No-IMG

د يو فقير سړي د قناعت جالبه کيسه

فهيم عمري

 

کیسه کا وایی یو فقیر سړي چي بوډۍ مور، میرمن  او اولادونه ور غاړې وو او د یو خورا شتمنې  ښځې په کور کي یی د خادم په حیث داسي دنده  کوله چي تر ده بل هیچا ښه کار نه کاوو او خپل کار ته ډیر مخلص او ژمن وو.. یوه ورځ داسې راغله  چي کار ته را نغي ، بډ‌ایی ښځي د سوچ وروسته دده تنخوا (معاش) لږ څه لوړ کړ ویی انګیرله چي د معاش لوړتیا به سړي دیته مجبوره کړي چي هر وخت کار ته پر وخت حاضر شي او غیری حاضري ونکړي..

 په سبا چي راغی ښځي ورته وویل ستا معاش می یو دینار لوړ کړ،

سړي پرته له څه ویلو  پخپل کار اخته شو،

بله ورځ بیا داسې راغله چې دندې ته رانغې او غیر حاضر شو ، دا وار نو ښځه سخته غصه شوه، پریکړه یی وکړه تر څو دده زیات شوی دینار بیرته را کم کړي ، په بل ورځ چي نوکر راغي پرته له دي چي د خپل کم شوي دینار پوښتنه وکړي په کاریی  پیل وکړ، د نوکر دی کار بډ‌ایی میرمن په تعجب کي کړه سمدستي یی نوکر را وغوښت ورته کړه یی ویل :

معاش دی زیات شو هیځ دی ونه ویل بیا می کم کړه بیا دی هم هیڅ ونه ویل ؟

نوکر ورته ویل : په اوله ورځ چي می غیر حاضري وکړه په هغه ورځ راته الله ماشوم راکړ او چي خبر شوم معاش می یو دینار زیات شو نو و می انګیرله چي دا یو دینار ددی ماشوم مقرر شوی رزق دی چي له ځانه سره یی راوړ،

هر چي په بله ورځ می غیر حاضري وکړه په هغه ورځ مې مور وفات شوی وه ،چي خبر شوم دینار معاش را نه کم شوي فکر مي وکړه دا مي د مور رزق وو چي د تګ سره یی له ځانه سره یوړ..

سبحان الله!

 څومره ښکلي دي هغه روحونه چي قناعت کوي او خوښي او رضایت ښکاره کوي په هغه څه چي د رحمن ذات لخوا ورته مقرر شوي وي،

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک