مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ولسي جرګې له حکومت غوښتنه وکړه، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې، د مشکوکو او بې نښانه الوتکو په واسطه د قیمتي توکو د لیږد موضوع په جدي ډول وڅیړي.
د ولسي جرګې رییس پرحکومت غږ وکړ،په دې تړاو دې څیړنه وکړي،چې کوم کسان د افغانستان ملي شتمنۍ بهر ته وړي او ترشا یې څوک لاس لري.
تازه سیګار هم په خپل راپور کې ویلي،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي.
✒: د مالیې وزارت ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ارګ له لوري د ده د عزل مکتوب کې لیکل شویو تورونو ته غبرګون کې ویلي چې پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او په خبره یې، دی ځکه له دندې ګوښه شوی دی چې په ارګ کې یې د ځینې کړیو پر غیر قانوني فرمایشونو غوږ نه ګراوه.
عبدالهادي ارغندیوال: ددې کار سخت مخالفت یم، چې ددې ملت پیسې د یوې خاصې حلقې له خوا له هیواده اېستل کیږي.
عبدالهادي ارغنديوال وايي, په وزارت ماليه کې د کار له لومړۍ ورځې مې په کارونو کې د ارګ لخوا مداخله کېدله.
ولسمشر غني ته مې وویل، دا څنګه سالم عقل منلی شي، چې اداره امور کې ۱۸ نوع غوښې خوړل کیږي په داسې حال کې، چې د جګړې لومړۍ کرښه کې پراته سرتیرو ته هیڅ نه رسیږي.
✒: ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس د سولې پروسې په اړه خبرې کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، تیره ورځ د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ په ارګ کې ناسته ترسره شوې او په دې کتنه کې د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې شوې.
✒: نن سهار اوه بجې د کندهار_هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ اړوند میراخور بازار سیمه کې پر مسافر وړنکي (۳۰۳ ) ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې له امله ېې شپږ مسافر ټپیان شوي دي.
✒: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی یا سیګر، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر ته د پیسو د قاچاق دوام، سخت اندېښمن کړی او وايي چې له هر ډول مخنیوي پرته د قاچاق بهیر دوام لري.
سیګر په یوه نوي رپوټ کې وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې د پیسو د نمبرونو د موندلو دستګاوې له یوې لسیزې راهیسې غیر فعالې دي او حتا دولتي چارواکي، سیاستوالان او د ولسمشر د دفتر کسان د هوايي ډګر په ځانګړې برخه کې د پیسو له ثبته معاف دي.
رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې عادي مسافر په ۵ تر ۶ ځایونو کې تلاشي کېږي، خو ځانګړي مېلمانه حتا په یوې برخه کې هم نه څېړل کېږي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د پیسو د چاقاق کچه څه ۴.۵ مېلیارد ډالر اټکل شوې ده.
✒: ویروس کرونا؛ ثبت ۷۸ رویداد تازه و مرگ ۴ تن در افغانستان.
✒: ارغندېوال: موږ په دې بریالي شوو چې د جنوا په غونډه کې د څلورو راتلوونکو کلونو لپاره د نړیوالې تولنې ۱۳،۴ مېلیارد ډالرو مرستو ژمنې ترلاسه کړو.
ځینو چارواکو زنګ وهلی وو چې ځينې ګمرکونه موږ ته راکړئ، خو زموږ کلک دریځ دا وو، چې موږ له بیت المال سره معامله نه کوو.
موږ د مالیې وزارت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په ریزرف کې د ۱۴۰۰ مالي کال چې نوی مالي کال دی ۳۱ مېلیارده افغانۍ لرلې.
✒: یک منبع امنیتی میگوید که محمدولی، یکی از استادان اکادمی پولیس در شهر لشکرگاه، مرکز ولایت هلمند، صبح امروز از سوی افراد مسلح ناشناس، به قتل رسید.
✒: د کندهار د والي ویاند، بهیر احمد وايي چې د ميوند ولسوالۍ ميراخور بازار سيمه کې نن سهار پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې او پایله کې یې شپږ ملکي کسان ټپیان دي.
✒: میررحمان رحمانی، رییس مجلس نمایندهگان در نشست امروز مجلس، حکومت را متهم کرد که بهخاطر انتقامگیری در رد بودجه سال مالی ۱۴۰۰، شماری از اعضای خانوادههای نمایندهگان را از کارهای شان برکنار کردهاست.
✒: پروان ولایت کې ناپېژانده وسلهوالو د جومات ملا امام وواژه.
د یاد ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر، محمدصادق هاشمي وايي وسلهوالو تېر ماښام پر مولوي عبدالرقیب د جبلالسراج ولسوالۍ مناره کلي کې په داسې حال کې ډزې کړې دي چې نوموړی د کور پر لور روان و.
✒: پولیس کابل در یک خبرنامه میگوید که انفجار بر یک موتر نوع لندکروزر در منطقۀ پروان دوم در مربوطات حوزۀ چهارم شهر کابل رخ دادهاست، اما تلفاتی در پی ندارد.
✒: ولسي جرګې له زلمي خلیلزاد غوښتي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اقدام وکړي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي چې له خلیلزاد سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د سولې په تړاو یې له هغه سره بحث کړی دی.
✒: امریکا دې طالبانو ته تر دې ډېر امتیازات نه ورکوي او دغه ډله دې اړ کړي چې جګړې ختمې کړي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د سولې له اوسني بهیر ښکاري چې هر څه د طالبانو او امریکا په ګټه روان دي.
✒: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
✒: محمد جواد ظریف وزیر امور خارجه ایران که به باکو پایتخت جمهوری آذربایجان سفر کرده در دیدار با الهام علیاف رئیس جمهور این کشور گفت که تهران از طرح ابتکار همکاری منطقهای 6 جانبه پیشنهادی از سوی ترکیه و آذربایجان استقبال میکند.
به گزارش پایگاه اطلاع رسانی وزارت امور خارجه ایران، ظریف در این دیدار پیروزیهای اخیر آذربایجان در آزادسازی بخشهایی از خاک خود از اشغال ارمنستان را به دولت و ملت آذربایجان تبریک گفته است.
وزیر امور خارجه ایران همچنین با ابراز خرسندی از نتایج برگزاری چهاردهمین دور اجلاس کمیسیون مشترک همکاریهای اقتصادی دو کشور، آمادگی تهران برای مشارکت در روند بازسازی مناطق آزاد شده را اعلام کرد.
✒: اوزگور گولریوز، مدیر شرکت مهندسی و فناوری صنایع دفاعی ترکیه در گفتوگو با خبرگزاری آناتولی با اشاره به پیشرفت چشمگیر کشور در ساخت انواع کشتی و شناورها اظهار داشت: «استانبول» اولین ناوچه ملی است که با همکاری و تلاش شرکتهای ملی و بومی ساخته شده و نقطه عطفی در صنعت دفاعی کشور خواهد بود. ما مسیر بسیار موفقی در راستای رسیدن به هدف خودکفایی در صنعت دفاع پیمودهایم.
وی بیان اینکه شرکتش طراحی، پروسه تهیه، آزمایش و یکپارچه سازی سیستمهای ناوچه «استانبول» را به تنهایی انجام داده است، گفت: 75 درصد این صنعت این پروژه بومیسازی شده و در سال 2023 به فرماندهی نیروهای دریایی تحویل داده خواهد شد.
✒: الهام علیاف، رئیس جمهوری آذربایجان امروز در دیدار با محمد جواد ظریف، وزیر امور خارجه ایران در باکو با بیان اینکه آزادسازی مناطق تحت اشغال ارمنستان زمینههای همکاری برای مشارکت سرمایهگذاران و سازمانهای دولتی در توسعه این مناطق فراهم کرده است، گفت: در این زمینه تنها با کشورهای دوست همکاری خواهیم کرد.
رئیس جمهوری آذربایجان گفت: شرکتهای ایرانی از این لحاظ دارای مزایایی همچون نزدیکی جغرافیایی، امکانات لجستیکی و تجارب گسترده هستند.
علیاف از استقبال شرکتهای ایرانی برای مشارکت در طرحهای عمرانی مناطق مذکور ابراز خرسندی کرد و گفت: در سالهای اخیر شاهد حصول نتایج خوب در رابطه با مناسبات دو کشور در زمینههای اقتصادی، حملونقل و انرژی هستیم.
✒: د امریکا سنا وایي چې د ټرمپ د استیضاح لړۍ باید چټکه کړل شي. د امریکا د سنا غړو په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د ټرمپ د استیضاح لړۍ ګړندۍ کوي او غواړي په دې برخه کې ټولې ستونزې ژر تر ژره له منځه یوسي.
✒: امریکا پر روسیې غږ کړی چې نیول شوي اعتراض کوونکي ژر تر ژره خوشې کړي. روسیې بیا د امریکا دا چاره د دوی په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید خپل مسوولیتونه درک او د دوی په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
✒: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په وار وار یې د یو دروغجن او بې بندوباره ولسمشر لقب خپل کړی دی، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یې د ولسمشرۍ دورې دروغ او غلط معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي. دغې ورځپاڼې ویلي چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال ۳۰ زره او ۵۷۳ ځله دروغ ویلي دي.
✒: د سعودي حکومت سیاسي مخالف، د آل سعود کورنۍ غړي، نامتو ټویټري فعال او افشا کوونکي العهد مجتهد ویلي چې د امریکا په وروستیو ناارامیو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم لاس لاره. راپور د مجتهد له قوله ویلي، بن سلمان د ټرمپ د واک تر وروستیو شیبو یو بل سره په تماس کې و.
✒: ملګري ملتونو خپلو کارکوونکو په یو خبرداري کې ویلي چې پاکستانۍ الوتکې خطرناکې دي او دوی باید په دغو الوتکو کې د سفر پر مهال له پوره احتیاطه کار واخلي. د ملګري ملتونو امنیتي ادارې ویلي،د پاکستاني پیلوټانو اسناد دې وڅېړل شي او هغوی چې اسناد یې جعلي دي باید ژر له کارونو وایستل شي.
✒: د ملګري ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د جګړو، ناامنیو او طبیعي پېښو له امله په لکونو خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.راپور کاږي،چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک د جګړو له امله بې کوره شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
