایت په موده کې د خایسته سیرت لرونکی و، د روم پر خلاف به یې ډېرې غزوې کولې، د غنیمت په تقسیم، ویشلو کې یې عدل او انصاف کولو

عبد الرحمٰن الغافقي د قاطع امر، پخې ارادې او قوي عزم خاوند و، چې دا د یو عسکري قاید ځانګړی صفت وي، او اړتیا ورته لري، چې دا ټول په دې کې و، تر څو کارونه ترې ګډ وډ نه شي او هدف ترې پاتې نه شي.

#معرکة_بلاط_الشهداء

په أندلس له أمیر کېدلو او په أندلس کې د خپل منځي اختلافاتو، شخړو او پاڅونونو له سړولو وروسته چې د مسلمانانو په توحید وتوانېد او پر دې یقیني شو چې د مسلمانانو ایماني قوت پوره شو، د فرانسې فتحه کولو ته یې مخه کړه، تر څو د فرانسې پاتې برخې فتحه او د اسلام د سیوري لاندې را ولي

عبد الرحمن الغافقي رحمه الله د خپل قیادت په وخت کې داسې سیمې فتحه کړې چې له دې مخکې یو قاید هم نه وی فتحه کړی، د فتحو لړۍ یې د فرانسې لرې غرب ته وغځوله

عبد الرحمن الغافقي رحمه الله په ۱۱۴هجري کې د نصاراو په خلاف د لښکر په تیارولو شروع وکړه، د پنځوس زره مجاهدینو لښکر یې تیار کړ، له همدې وجهې د عبد الرحمن الغافقي دغه حمله په فرانسې یو له لویو حملو څخه ګڼل کېږي

جنګ شروع شو، عبد الرحمن الغافقي رحمه الله به په لومړیو صفونو کې جنګېدو، په دښمن به یې حملې کولې او صفونه به یې څیرې کول، جنګ سخت شو، د نصاراو د حملې زور په هغه ځای و چېرته چې عبد الرحمن الغافقي و، ځکه د نصاراو د لښکر مشر خپلو عسکرو ته حکم کړی و چې عبد الرحمن الغافقي ووژني، هغه پوهېدلو چې همدا د جنګ کونجي ده، او همدا د مجاهدینو د ثبات او قوت لامل دی

عبد الرحمن الغافقي رحمه الله د الله په لار کې په همدې معرکې کې په ۱۱۴هجري کې شهید شو، او د فرانسې فتحه نیمګړې پاتې شوه.

رحمه الله وتقبله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک