د امريکا نوی ولسمشر جوبایډن د لوړې پرمهال
اصالت يار
په امریکا کې به د توراو سپین ترمنځ توپیر ختموو او د تشدد مخه به نیسو، زه به د ټولو امریکایانو رئیس جمهور یم.
د کرونا مرض دومره امریکایان ووژل چې په دوهمه نړيواله جګړه کې هم ندي وژل شوي او مونږبه د دغه مرض مقابله کوو چې زرګونو امریکایانو پکې خپلې دندې له لاسه ورکړي.
مونږ کولای شو د کلي او ښار او د جمهوريت خواه او دیموکرات ترمنځ واټن راکم کړو.
پکار ده چې د شنه او سره ترمنځ جګړه ختمه کړو.
نړۍ مو ویني دا زما پیغام دی چې امریکا امتحان شوي مونږ به له نړۍ والو سره نوې تړونونه رامینځ ته کوو.
مونږ به په اتفاق سره امید راوړو او نا امیدي به ختموو، له ډیموکراسۍ او امریکا به دفاع کوو.
تر هغه چې متحد یو کله به هم ماته ونه خورو.
جوبایډن بهر ته زیاته توجه ونکړه بلکې د خبرو زیاته برخه یې د امریکا د ننه مشکلاتو او د هغې د حل لپاره ځانګړي کړي وی چې دا یې هم وویل د امریکا پًه تاریخ کې لومړنۍ میرمنه د نائب رئیس په توګه وټاکل شوه.
