د بايډن د لوړې مراسمو کې د افريقايي نجلۍ نظم؛ هغه غر چې موږ ور خېژو
ژباړه: بارکوال مياخيل
د امریکې د ولسمشر جوبایډن د لوړې (سوګند) په مراسمو کې دغې 22 کلنې افریقایي نسله امریکایي نجلۍ خپل یو نظم ولوست، چې د هماغې غونډې په ګډون پر ټولنیزو رسنیو په ټوله نړۍ کې زیات وستایل شو. په دې نظم کې د امریکې د خلکو د یووالي، د تورپوستانو د ماضي او حال څرک او د جمهوریت انځور وړاندې شوی دی. ما ویل چې احساسات یې له تاسې سره هم شریک کړم.
هغه غر چې موږ ور خېژو
امېنډا ګورمن
چې هغه ورځ راشي او موږ له ځانه وپوښتو
په دې ناپایه سیوري کې رڼا چېرې موندلای شو
هغه زیان چې موږ یې لرو،
یو سمندر چې باید تر پورې وځو
موږ د ځناور په خېټه کې زړورتیا وکړه
موږ پوه یو چې خاموشي تل د امن په څېر نه ده
دودونه او باورونه،
چې اوس څنګه دي
تل داسې وچ ولاړ نه دي
او لا هم سباوون زموږ دی
تر دې مخکې چې په پوه شو
په څه نه څه شکل یې خپله کوو
په څه نه څه بڼه مو تېر کړي او لیدلي دي
یو ملت چې مات شوی نه دی،
خو په حقیقت کې پوره نه دی
موږ؛ د یو هېواد او یوې زمانې نسلونه
چې پکې یوه ډنګره تورپوستې نجلۍ
د غلامانو له کاله راغلې او یوې تنها مور لویه کړې ده
د ولسمشرۍ خوب لیدلای شي
تش د دې لپاره چې یو چاته په سندرو ویلو کې ځان پیدا کړي
او هو موږ له سینګار خلکو لرې یو
له سوچه خلکو لرې یو
خو دا څه معنا نه لري
موږ هڅه کوو چې یو بشپړ اتحاد جوړ کړو
موږ هڅه کوو چې یو بامقصده اتحاد جوړ کړو
یو داسې هېواد جوړ کړو،
چې د انسان ټولو کلتورونو، رنګونو، کرکټرونو او حالاتو ته ژمن وي
او موږ بیا هغه څه ته پاس نه ګورو چې زموږ تر منځ وي
خو څه چې زموږ مخ ته ولاړ وي
موږ نفاق ختموو ځکه موږ پوهېږو چې خپل راتلونکی را مخته کړو
موږ ضرور باید اول خپل مخالفتونه څنګ ته کړو
خپلې وسلې پر مځکه کښېږدو
بیا یوه بل ته لاسونه غزولای شو
موږ د هیچا بده نه غواړو او هر چاته ور غاړې وځو
نړۍ ته ووایئ که نور څه نه وي دا ریښتیا دي چې:
که موږ غمجن هم وو، وده مو وکړو
که موږ زخمي هم وو، هیله من وو
که موږ ستړي هم وو، هڅه مو کوله
موږ به تل په بریالیتوب له یو بل سره تړلي یو
د دې لپاره نه چې موږ به نور ماتې ونه پېژنو
بلکې د دې لپاره چې موږ به نور د بېلتانه زړي ونه کرو
د خدای کتاب موږ ته وایي تصور وکړئ
چې هر څوک باید تر خپلې ملوې او د انځرو تر ونې لاندې کښېني
او هیڅوک باید هغوی ونه وېروي
که موږ غواړو تر خپله وخته ژوند وکړو
نو بیا مو کامیابي تر تېغ نه شي تېرېدای
خو په ټولو پلونو کې چې رغولي مو دي
هغه شین چمن دی چې راسره یې ژمنه شوې
هغه غر دی چې ور خېژو به
که یواځې موږ جرئت وکړو
دا ځکه چې امریکایي کېدل لوی ویاړ دی چې زموږ په برخه شوی
دا زموږ ماضي ده چې ګام پکې اخلو
او څنګه یې رغوو
موږ یو زور ولید چې زموږ ملت به یې ټوټه کړی وای
پر ځای د دې چې وېشلی یې وای
زموږ هېواد به یې مات کړی وای، که مقصد یې د جمهوریت ځنډول وای
او نیژدې وه چې دا هڅه کامیابه شوې وای
خو جمهوریت چې د لنډ وخت لپاره ځنډېدای شي
د همېشه لپاره ماتې نه شي خوړلای
موږ په دې ریښتینولۍ،
په دې عقیده باور لرو
تر هغه وخته چې پر خپل راتلونکي مو نظر وي
تاریخ موږ ته سترګې نیولې دي
دا یواځې د خلاسون زمانه ده
موږ د دې له پیلېدو وېره لرله
موږ ځانونه تیار نه محسوسول
چې د داسې ډاروونکي ساعت وارثان به شو
خو په دې کې دننه مو قوت وموند
چې یو نوی باب ولیکو
او ځانونو ته هیله او خندا ور پیرزو کړو
نو کله چې مو له ځانه یو ځل وپوښتل
موږ څرنګه پر ناورین غالبېدای شو؟
اوس موږ په ټینګار وایو
ناورین څرنګه پر موږ غالبېدای شي؟
موږ چې څنګه وو هلته به ستانه نه شو
خو چې باید څنګه شو پر هغه خوا حرکت کوو
یو وطن چې زخمي شوی خو روغ دی،
خواخوږی خو زړور،
ځوروونکی او ازاد
موږ به بیرته مخ وا نه ړوو
او نه به ډار زموږ د لارې خنډ شي
ځکه موږ پوهېږو چې زموږ لټي او ناراستي به،
زموږ بل نسل ته په میراث پاته شي
زموږ تېروتنې به د هغوی په تېروتنو بدلې شي
خو یوه خبره ښکاره ده:
که موږ زړه سوی له زور سره یو ځای کړو
او زور له راستۍ سره،
نو بیا به مینه زموږ میراث وګرځي
او زموږ د ماشومانو د زېږون حق به بدل کړي
نو راشئ هغه هېواد شاته پرېږدو
تر هغه غوره چې موږ ورسره پاته وو
زما د پیتلو په قفس کې بندې سینې هره ساه،
موږ به دا ټپي نړۍ یوه حیرانوونکې نړۍ کړو
موږ به د لوېدیځ له طلایي څانګو غرونو را پورته شو
موږ به د شمال ختیځو بادونو له سیلیو را پورته شو
هلته چې زموږ نیکه ګان لومړی وار له انقلابه خبر شول
موږ به د منځختیځو ایالتونو له سیند غاړې ښارونو را پورته شو
موږ به له لمرپاخه سوهېله را پورته شو
موږ به بیا ودان کړو، پخلا کړو او و رغوو
زموږ د ملت هره پېژندل شوې څنډه
او هر کونج چې زموږ وطن بلل کېږي،
زموږ رنګ رنګ او ښکلي خلک به را پاڅېږي،
وهل شوي او ښکلي
چې هغه ورځ راشي موږ له سیوري را ووځو،
د لمبې په څېر او بې ډاره
نوی سباوون را ټوکېږي ځکه چې موږ ازاد کړ
ځکه چې رڼا تلپاتې وي
که یې موږ یواځې د لیدلو جرئت وکړو
که یې موږ یواځې د پاتېدلو جرئت وکړو.
